۸صبح، کابل: د طالبانو د مالیې وزارت ایران ته د دې ډلې د مالیې وزیر محمد ناصر آخوند د سفر خبر ورکړی دی.
دغه وزارت شنبه د لړم پر ۲۳مه، اعلان کړی چې دا سفر د ایران د کرنې وزیر په رسمي بلنه شوی دی.
د طالبانو په وینا، ناصر آخوند به د دغه سفر په لړ کې له ایراني چارواکو سره د اقتصادي، سوداګریزو او ګمرکي موضوعاتو په اړه خبرې اترې وکړي.
همداراز، ټاکل شوې چې په دې سفر کې د طالبانو او ایران د ګډ اقتصادي کمېسیون د غونډې اړوند مهم موضوعات هم وڅېړل شي.






