۸صبح، کابل: د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړی استازی ریچارډ لیندسي وايي، د افغانستان راتلونکی ثبات او هوساینه په ټولنه کې د ښځو په بشپړ ګډون پورې تړلې ده.
هغه دا څرګندونې سه شنبه د لړم پر ۱۹مه، افغان ښځو ته د ۲۰۲۶ کال د چتم هاوس جایزې د ورکړې په مناسبت کړې دي.
لیندسي د دې جایزې د ګټلو له امله افغان ښځو ته مبارکي ویلې او په ټولنه کې یې د هغوی بشپړ ګډون د هېواد د راتلونکي ثبات او هوساینې لپاره اړین بللی دی.
د افغان ښځو د حقونو یو شمېر فعالانو د دوشنبې پر شپه د جنسیتي ځپنې پر وړاندې د درېدو له امله د ۲۰۲۶ کال د چتم هاوس جایزه ترلاسه کړه.
دا جایزه هر کال هغو کسانو یا سازمانونو ته ورکول کېږي چې د چتم هاوس د غړو په اند، د نړیوالو اړیکو په ښه والي کې اغېزناک رول لري.
دا جایزه د بریتانیا پخوانۍ لومړۍ وزیرې او د چتم هاوس اوسنۍ مشرې تېرېزا مې له لوري ورکړل شوه.






