د کابل یو شمېر اوسېدونکي په دې ښار کې د سړک جوړونې پروژو د پلي کېدو له ځنډ او د ځینو سړکونو له نیمګړي پاتې کېدو شکایت کوي. دوی وايي، د دغو پروژو په بشپړېدو کې ځنډ او د تګ راتګ د لارو تړل کېدو د خلکو ورځنی ژوند له ستونزو سره مخ کړی دی. د دوی په وینا، د اصلي لارو تړل کېدو موټرونه اړ کړي چې له فرعي او اوږدو لارو تګ راتګ وکړي، چې له امله یې د ښار په بېلابېلو برخو کې ترافیکي ګڼه ګوڼه زیاته شوې ده. د کابل اوسېدونکي زیاتوي چې د کار پرلهپسې درېدل او د پخوانیو پروژو له بشپړېدو مخکې د نویو پروژو پیلولو هم ستونزې ډېرې کړې دي. دوی خبرداری ورکوي چې د ژمي موسم په رارسېدو او د بارانونو په پیلېدو سره به د نیمګړو سړکونو وضعیت او په ښار کې تګ راتګ لا ستونزمن شي.
د کابل اوسېدونکي د طالبانو تر کنټرول لاندې له کابل ښاروالۍ غواړي چې د پروژو د پلي کېدو بهیر چټک کړي او د ژمنیو بارانونو له پیل مخکې نیمګړې برخې بشپړې کړي.
په کابل کې د یوه خصوصي بنسټ کارکوونکی احسان وايي، د سړک جوړونې د پروژو نیمګړي پاتې کېدو او د اصلي لارو تړل کېدو یې ورځنی تګ راتګ سخت کړی دی. هغه زیاتوي چې د ځینو لارو د تړل کېدو له امله موټرونه اړ دي له اوږدو لارو تګ راتګ وکړي، چې له همدې امله دی ډېر وخت په لاره کې تېروي او خپل کاري ځای ته ناوخته رسېږي.
احسان وايي: «زموږ له کوره د شهید څلورلارې پر لور لاره ډېره تړل شوې ده او موټرونه اړ دي چې له لېرې لارو تګ راتګ وکړي. له همدې امله، موټرونه تمځای ته ناوخته رسېږي او کله چې ورسېږي، مسافر د سپرېدو لپاره پرې ورمات شي. په پایله کې موږ هره ورځ خپل کاري ځای ته ناوخته رسېږو.»
د کابل یو بل اوسېدونکی سردار وايي، د سړک جوړونې پروژو د کار ورو بهیر او د کار پرلهپسې درېدل د دې لامل شوي چې ځینې لارې د اوږدې مودې لپاره نیمګړې پاتې شي. هغه زیاتوي چې په ځینو پروژو کې د سړک جوړونې چارې پړاو په پړاو پر مخ ځي؛ د یوې برخې له بشپړېدو وروسته کار درېږي او نورې برخې د یوې مودې لپاره نیمګړې پاتې کېږي. د سردار په وینا، په تېرو نږدې دوو کلونو کې د دې وضعیت دوام د خلکو تګ راتګ سخت کړی او د پروژو د پلي کېدو بهیر یې ستړی کوونکی کړی دی.
دغه ځوان وايي: «نږدې دوه کاله کېږي چې د سړک یوه خوا جوړه شوې، خو بله خوا یې لا هم نیمګړې پاتې ده. کله ناکله د سړک یوه برخه کریړ کوي او وروسته کار درېږي. تر څه مودې وروسته د سړک بله برخه کریړ کوي او بیا کار درېږي. د دې پروژې کار نږدې دوه کاله کېږي چې روان دی او خلک د دې وضعیت له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي.»
د کابل یو بل اوسېدونکی سیدآغا وايي، د سړکونو، پلونو او پلچکونو په ګډون د بنسټیزو پروژو نیمګړي پاتې کېدو د خلکو تګ راتګ او د توکو لېږد رالېږد ګډوډ کړی دی. هغه زیاتوي چې د ژمي په موسم کې د دغو پروژو دوام ښايي له لا ډېرو ستونزو سره مل وي او د ودانیزو توکو د لېږد بهیر او لګښتونه هم زیات شي.
د کابل دغه اوسېدونکی وايي: «هغه پروژې چې نیمګړې پاتې کېږي، که سړک وي، که پل او یا پلچک، د خلکو په تګ راتګ، د توکو په لېږد رالېږد او ترافیکي بهیر کې ګډوډي رامنځته کوي. زموږ غوښتنه دا ده چې خپلې پروژې د ژمي له رارسېدو مخکې بشپړې کړي. که پوهېږي چې یوه پروژه پر خپل وخت نه شي بشپړولای، باید د هغې د پلي کېدو وخت داسې تنظیم کړي چې له واورې او باران سره مخ نه شي؛ ځکه په ژمي کې د سمنټو په څېر د لومړنیو توکو بیې لوړېږي او لېږد یې هم ستونزمنېږي.»
د کابل یو بل اوسېدونکی هاشم وايي، په ځینو سیمو کې د سړک جوړولو د نیمګړو پروژو له امله، د لارو د تړل کېدو ترڅنګ ترافیکي ګڼه ګوڼه او دوړې هم زیاتې شوې دي. هغه زیاتوي چې د برکي سړک د جوړولو چارې ټکنۍ روانې دي او د کار دوام یې د ښاریانو تګ راتګ له ستونزو سره مخ کړی دی. د هاشم په وینا، د کابل ـ جلالاباد سړک د جوړولو پروژه چې ټاکل شوې وه په دوو کلونو کې بشپړه شي، اوس درېیم کال ته رسېدلې ده، خو لا هم نه ده بشپړه شوې. هغه وايي، د دغو پروژو له امله د رامنځته شوې ګڼې ګوڼې له امله کله ناکله دوه تر درې ساعته ډېر وخت په لاره کې تېروي.
هاشم وايي: «په ځینو ځایونو کې د سړک جوړونې له امله کورونه نړول شوي او لارې هم تړل شوې دي. په پایله کې، ګڼه ګوڼه او دوړې ډېرې شوې او خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي. د برکي سړک د جوړولو چارې ډېرې ورو روانې دي او د ګڼه ګوڼې لامل شوې دي. د کابل ـ جلالاباد سړک پروژه هم ټاکل شوې وه چې په دوو کلونو کې بشپړه شي، خو اوس درېیم کال دی او لا هم نه ده بشپړه شوې. زما په اند، ښايي د راتلونکي ژمي تر رارسېدو پورې هم بشپړه نه شي. د همدې لارې د بندښت له امله کله ناکله له معموله دوه تر درې ساعته ډېر په لاره کې پاتې کېږم او تګ راتګ راته ډېر ستونزمن شوی دی.»






