د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش د افغانستان په اړه په خپل تازه راپور کې ویلي چې د دغه هېواد وضعیت لا هم د ناامنۍ، بېوزلۍ، بې ځایه کېدو، چاپېریالي ننګونو او د ښځو او نجونو پر حقونو د سختو محدودیتونو د پېچلي ترکیب تر اغېز لاندې دی. د نوموړي په خبره، دغو لاملونو د ماشومانو لپاره ویجاړونکې پایلې لرلې دي. هغه په دغه راپور کې په افغانستان کې د ماشومانو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې په تېرو درېیو کالو کې یو زرو ۴۱۵ ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، په همدې موده کې د ماشومانو د استخدام او کارولو ۵۵۷ پېښې ثبت شوې چې د راپور ورکولو له مخکېني پړاو سره پرتله ۸۱ سلنه زیاتوالی ښيي. دا ټول موارد طالبانو ته منسوب شوې او په راپور کې راغلي چې ځينو جذب شویو ماشومانو یوازې دولس کاله عمر درلود. د ملګرو ملتونو د سرمنشي په خبره، په افغانستان کې د ماشومانو پراخ حقونه تر پښو لاندې کېږي، لکه مرګ ژوبله وراړوي، په وسلهوالو ترینګلتیاوو کې استخدامېږي، له جنسي تاوتریخوالي مخ کېږي او بشري مرستو ته له لاسرسي محرومېږي. په راپور کې بېوزلي، ناامني، فرامرزي ترینګلتیاوې او پر ښځو او نجونو لګېدلي محدودیتونه هغه لاملونه بلل شوې چې په افغانستان کې یې د ماشومانو وضعیت نور هم ترینګلی کړی دی.
د ملګرو ملتونو سرمنشي ویلي چې دا راپور د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ له لومړۍ د ۲۰۲۵ کال د ډسمبر تر ۳۱مې پورې موده رانغاړي. په راپور کې راغلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شخړو زیاتوالی پرلپسې پر ماشومانو اغېز کوي. د ګوتېرېش په خبره، پر ښځو او نجونو لګېدلو محدودیتونو د ماشومانو پر هوساینې او خدماتو ته یې پر لاسرسي مستقیمې او نامستقیمې اغېزې لرلې دي.
په دغه راپور کې راغلي چې د ماشومانو له حقونو د جدي سرغړونو د تایید شویو مواردو شمېر ۴ زرو ۵۸۲ ته پورته شوی چې د راپور ورکولو د مخکینۍ دورې پرتله ۳۸ سلنه کموالی ښيي. بیا دې هم دا کمښت په ټول هېواد کې د ماشومانو وضعیت د ښهوالي په توګه نه تعبیرېږي.
د دغه راپور له مخې، د ماشومانو له حقونو ډېرې تایید شوې سرغړونې بشري مرستو ته یې د لاسرسي مخنیوی دی چې د ۱۸۹ سلنې زیاتوالي په پایله کې ۲ زرو ۲۴۱ پېښو ته رسېدلې دي. ورپسې د ماشومانو وژل او معلولېدل راځي چې په ټولیز ډول یو زرو ۴۱۵ ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په راپور کې راغلي چې د ماشومانو د ټولو تلفاتو شاوخوا ۸۰ سلنه د چاودېدونکو توکو له امله رامنځته شوې ده. یوازې تېره اوونۍ درې ماشومان د یوې پخوانۍ پاتې شوې هاوان مرمۍ د چاودنې له امله مړه شوې دي. د ګوتېرېش په خبره، افغانستان لا هم د هغو هېوادونو په کتار کې دی چې پکې د ناچاودېدونکو توکو له امله د تلفاتو کچه خورا لوړه ده.
