د سرپل ولایت د ګوسفندي ولسوالۍ ځايي سرچینې وايي، د طالبانو ځايي چارواکي د دوکانونو د مهرولاک کولو او د کسبګرو د مالونو د سوځولو په ګواښ سره هغوی اړ باسي چې د دې ولسوالۍ په څنډه کې نوي جوړ شوي ښارګوټي ته ولاړ شي او هلته دوکانونه وپېري. د دغو سرچینو په وینا، دغه ښارګوټی په اصل کې یوه خصوصي استوګنیزه پروژه وه او دا موضوع چې څنګه پر سوداګریز ښارګوټي بدل شوی او د خلکو ځمکې ځانګړو کسانو ته سپارل شوې دي، له جدي پوښتنو سره مخ شوې ده.
سرچینې وايي، د ګوسفندي ولسوالۍ د ښارګوټي د جوړولو طرحه د پخواني حکومت پر مهال پیل شوې وه. هغه مهال یوه ودانیز شرکت غوښتل دغه ښارګوټی د خلکو پر شخصي ځمکو جوړ کړي؛ خو د یو شمېر ځمکوالو د مخالفت او د سیمې د اوسېدونکو د نه لېوالتیا له امله دغه طرحه وځنډېده.
د یوې سرچینې په وینا، هغه مهال د هغه وخت د ګوسفندي ولسوالۍ د ښاروال په ګډون یو شمېر کسانو داسې تبلیغات کول چې ګواکې دغه پروژه په ښارجوړولو وزارت کې د یوه سوداګریز ښار په توګه ثبت شوې ده.
دغه سرچینه ادعا کوي چې یو شمېرمخورو کسانو د خلکو له شخصي ځمکو لسګونه دوکانونه د ځان لپاره په پام کې نیولي وو او له ځمکوالو سره یې ژمنه کړې وه چې دې سیمې ته د بازار په لېږدولو سره به د یوه دوکان ارزښت د هغوی د ټولو کرنیزو ځمکو له ټول ارزښته څو برابره لوړ شي. د سرچینې په وینا، د پخواني حکومت له سقوط او د طالبانو په بیا واکمنېدو سره د دې پروژې د پلي کېدو بهیر ودرېد او تر تېر کال پورې یې د عملي کېدو په اړه هېڅ خبر نه و.
خو ځايي سرچینې ادعا کوي چې تېر کال مولوي ناصر نومي کس د یوه جهادي مدرسې د جوړولو په نوم او په دې ادعا سره چې د طالبانو د مشر هبتالله اخوندزاده امر یې ترلاسه کړی، د خلکو شاوخوا اته جریبه شخصي ځمکه د خپل زوی په نوم قباله کړې ده. د دغو سرچینو په وینا، د خلکو یو شمېر سوداګریزې نومرې هم ځانګړو کسانو ته سپارل شوې دي.
سرچینې همداراز ادعا کوي چې په ګوسفندي کې د طالبانو ولسوال داملا شیرمحمد له دې بهیر سره ملګری شوی او داملا یاسین چې د هغه له نږدې کسانو دی، د دې ولسوالۍ د ښاروال په توګه ګومارل شوی دی.
اوسنی بازار؛ د طالبانو د ځايي چارواکو د عوایدو مهمه سرچینه
سرچینې وايي، په ګوسفندي ولسوالۍ کې د طالبانو ځايي چارواکي په داسې حال کې نوي بازار ته د دوکانونو پر لېږد ټینګار کوي چې اوسنی بازار له کلونو راهیسې د پېر او پلور او د دې ولسوالۍ د اوسېدونکو د اقتصادي اړتیاوو د برابرولو اصلي مرکز دی.
د ځايي سرچینو په وینا، په ۱۳۹۵ لمریز کال کې د ګوسفندي په سیمه کې د یوه سوداګریز ښار د جوړولو طرحه په ښارجوړولو وزارت کې ثبت شوې وه؛ خو د سیاسي اختلافونو او د هغه وخت د مسوولانو ترمنځ د شخړو له امله عملي نه شوه.
د سرچینو د څرګندونو له مخې، د ګوسفندي په اوسني بازار کې شاوخوا ۶۰۰ فعال دوکانونه شته چې نږدې ۴۰۰ یې د بازار په مناسبو ځایونو کې د دولت ملکیت دي. د دغو دوکانونو کرایه د طالبانو د ښاروالۍ د مدیریت له خوا راټولېږي او د دې ډلې عوایدو ته ورزیاتېږي. د ښاروالۍ د کارکوونکو د معاشونو یوه برخه هم له همدې عوایدو ورکول کېږي.
