د طالبانو تر کنټرول لاندې د وینې مرکزي بانک ځينې ډاکټران د هموفیلیا ناروغانو لپاره د ۸ او ۹ انعقادي فکتورونو له کمښته اندېښنه څرګندوي. هغوی وايي، د دغو فکتورونو شته کچه یوازې د هغو ناروغانو د درملنې لپاره بسنه کوي چې له شدیدې وینې بهېدنې سره مخ دي او د ټولو ناروغانو اړتیاوې نه شي پوره کولی. د ډاکټرانو په خبره، د اړینو فکتورونو د نشتوالي له امله ځینو ناروغانو ته تازه پلازما ورکول کېږي؛ خو پلازما د انعقادي فکتورونو ځای نه شي نیولی.
دغو ډاکټرانو له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل چې څه موده مخکې د هموفیلیا نړیوال فدراسیون (WFH) په مرسته د ۸ او ۹ فکتورونو یوه کچه افغانستان ته ولېږدول شوه، خو دغې محمولې هم شته کمښت جبران نه شوای کړای. هغوی زیاتوي چې تر دې وړاندې ایټالیا په افغانستان کې د هموفیلیا ناروغانو لپاره د دغو فکتورونو له مهمو برابرونکو وه، خو اوس په دې برخه کې د دغه هېواد مرستې درول شوې دي.
د ډاکټرانو په خبره، د هموفیلیا ډېری ناروغان د ټیټ عاید لرونکو کورنیو غړي دي او په بازار کې د اړتیا وړ فکتورونو د پېرلو وس نه لري. هغوی خبرداری ورکوي چې د دغو فکتورونو دوامداره کمښت ښايي د ناروغانو د درملنې بهیر ګډوډ کړي او په اوږدمهال کې یې له جدي عوارضو، لکه د بندونو او هډوکو له زیان سره مخ کړي. دا ډاکټران له ایټالیا غواړي چې د ۸ او ۹ انعقادي فکتورونو د برابرولو لپاره خپلې مرستې بېرته پیل کړي، څو د هموفیلیا ناروغانو لپاره اړینې درملنې ته لاسرسی ډاډمن شي.
د ۸ او ۹ فکتورونه د وینې د ټینګېدو مهم پروټینونه دي چې د هموفیلیا په ناروغانو کې د وینې بهېدنې د کنټرول او درولو لپاره کارول کېږي. د ۸ فکتور کمښت د هموفیلیا A او د ۹ فکتور کمښت د هموفیلیا B لامل کېږي.
د افغانستان د وینې مرکزي بانک د هموفیلیا او تالاسیمیا څانګې ډاکټر امانالله ارغندیوال په دغه بانک کې د ۸ او ۹ انعقادي فکتورونو کمښت تاییدوي. نوموړي وايي، اوسمهال د هموفیلیا نړیوال فدراسیون (WFH) د دغو فکتورونو یوه کچه د وینې مرکزي بانک سره مرسته کوي، خو د دغو مرستو کچه د هموفیلیا ناروغانو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره بسنه نه کوي.
ارغندیوال زیاتوي چې په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان سره د ایټالیا د مرستو له درېدلو وروسته د دغو فکتورونو کمښت زیات شوی دی. د نوموړي په خبره، د ایټالیا د مرستو تر بندېدو مخکې د وینې په مرکزي بانک کې د ۸ او ۹ فکتورونو کمښت تر دې کچې نه و.
نوموړی له ایټالیا غواړي چې له افغانستان سره د ۸ او ۹ انعقادي فکتورونو د برابرولو په برخه کې خپلې مرستې بېرته پیل کړي.
ښاغلی ارغندیوال وايي: «په تېر کې ایټالیا له موږ سره همکاري کوله، خو اوس دغه همکاري نه شته. که ایټالیا له موږ سره خپله همکاري بېرته پیل کړي، کولی شي د ناروغانو لپاره په کافي اندازه انعقادي فکتورونه ولېږي. اوس یوازې WFH راته فکتورونه رالېږي، خو کچه یې ډېره کمه ده او بسنه نه کوي.»
