ښځې د افغانستان د نفوسو نیمایي برخه جوړوي، او د ټولنې نیمایي برخه د زده کړې او کار له حقه نه شي بي برخې کېدای. ځکه چې له يوې خوا د اسلام مبارک دين د مسلمانو نارينه وو او ښځو لپاره د علم حاصلول فرض کړي او له بله پلوه تجربې ښودلې چې ښځې تر نارينه وو زيات د مسووليت منونکې دي. د بېلګې په توګه، د ۲۱مې پېړۍ لومړۍ دوه لسیزې ښيي چې د نړۍ تر ټولو هوسا هېوادونه لکه فنلنډ، نیوزیلنډ، جرمني، سینګاپور او استونیا د ښځو د مشرۍ د هڅو له لارې نړیواله سوکالي ترلاسه کړې ده. په دغو هېوادونو کې د عامه سوکالۍ معنی له هغو ډلبندیو څخه عبارت ده لکه د سړي سر عاید لوړه کچه، د جرمونو او اخلاقي فساد ټیټه کچه، د اداري فساد ټیټه کچه، رسنیو ته د خلکو د لاسرسي لوړه کچه، د اعتبار وړ پاسپورټ، د ماشومانو او میندو د مړینې ټیټه کچه، د اقتصادي ودې لوړه کچه، ترټولو ښه امنیت لرل، د اوږد عمر درلودل او د وزګارۍ ټیټه کچه ده.
پر دې ټولو سربېره، لکه څرنګه چې په پرمختللو هېوادونو لکه امریکا، استرالیا او کاناډا کې د نارینه کاري نفوس اکثریت په امنیت، کرنې او صنعت برخو کې بوخت دي، ښځې د عامه خدماتو په برخه کې ترټولو لوی فعال کاري نفوس تشکیلوي. په افغانستان کې ښځو په تېر يو نيم کال کې هم د نړيوالو او کورنيو موسسو له لارې د خدمتونو په وړاندې کولو او بشري مرستو په وېشلو کې د پام وړ رول لوبولى دى. په ټولنه کې د ښځو د کار د اهمیت په پام کې نیولو سره، دا مقاله د طالبانو لخوا د ښځو د کار د ځنډولو د بدو پایلو په رامنځته کولو خبرې کوي.
په نړیوالو سازمانونو او کورنیو موسسو کې د ښځو د کار اهمیت
د جمهوریت له سقوط او د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ د طالبانو له خوا د واک تر لاسه کولو سره سم، له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستو بڼه او ماهیت چې د ساختماني پروژو تمویلول و له بنسټیزې بڼې د بشردوستانه تر عنوان لاندې سطحي بڼې ته بدله شوه. هغه نړیوال سازمانونه چې د نړیوالې ټولنې لخوا تمویل کېدل د بشري خدماتو وړاندې کولو او افغان اتباعو ته د مرستې ویشلو لپاره اړ شول چې یو لوی شمیر ښځې کارمندانې وګماري؛ ځکه چې د افغاني ټولنې دودونه او ټولنیز شرایط نارینه کارمندانو ته اجازه نه ورکوي چې د دې خدماتو د وړاندې کولو په ځینو برخو کې کار وکړي، په ځانګړې توګه د روغتیایې مسلو(لکه د نارینه ډاکټرانو لخوا په کلینیکونو کې د میرمنو د معاینې مخه نیول) او د اړو کورنیو د پیژندلو لپاره سروې (لکه څنګه چې د سروې لپاره کورونو ته د ننوتلو سره د کورنۍ د مشرانو مخالفت) هودارنګه نارینه د خوارځواکو ماشومانو د تشخیص لپاره خپلو کورونو ته ننوتول ته نه پرېږدي. له همدې امله په نړیوالو سازمانونو او کورنیو موسسو کې چې د افغانستان له کورنیو او اتباعو سره د مرستې په برخه کې فعالي دي د ښځو کار خورا مهم شو؛ ځکه د دغو موسسو او بنسټونو ښځینه کارکوونکې له نخکې یادو شو ستونزو او ننګونو سره مخ نه دي.
