۸صبح، هرات: په هرات کې ځايي طالب چارواکي وايي چې له ایران څخه د افغان کډوالو د ویستلو لړۍ چټکه شوې او دا هېواد قانوني او پاسپورت لرونکي کسان هم شړي.
د اسلامکلا بندر کمیسار حضرتالله زعیم پنجشنبه د وږي پر ۸مه ویلي چې د ورځې له درېیو زرو تر درېیو زرو او ۵۰۰ کسان هېواد ته راستنېږي چې په وینا یې، ډېری په جبري توګه شړل کېږي.
د نوموړي په خبره، ایران د ورځې له ۵۰ تر ۶۰ افغانان چې هلته د اوسېدو لپاره قانوني اسناد هم لري، شړي.
په دې وروستیو ورځو کې له ایرانه د افغان کډوالو د ویستلو لړۍ چټکه شوې ده.
له دې وړاندې په نیمروز کې هم طالب چارواکو ویلي و چې ایران اسناد لرونکي افغانان هم راشړي.