دا ډاکټر زیاتوي: «په تېر کې موږ شاوخوا ۴۰۰ ناروغان لرل، خو اوس د ناروغانو شمېر له ۱۵۰۰ اوښتی دی. WFH یو وار شاوخوا دوه زره فکتورونه رالېږلي و؛ کله چې مو دغه فکتورونه د ناروغانو ترمنځ ووېشل، د هر ناروغ برخه ډېره کمه شوه. هغه ناروغان چې جدي اړتیا لري، باید هره اوونۍ یو ځل فکتور ترلاسه کړي، خو اوس ډېر ناروغان ان په اوونۍ کې یو وار هم فکتور نه شي ترلاسه کولی. په نورو هېوادونو کې د هموفیلیا ناروغانو ته د ۸ او ۹ فکتورونه په منظم او وقایوي ډول تزریق کېږي، خو دلته ناروغان اړینو فکتورونو ته لاسرسی نه لري.»
د افغانستان د وینې مرکزي بانک د هموفیلیا او تالاسیمیا څانګې یو بل ډاکټر روحالله رسا وايي چې په افغانستان کې د هموفیلیا ناروغانو لپاره د انعقادي فکتورونو د برابرولو مرستې کافي او دوامداره نه دي. نوموړی زیاتوي چې د انعقادي فکتورونو کمښت د دې لامل کېږي چې د ناروغانو وینه بهېدنه پر وخت کنټرول نه شي او په بندونو، عضلو، پوزه او د بدن نورو برخو کې یې وینه بهېدنه تکرار شي. د رسا په خبره، د درملنې دوامداره ناکافي بهیر کولی شي د بندونو دایمي زیان او د ناروغانو د جسمي ناتوانۍ لامل شي.
رسا وايي: «اوس مهال په افغانستان کې شاوخوا ۱۵۰۰ په هموفیلیا اخته ناروغان لرو چې ښځې او نارینه دواړه پکې دي، خو د نارینه ناروغانو شمېر زیات دی. هغه موضوع چې باید یادونه یې وکړم دا ده چې که د ناروغانو د پېژندنې لپاره منظم پروګرام جوړ او سروې وشي، ښايي دا شمېر تر دې هم ډېر لوړ وي. زموږ کلنۍ اړتیا، که په اټکلي ډول ووایم، شاوخوا له ۱۰۰ تر ۲۰۰ زرو ویال فکتوره دی، نه واحد. د هر ویال په دننه کې ۲۵۰، ۵۰۰، ۱۰۰۰ یا ۲۰۰۰ واحده وي.»
نوموړی زیاتوي چې اوس په افغانستان کې شاوخوا ۱۵۰۰ د هموفیلیا ناروغان ثبت دي او که منظمه سروې وشي، د ناروغانو واقعي شمېر ښايي له دې ډېر وي. رسا له ایټالیا هم غواړي چې په افغانستان کې له هموفیلیا ناروغانو سره خپلې مرستې بېرته پیل کړي.
نوموړی وايي: «ایټالیا د بشري همکاریو په چوکاټ کې افغان ناروغانو ته انعقادي فکتورونه برابرول. که غلط نه شم، په ۲۰۲۱ کال کې ټاکل شوې وه چې شپږ میلیونه واحده ۸ فکتور او دوه میلیونه واحده ۹ فکتور ولېږل شي، خو دا پروګرام د سیاسي او امنیتي وضعیت د خرابېدو له امله ودرول شو. اوس له هغوی سره په اړیکه کې یو، څو دا ستونزه، په خیر هواره شي.»
ورته مهال پر هموفیلیا ځينې اخته ناروغان وايي چې د انعقادي فکتورونو کمښت یې منظمې درملنې ته لاسرسی له ستونزو سره مخ کړی دی. هغوی زیاتوي چې د دغه وضعیت دوام، په ځانګړې توګه د هغو ناروغانو لپاره چې له بازاره د فکتورونو د پېرلو وس نه لري، د وینې بهېدنې له امله د رامنځته کېدونکو عوارضو خطر زیاتوي. د هغوی په اند، نړیوال سازمانونه او بنسټونه دې د هموفیلیا ناروغانو د درملنې په برخه کې بشري مرستې له سیاسي ملاحظاتو څخه جلا کړي او د دغو ناروغانو د حیاتي درملو برابرولو ته دوام ورکړي.
حاجي حسین حیدري چې له ماشومتوبه په هموفیلیا اخته دی، وايي چې د انعقادي فکتورونو کمښت یې د درملنې بهیر له ستونزو سره مخ کړی دی. نوموړی زیاتوي چې د وینې بهېدنې پر مهال تر ډېره ۸ فکتور د وینې په مرکزي بانک کې نه وي او مجبورېږي چې د وینې بهېدنې د کنټرول لپاره له تازه پلازما څخه ګټه واخلي. د حیدري په خبره، پلازما د فکتور لپاره مناسب بدیل نه شي کېدای او د وینې په مرکزي بانک کې د پلازما د کڅوړو کمښت هم دغې درملنې ته لاسرسی ستونزمن کړی دی.