د ښځو پر کار بندیز سیاسي اغیزې
د سولې د مذاکراتو او د طالبانو او امریکا ترمنځ د دوحې د هوکړې پر مهال د طالبانو د مرکچي پلاوي د ژمنو یوه برخه د ښځو لپاره د تعلیم او کار د حق په رسمیت پیژندل وو، د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې د نجونو پر مخ تړل او په نړیوالو سازمانونو او کورنیو موسسو کې د ښځو د کار بندول د طالبانو له لوري په عملي توګه د تړون له دې مادې څخه سرغړونه ده. د دې پریکړې سیاسي پایله به خامخا د امریکا متحده ایالاتو او نړیوالې ټولنې لخوا د طالبانو د رژیم په رسمیت پیژندلو کې د منځني او اوږد مهاله ځنډ لامل شي؛ ځکه نړيوالې ټولنې د طالبانو د رژيم په رسميت پېژندلو شرطونه د ټولګډونه حکومت جوړول، د نجونو لپاره د ښوونځيو او پوهنتونونو پرانيستل، د خلکو له لارې مشروعيت ترلاسه کول او ښځو ته په دفترونو او ادارو کې د کار کولو اجازه ورکول ښودلي دي.
د طالبانو په وړاندې د نړیوالو سازمانونو او کورنیو موسسو غبرګون
د طالبانو پرېکړه چې په نړیوالو او کورنیو موسسو کې د ښځو د کار کولو مخه ونیسي په داسې حال کې چې د افغانستان له څلورو درې برخې وګړي په مستقیمه توګه د نړیوالې ټولنې په مرستو تکیه لري او څلورمه برخه یې د خوراکي او سون توکو د برابرولو وس نه لري؛ ځکه چې ډیری دغه سازمانونه په یقین سره پرته له دې چې خپلې مرستې وځنډوي نشي کولی پر طالبانو فشار راوړي ترڅو د نجونو لپاره ښوونځي او پوهنتونونه پرانیزي او یا په میرمنو د کار منعه کولو فرمان لغوه کړي. د بېلګې په توګه، له دوو اوونیو راهیسې د امریکا متحدو ایالتونو پرېکړه کړې، چې د طالبانو له هغې پرېکړې چې نجونو ته د تعلیمي مرکزونو د دروازو د تړلو او په موسسو کې د ښځو پر کار کولو بندیز لګوي، د ناخوښۍ څرګندولو لپاره د ۴۰ میلیونو ډالرو مالي بستې لېږل وځنډوي، هودا ډول د ماشومانو د خوندي ساتلو موسسې (Save the Children) چې په ټول افغانستان کې د زیانمنونکو ماشومانو او د هغوی میندو ته خدمتونه وړاندې کوي، خپل فعالیتونه بند کړي دي، ترڅو د دې پریکړې په اړه خپله ناخوښي څرګنده کړي.
په افغانستان کې د ښځو پر کار د بندیز اقتصادي پایلې
دا پرېکړه به د افغانستان لپاره دوه منفي اقتصادي پایلې ولري: لومړی دا چې ډېری کورنۍ چې په ښارونو کې ژوند کوي مشري یې د هغو ښځو پر غاړه ده چې کار یې درلود. د طالبانو دغه پرېکړه به د دې لامل شي چې دا کورنۍ خپلي عایداتي سرچیني له لاسه ورکړي او په منځمهاله توګه به د نړیوالو موسسو پر مرستو متکي شي. دا د بې وزلۍ د زیاتوالي لامل کیږي، د بیلګې په توګه د افغانانو په منځ کې د فقر او بیکارۍ کچه لوړېږي. دوهم، په هغو ادارو کې چې د کارکوونکو ډېره برخه یې ښځې دي، پر ښخو د کار بندیز به د دغو سازمانونو او موسسو د کار په بهیر کې د ځنډ، کړکېچ او ګډوډۍ سبب شي چې بالاخره به په ژمي کې اړمنو کسانو ته د مرستو په وېش کې له ډېرو ستونزو سره مخ شي.
وړاندیزونه
لکه څرنګه چې طالبان ادعا کوي، له اسلامي شريعت سره سم د نجونو لپاره ښوونځي او پوهنتونونه پرانيزي او ښځو ته د ديني ارزښتونو له مخې د کار کولو زمينه برابروي، نو بايد دوي ژر تر ژره دغه دوه ټکي تعريف کړي او د تعلیمي مرکزونو د دروازو د بیا پرانیستو او د کارکونکو ښځو د کار د مخنیوي فرمان لغوه کولو زمینه برابره کړي.
امریکا او نړیوالې ټولنې ته مناسبه ده چې د طالبانو له حکومت سره خپلې اړیکې او شرایط له سره وارزوي او د افغانانو د برخلیک په اړه له دوه مخې لوبې ډډه وکړي. د سیاسي فشار د یوې وسیلې په توګه د بشردوستانه مرستو کارولو ته دوام ورنکړي؛ ځکه د دغو لوبو اصلي قربانیان د افغانستان خلک دي.