د دغه راپور په حواله، د ماشومانو له حقونو ډېری تایید شوې سرغړونې طالبانو ته منسوبې شوې او وروسته ناڅرګند عاملان راځي؛ داسې وضعیت چې حساب ورکول یې له ننګونې سره مخ کړی دی.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې او د ماشومانو او وسلهوالو نښتو په چارو کې د سرمنشي ځانګړې استازې وانسا فریزر ویلي: «هیڅ ماشوم دې له دې وېرې سره مخ نه وي چې د ښوونځي انګړ، سړک یا د لوبو میدان یې د ټپي کېدو یا وژل کېدو پر ځای بدل شي. ټولې ښکېلې غاړې دې د ماشومانو د خوندیتوب لپاره ممکن اقدامات وکړي، په استوګنیزو سیمو کې د چاودېدونکو وسلو له کارولو دې ډډه وکړي او د نړیوالو قوانینو په چوکاټ کې دې خپلو تعهداتو ته ژمن وي.»
فریزر زیاته کړې چې د ماشومانو د مخنیوي وړ مرګ ژوبلې د کمولو او د ماین او چاودېدونکو توکو د پاکولو لپاره په سملاسي توګه د بشردوستانه پروګرامونو ملاتړ اړین دی.
په وسلهوالو ترینګلتیاوو کې د ماشومانو استخدام او کارونې ۸۱ سلنې زیاتوالی
په دغه راپور کې راغلي چې په وسلهوالو نښتو او شخړو کې د ماشومانو د استخدام او کارونې پېښې د راپور ورکولو د مخکینۍ دورې پرتله ۸۱ سلنه زیاتې شوې او ۵۵۷ ته رسېدلې دي. دغه راز، ۳۱ ماشومان د ملي امنیت اړوند تورونو یا له وسلهوالو ډلو سره د ادعا شویو اړیکو په تور نیول شوې دي. دا شمېر د نیول شویو ماشومانو واقعي هغه نه ښيي؛ ځکه په ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونو کې توقیف ځایونو ته د لاسرسي محدودیتونو د دغو پېښو د کرهوالي د ارزونې مخه نیولې ده.
فریزر له طالب چارواکو غوښتي چې ملګرو ملتونو ته د ماشومانو د خوندیتوب لپاره، توقیف ځایونو ته د بېخنډه لاسرسي لاره چاره برابره کړي.
پر نجونو ښوونیز او ټولنیز محدودیتونه
نجونې په ځانګړې توګه پر خپلو حقونو لکه له شپږم ټولګي پورته ښوونځيو کې د لګېدلي بندیز په څېر محدودیتونو له زیاتېدو زیانمنې شوې دي. دغه راز، پر بشردوستانه بنسټونو او د ملګرو ملتونو د ښځینه کارکوونکو پر فعالیتونو لګول شویو محدودیتونه، لکه کارځایونو او اداري ودانیو ته پر ورتګ بندیز او د «امر بالمعروف او نهی عن المنکر» په قانون کې راغلي محدودیتونه چې د ۲۰۲۴ کال په اګست کې خپور شوی، د ښځو او ماشومانو لپاره د حیاتي خدماتو د وړاندې کولو بهیر له ننګونو سره مخ کړی دی.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې ویلي: «په افغانستان کې د جګړې بیه د هغو ماشومانو په ژوند سنجول کېږي چې ماشومتوب یې ګډوډ شوی او د هغو نجونو په محرومیت چې له فرصتونو بېبرخې پاتې دي.»
نوموړې له طالب چارواکو غوښتي هغه قوانین او تګلارې لغوه کړي چې ښځې او نجونې له خپلو حقونو او په ټولنیز ژوند کې له ګډونه بې برخې کوي. په دې غوښتنه کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون او دغه راز هغه پرېکړه شامله ده چې په کورنیو او نړیوالو نادولتي بنسټونو او ملګرو ملتونو کې یې د افغان ښځو پر کار سخت محدودیتونه لګولي دي.
د لږکېو د ماشومانو زیانمتیا او د جنسي تاوتریخوالي دوام
د دغه راپور پر بنسټ، ښايي د لږکیو ټولنو اړوند ماشومان زدهکړو، ملاتړ او بنسټیزو خدماتو ته د لاسرسي په برخه کې له ډېرو خنډونو سره مخ وي. په راپور کې ټینګار شوی چې ډاډ دې ترلاسه شي، ټول ماشومان له تبعیض او د شالید له پام کې نیولو پرته، له خپلو ټولو حقونو برخمن وي.
