۸صبح، کابل: طالبانو اعلان کړی چې ۱۲۸ کورنۍ چې ټولټال ۵۷۵ کسان کېږي، پرون په جبري توګه افغانستان ته راستنې شوې دي.
د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت چهارشنبه د لړم پر ۲۰مه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ۴۶ کورنۍ چې ۲۲۸ کسان کېږي، د ننګرهار د تورخم له لارې هېواد ته راستنې شوې دي.
د دې خبرپاڼې له مخې، ۳۲ کورنۍ چې ۱۷۲ کسان کېږي، د کندهار د سپین بولدک له لارې او ۳۱ کورنۍ چې ۱۱۵ کسان کېږي، د نیمروز د ورېښمو پله له لارې هېواد ته راغلې دي.
دغه راز، ۱۹ نورې کورنۍ چې ۶۰ کسان کېږي، د هرات د اسلامکلا له لارې افغانستان ته راستنې شوې دي.






