په افغانستان کې اوږدمهاله جګړې د دې لامل شوي چې د هېواد لرې پرتې سیمې د پرمختګ له بهیره بې برخې شي او خلک یې د ګڼو ننګونو او ستونزو ترمنځ ژوند وکړي. په وروستیو کلونو کې د هېواد ناوړه اقتصادي وضعیت، د طالبانو بې غورۍ، اقليمي بدلونونو او شدیدې وچکالۍ د هېوادوالو د ژوند ستونزې لا پسې ډېرې کړې دي. یو وخت د هېواد په سوېل کې پروت ارزګان د جګړې د ډګرونو لومړۍ کرښه ولایت ګڼل کېده او اوسیدونکو یې څو لسيزې جګړې تجربه کړې دي.
د ارزګان د اوسیدونکو په وینا، د جګړو له کبله په سیمو کې هېڅ رغنیزې پروژې نه دي پلي شوي چې روغتیايي مرکزونو ته لاسرسی نه لري او ماشومان یې د زدهکړو له حقه لېرې پاتې شوي دي.
خاص ارزګان، چې یوه ګڼ نفوسه ولسوالي ګڼل کېږي، خلک یې شکایت کوي چې د ژوند د لومړنیو خدمتونو څخه بې برخې دي. حسن (مستعار نوم) چې د دې ولسوالۍ اوسیدونکی دی، له ۸صبح سره په خبرو کې وویل: «که څه هم په افغانستان کې د طالبانو درې کاله پوره شوي، خو زموږ د سیمې اوسېدونکي لا هم د هر ډول خدمتونو بې برخې دي.»
هغه زیاته کړې ده: «زمونږ سیمه هېڅ روغتیايي مرکز نه لري او ماشومان یې د زدهکړو له فرصتونو بې برخې دي. په ټوله ولسوالۍ کې یوازې په څو کم شمېر ښوونیزو او روغتیايي مرکزونو کې فعالیت شته.»
اکبري وویل چې د ترينکوټ سره د ولسوالۍ لاره سخته خرابه ده او دوی له پنځو ساعتونو موټر سفر وروسته هم په ستونزو کې تر ترينکوټ پورې ځانونه رسوي. دی وړاندې وايي: «په ټوله ولسوالۍ کې داسې معياري روغتون یا ښوونځي نشته. زموږ اوسېدونکي د ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخ دي. ځینې خلک د ماښام ډوډۍ هم نه لري. که څه هم جګړې موقتي درېدلي دي، باید د خلکو اساسي ستونزو ته رسېدنه وشي.»
د خاص ارزګان ګاونډي ګيزاب ولسوالۍ اوسېدونکي هم ورته ستونزو ته اشاره لري او نیوکه کوي چې تېرو دولتونو او همداراز طالبانو د دوی ستونزو ته هېڅ پاملرنه نه ده کړې. د ګيزاب ولسوالۍ اوسیدونکی سېدحیب (مستعار نوم) وویل: «دلته مخابراتي شبکې، ښوونځي او روغتیايي مرکزونه نه شته. خلک په ټولو برخو کې له ستونزو سره لاس و ګریوان دي.»
د اکبري په وينا، د مرکز ترينکوټ پورې د يادې ولسوالۍ لاره سخته ويجاړه ده او خلکو ته نهه ساعته سفر اړين دی. سېد حبیب وايي چې د دې ولسوالۍ یوه نسل د زدهکړو څخه پاتې شوی دی او که راتلونکي کې د ماشومانو لپاره د زدهکړو زمینه برابره نه شي، نو بل نسل هم د هر ډول زدهکړو څخه محروم پاتې شي.
هغه څرګندوي چې په سیمه کې پر سيندونو پلونه نشته چې د خلکو د تګ راتګ لپاره لویې ستونزې جوړوي. ده په همدې تړاو وویل: «موږ اړتیا لرو چې پلونه، سړکونه او روغتونونه جوړ شي. دلته موږ ته هېڅ ډول امکانات نه رارسېږي. که زموږ سره همکاري وشي، موږ به د خپلو ستونزو د حل لپاره په خپله کورودانی وکړو. تر ترينکوټ پورې موږ نهو ساعته مزل کوو، باید د لویې لارې ستونزو ته زیات پام وشي.»
ورته مهال، د چنارتو ولسوالۍ اوسیدونکي هم د له همدې ستونزو شکایت کوي. د دې ولسوالي یو اوسېدونکی شريف محمد (مستعار نوم) وايي چې د تېرو څو کلونو وچکالۍ د دې ولسوالۍ اوسیدونکي سخت ځپلي دي او تر اوسه په هېڅ برخه کې ورسره مرسته نه ده شوې.
هغه زیاته کړه: «په ولسوالۍ کې معیاري روغتون نشته، او موږ خپل ناروغان تر ساعتونو مزل وروسته ترينکوټ ښار ته وړي» دی غوښتنه کوي چې د شته ستونزو حل ته باید پاملرنه وشي.
شريف محمد وايي: «زموږ په سیمه کې نه روغتیايي مرکز شته، نه ښوونځي، او لاره مو خرابه ده. کله چې په کور کې ناروغ پیدا شي، موږ اړ کېږي چې ترينکوټ ته یې انتقال کړو. موږ په سختو ستونزو کې یو. نه روغتون شته، ښوونځی نشته، او نه مو لارې جوړې دي. موږ غوښتنه کوو چې زموږ ستونزو ته رسېدنه وشي.»
د لومړی ځل نه دی چې د ارزګان اوسېدونکي په دغه ولایت کې د خدمتونو له نشتوالي شکایت کوي. له دې مخکې هم د دغه ولایت اوسېدونکو له ۸صبح ورسره په خبرو کې طالبان پر بې غورۍ تورن کړي وو او په وینا یې، د محروم ارزګان ولس ته د هیچا پاملرنه نشته.
د یادونې ده چې د ارزګان ولسونو د ارزګان-کندهار لارې له خرابوالي هم شکایتونه کړي او په وینا، یې له تېرو څو لسیزو راهیسې دغه لاره نه جوړه شوې. ارزګان مېشتو ویلي و چې د ارزګان-کندهار لویه لارهچې ۱۶۵ کیلومتره اوږدوالی لري، په تېر حکومت کې د دې لارې یوه برخه رغول شوې وه، خو اوس هم یو څه برخه یې کنډو کپر پاتې ده او د خلکو لپاره لویې ستونزې رامنځته کړې دي.
د ارزګان ولایت د افغانستان د مرکزې ولایتونو سره ګډه پوله لري، خو یوازې د کندهار ولایت سره یو تړلی لاره لري چې هره ورځ پرې سلګونه کسان تګ راتګ کوي. د دغې لارې د خرابوالي له امله نه یوازې د مسافرو ژوند په خطر کې دی، بلکې سوداګریز فعالیتونه هم زیانمن شوي دي. د دې حالت د ښه کولو لپاره، خلکو له نړیوالو مرستندویو ادارو څخه غوښتنه کړې چې د ارزګان-کندهار لاره د بیړنیو اقداماتو سره ورغول شي، تر څو د سیمې د خلکو ژوند ښه شي او اقتصادي فعالیتونه عادي حالت ته راوګرځي.