پر دې سربېره، د ښاروالۍ، اطلاعاتو او کلتور او حج او اوقاف ادارو په ګډون د طالبانو تر واک لاندې دولتي ادارې په دې بازار کې ملکیتونه لري چې په هغو کې د جوړو شویو دوکانونو له لارې عواید ترلاسه کوي.
یوه ځايي سرچینه وايي، د ګوسفندي د بازار کلني عواید شاوخوا اووه میلیونه افغانۍ دي او که بازار پراخ او سوداګریزې پروژې بشپړې شي، دا اندازه ښايي شاوخوا لس میلیونه افغانیو ته لوړه شي.
دغه سرچینه زیاتوي، د دوه پوړیز سوداګریز مارکېټ د جوړولو طرحه د ۱۰۸ دوکانونه په ظرفیت سره د مخکیني حکومت پرمهال هم منظور شوې وه. د هغه په وینا، یوه ودانیز شرکت د دغه مارکېټ د جوړولو لپاره د طالبانو له ښارجوړولو وزارته هم جواز ترلاسه کړی، خو د یو شمېر مخورو کسانو د لاسوهنې له امله یې د جوړولو چارې ځنډېدلې دي.
د دوکانونو پلورل او پر هټیوالو اقتصادي فشار
ځايي سرچینې وايي، د طالبانو د واکمنۍ پر مهال پر دولتي ځمکو شاوخوا ۳۰۰ دوکانونه جوړ شوي او د هر دوکان د سرقفلۍ حق په شاوخوا ۳۰۰ زره افغانیو کسبګرو ته سپارل شوی دی. د دوی په وینا، دغه دوکانونه څو ځله نړول شوي او بېرته جوړ شوي او په وروستي پړاو کې په پخه او معیاري بڼه رغول شوي دي.
دغه سرچینې ټینګار کوي چې د خلکو اقتصادي وضعیت خراب دی او د دې ولسوالۍ ډېری اوسېدونکي ان د لس زره افغانیو د ورکړې وس هم نه لري؛ نو څنګه کولای شي په پنځو کلونو کې څو ځله له طالبانو دوکانونه واخلي؟ د سرچینو په وینا، په ایران کې د کار له لارې ترلاسه کېدونکي عواید، چې د یو شمېر کورنیو د ژوند د لګښتونو د برابرولو مهمه سرچینه وه، اوس په شدیده توګه کم شوي دي. په داسې شرایطو کې د هټیوالو جبري لېږد او په نوي بازار کې د دوکان اخیستو ته د هغوی اړ ایستل ښايي پر خلکو لا ډېر اقتصادي فشار راولي.
د دوکانونو د مهرولاک کولو او د مالونو د سوځولو ګواښ
سرچینې وايي، د طالبانو د ښاروالۍ، ولسوالۍ او د دې ډلې د علماوو شورا له استازو جوړ پلاوي هره ورځ دوکانونو ته ورځي او هټیوالو ته خبرداری ورکوي چې باید بازار پرېږدي او په نوي ښارګوټي کې دوکان وپېري. د دوی په وینا، هغو هټیوالو ته چې لېږد ته غاړه نه ږدي، خبرداری ورکړل شوی چې دوکانونه به یې مهرولاک او مالونه به یې وسوځول شي.
دا په داسې حال کې ده چې هټیوال وايي، په نوي ښارګوټي کې د دوکان اخیستو مالي توان نه لري او د ولسوالۍ له مرکزه لېرې سیمې ته د بازار لېږد ښايي د دوی پېرودونکي او کاري فرصتونه هم کم کړي.
ځايي سرچینې پوښتنه کوي چې که نوی ښارګوټی یوه رسمي او د ښاري پراختیا په موخه جوړه شوې پروژه وي، نو ولې یې قانوني اسناد، تایید شوې نقشه، د ځمکو د ملکیت اسناد او د دوکانونو د سپارلو څرنګوالی په څرګند ډول د خلکو په واک کې نه ورکول کېږي؟
د ګوسفندي ولسوالۍ اوسېدونکي د نوي ښارګوټي د اسنادو، د ځمکو د قبالو، د دوکانونو د سپارلو د څرنګوالي، د اوسني بازار د عوایدو او د مارکېټ د پروژې د درېدلو د لاملونو د خپلواکې څېړنې غوښتنه کوي. دوی ټینګار کوي چې ښاري پراختیا او د سوداګریزو مرکزونو جوړول باید د خلکو د شتمنیو د له لاسه ورکولو او د سلګونو کورنیو د عاید د سرچینې د له منځه تلو په بیه تمام نه شي.