په راپور کې ټینګار شوی چې د ماشومانو پر وړاندې جنسي تاوتریخوالی لا هم د جدي اندېښنې وړ دی. د ارزول شوې مودې په ترڅ کې پر ماشومانو د جنسي تاوتریخوالي ۲۴ پېښې تایید شوې دي. بیا هم د راپور ورکولو پر وړاندې خنډونو، ټولنیزه بدنامي، له غچ اخیستو وېره او زیانمنوونکي ټولنیز دودونه د دې لامل شوي چې د دغو پېښو ګڼې یې راپور نه شي.
په راپور کې راغلي چې پر «بچهبازۍ» بندیز دې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون له مخې بشپړ عملي شي. دغه راز، پر ښوونځیو او روغتونونو بریدونه لا هم په لوړه کچه پاتې دي او د ارزول شوې مودې په ترڅ کې پرې ۳۳۸ بریدونه تایید شوي دي.
د نړیوالې ټولنې د بېړني ملاتړ اړتیا
د ملګرو ملتونو سرمنشي ویلي چې د راپور ورکولو په موده کې د افغانستان په شمالي او شمال ختیځو سیمو کې ۵۷۶ هلکان د طالبانو له لیکو ازاد او په ټولنه کې د بېرته ادغام په پروګرامونو کې شامل شوې دي. دا ګام د طالبانو د دفاع وزارت د هغه امر له مخې پورته شوی چې په پوځ کې یې د ماشومانو استخدام منع کړی دی. په راپور کې له طالبانو غوښتل شوي چې د ماشوم تعریف د ماشوم د حقونو له کنوانسیون سره سم کړي چې افغانستان یې غړیتوب لري.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې ویلي: «د هرې احصایې تر شا یو ماشوم دی چې ژوند یې د تل لپاره بدل شوی دی. نن د ماشومانو د خوندیتوب لپاره په ګډ کار کولو سره د افغانستان لپاره د سولهییزې او هیلهبښونکې سبا زمینه برابروو.»
په افغانستان کې د جنسیت له مخې د ماشومانو له حقونو د جدي سرغړونو شمېر
په دغه راپور کې ټینګار شوی چې د راپور ورکولو په موده کې ۴۴۶ ماشومان وژل او ۹۶۹ نور ټپیان شوي دي. په دې شمېرو کې یو زرو ۹۴ هلکان، ۳۱۰ نجونې او ۱۱ هغه ماشومان دي چې جنسیت یې څرګند نه دی. په راپور کې راغلي چې طالبانو ۵۵۷ ماشومان استخدام کړي یا یې ترې ګټه اخیستې چې ځینې یې ان ۱۲ کلن و.
د راپور په حواله، پر ۲۴ ماشومانو د جنسي تېري ۲۴ پېښې ثبت شوې چې پکې اته هلکان او ۱۶ نجونې دي. دغه راز، اووه ماشومان چې دوه یې هلکان او پنځه یې نجونې دي، تښتول شوې او دا ټول موارد طالبانو ته منسوب شوې دي.
په راپور کې پر ښوونځیو او روغتونونو د بریدونو ۳۳۸ پېښې هم ثبت شوې چې پکې ۱۶۳ بریدونه پر ښوونځیو او ۱۷۵ نور پر روغتونونو شوې دي. سربېره پر دې، بشري مرستو ته د لاسرسي د مخنیوي ۲ زره او ۲۴۱ پېښې هم ثبت شوې دي.
مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم په خپل راپور کې ویلي و چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې انساني قاچاق، په ځانګړې توګه د ماشومانو قاچاق او استثمار، لا دوام لري. په راپور کې راغلي چې طالبانو هغه ماشومان نیولي چې په سړکونو کې سوال کوي، بې له دې چې د انسانانو د قاچاق نښې وڅېړي او په توقیفځایونو کې یې له لویانو سره یوځای ساتلې دي.





