د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) خبرداری ورکړی چې په غزه کې د سېلابونو له امله زیانمنو شویو کورنیو ته د ژمي مرستې بسنه نه کوي.
الجزیرې شنبه د نومبر پر ۱۴مه، راپور ورکړی چې یونیسف غزې ته خېمې، پلاستیکي ترپالونه او د ماشومانو لپاره د ژمنیو جامو بستې لېږي.
خو په فلسطین کې د یونیسف د اړیکو مسوول ټوبي فریکر ویلي چې دغه مرستې باید په پراخه کچه برابرې شي.
هغه ویلي چې له ۲۲۰ زرو ډېر کسان د سېلابونو له امله زیانمن شوي او د ډېرو هغو کسانو لنډمهالي سرپناهځایونه ویجاړ شوي دي.
د یونیسف دغه چارواکي خبرداری ورکړی چې شاوخوا څلور زره ودانۍ د نړېدو له ګواښ سره مخ دي.
فریکر ټینګار کړی چې خلک باید په لا پیاوړو او خوندي سرپناهځایونو کې ژوند وکړي؛ ځکه دا څلورم ژمی دی چې دوی یې په کړکیچنو شرایطو کې تېروي.
هغه زیاته کړې چې شاوخوا ۴۰۰ زره کسان په هغو سیمو کې ژوند کوي چې له خورا لوړ خطر سره مخ دي او نیمايي یې ماشومان دي.