حیدري وايي: «زه له ماشومتوبه په هموفیلیا اخته یم او ډېری مهال چې وینه بهېدنه لرم، ۸ فکتور ته لاسرسی نه لرم. که د وینې په مرکزي بانک کې یو څه فکتور هم وي، ډېره برخه یې هغو ناروغانو ته ورکول کېږي چې له شدیدې وینې بهېدنې سره مخ شوي وي. کله چې ځینې مهال وینه بهدېنه ولرم، فکتور نه لرم او پر ځای یې پلازما اخلم، څو وینه مې بنده شي؛ خو پلازما د فکتور په اندازه کیفیت او اغېز نه لري. اوس مهال د وینې په مرکزي بانک کې د پلازما د کڅوړو کمښت هم شته او له همدې امله مجبوره یو چې د پلازما اخیستلو لپاره کڅوړه له بازاره واخلو.»
نوموړی زیاتوي چې په ځینو مواردو کې ان پلازما هم نه پیدا کېږي او د برابرولو لپاره مجبورېږي چې یو کس پیدا کړي څو وینه ورکړي. حیدري وايي، د هر وار وینې بهېدنې پر مهال د پلازما د برابرولو لګښت هم ورته دروند دی او کله کله یې د پرې کولو وس نه لري.
هغه وايي: «د پلازما د برابرولو لپاره باید هر وار یو څوک پیدا کړم چې وینه راکړي او دا ډېره سخته ده. ځینې چې وینه راکوي، پیسې نه اخلي، خو ځینې نور یې په بدل کې پیسې غواړي. په بازار کې د هرې کڅوړې پلازما بیه له ۱۵۰ تر ۳۰۰ افغانیو پورې ده او زه د هر وار وینې بهېدنې پر مهال له دوو تر دریو کڅوړو پلازما ته اړتیا لرم. کله کله ان د پلازما د کڅوړو د لګښت ورکولو وس هم نه لرم.»
هموفیلیا یوه ارثي ناروغي او د وینې د ټینګېدو په بهیر کې اختلال دی چې په بدن کې د ځینو انعقادي پروټینونو د کمښت یا نشتوالي له امله رامنځته کېږي. پر دې ناروغۍ اخته کسانو کې وینه بهېدنه د عادي حالت پرتله ناوخته درېږي او ان یو کوچنی زخم یا ټپ هم د اوږدمهاله یا داخلي وینې بهېدنې لامل کېدای شي. د هموفیلیا A ناروغان د ۸ فکتور او د هموفیلیا B ناروغان ۹ فکتور ته اړتیا لري؛ هغه فکتورونه چې د شدیدې وینې بهېدنې د کنټرول او مخنیوي لپاره د دغو ناروغانو حیاتي درمل ګڼل کېږي.
د وینې د مرکزي بانک د شمېرو له مخې، په دغه مرکز کې پر هموفیلیا A ناروغۍ اخته ۹۶۶ ناروغان ثبت دي چې ۸ فکتور ته اړتیا لري او شاوخوا ۶۰۰ د هموفیلیا B ناروغان دي چې ۹ فکتور ته اړتیا لري. سربېره پر دې، په نورو انعقادی اختلالاتو اخته یو شمېر ناروغان چې د ۱، ۷ او ۱۳ فکتورونو له کمښت سره مخ دي، هم د دغه مرکز له خدماتو ګټه اخلي. د وینې د مرکزي بانک مسوولان وايي چې د تشخیص د محدودو امکاناتو او د عامه پوهاوي د ټیټې کچې له امله ښايي په افغانستان کې د هموفیلیا او نورو انعقادي اختلالاتو د ناروغانو شمېر له ثبت شویو څخه ډېر وي.
د هموفیلیا ناروغانو لپاره انعقادي فکتورونو ته منظم لاسرسی حیاتي ارزښت لري؛ ځکه ناکافي درملنه یا د وینې بهېدنې په کنټرول کې ځنډ ښايي په بندونو او عضلو کې د تکراري وینې بهېدنې، د بندونو دایمي زیان، جسمي ناتواني او په سختو مواردو کې د ناروغ ژوند ته د ګواښ لامل شي. له همدې امله، د ۸ او ۹ فکتورونو دوامداره برابرول په افغانستان کې د هموفیلیا ناروغانو بنسټيزه اړتیا ګڼل کېږي.





