۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا له افغانستان سره د ډنمارک د ۲.۸ میلیونه ډالرو مرستې خبر ورکړی دی.
نوموړي دفتر سهشنبه د سلواغې پر ۲مه، له افغان ولس سره د ډنمارک له نوې بشرپاله مرستې ستاینه کړې ده.
اوچا ټینګار کړی چې دا مرستې به اړمنو خلکو ته د پاملرنې لپاره د دوی وړتیا لوړه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د ناروې د کډوالو شورا سرمنشي جان ایګلند افغانستان ته د خپل سفر پرمهال ویلي و چې نړیوالې ټولنې د افغانانو بشري ناورین له پامه غورځولی دی.
بل خوا اوچا څرګنده کړې وه چې د ۲۰۲۵ پرمهال به په افغانستان کې شاوخوا ۲۲ میلیونه خلک په بشرپاله مرستو ته اړتیا ولري.
د یادونې ده چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو څه باندې درې کاله وروسته، ولس هره ورځ تر بلې بېوزله کېږي.





