۸صبح، کابل: نړیوال بانک ویلي چې په افغانستان کې لوږه او د خوړو ناامني د تېرې لسیزې په پرتله ډېره ناوړه شوې ده.
نوموړي بانک جمعه د مرغومې پر ۲۸مه، د نړۍ اقتصاد په تړاو په خپل یو راپور کې ویلي چې د کافي معلوماتو د نشتوالي له کبله د افغانستان لپاره د اقتصادي ودې وړاندوینې نه وړاندې کېږي.
د راپور پر بنسټ، د افغانستان اقتصاد به له محدودې ودې سره مل وي چې یوه برخه یې د بیو د لوړوالي او کموالي له کبله ملاتړ کېږي.
د دغه بانک په وینا، د بېکارۍ کچه به لا هم لوړه پاتې وي.
نړیوال بانک ټینګار کړی چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي له امله رامنځته شوي اقتصادي زیانونه خورا لوی دي.
د یادونې ده چې له دې مخکې د امریکا لارنس پوهنتون ویلي و چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، شاوخوا ۹۰ سلنه افغانان له لوږې سره مخ شوي دي.





