د هېواد په سوېل کې پروت ولایت ارزګان چې یوازینۍ لویه لاره یې له کندهار ولایت سره تړلې ده، ولس د تېرو څو لسیزو راهیسې د دغې لويې لارې د رغېدو غوښتنه کوي، خو تر اوسه پورې ويجاړه پاتې ده او د رغېدو یې هېڅ نښې نه لیدل کېږي.
خلک وايي چې د ارزګان ولایت زیات صادرات او واردات پر دغې لویې لارې ترسره کېږي، خو اوس مهال د کندهار-ارزګان ترمنځ لویه لاره دومره ويجاړه شوې چې تګ راتګ پرې د بل هر وخت په پرتله ستونزمن شوی دی.
عبدالحبیب، چې د تېرو لسو کلونو راهیسې د کندهار-ارزګان ترمنځ د دغې لویې لارې پر سر موټر چلوي، وايي چې څو لسیزې کېږي چې دا لویه لاره کنډو کپر پاتې ده او تر اوسه پورې یې د رغېدو لپاره هیڅ اقدام نه دی شوی. هغه زیاتوي چې د ورښتونو پر مهال پر دغې لاره تګ راتګ ناشونی وي او ډېر وخت دا لویه لاره د خلکو پرمخ تړل کېږي.
عبدالحبیب د خپلې تجربې په هکله ۸صبح ته وایي: «د ارزګان او کندهار ترمنځ چې کومه لویه لاره شته، ډېره خرابه ده، کنډو کپر ده. کله چې ژمی شي، دا لاره په ورځو ورځو بندېږي او خلک په دې لاره تګ راتګ نه شي کولی. د څو لسیزو راهیسې زموږ خلک د دې لارې د جوړېدو غوښتنه کوي، خو تر اوسه پورې یې رغېدو غوښتنې چا نه دي اورېدلي.»
په ورته وخت کې د دې لارې مسافر هم شکایتونه کوي او وايي چې د لارې د خرابوالي له امله یې ډېر وخت ناروغان په لارو کې ژوند د لاسه ورکوي. زینالله چې کندهار ولایت ته د خپلې ناروغې مور سره د هغې د درملنې لپاره راغلی او اوس غواړي چې بېرته ارزګان ولایت ته ستون شي، له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي: «په فلډر موټر کې مې پنځه ساعتونه پر خامو او کچه لارو تګ وکړ، وروسته توانېدلی یم چې کندهار ولایت ته خپله ناروغه مور راولم. د دغې لارې د دواړو خواوو څخه د یو دربست موټر کرایه د پنځه زره افغانيو نه تر شپږ زره افغانيو پورې رسېږي او خلک په ډېرو ستونزو سره تر خپل ټاکل شوي هدف پورې ځان رسوي.»
زین الله وايي چې د لارې د خرابوالي له امله ډېر وخت مسافر د لارې په اوږدو کې شپې تېروي. هغه زیاتوي: «زما د مور پښه ماته وه، دلته مې کندهار ولایت ته راوړله، په پنځه زره افغانۍ مې یو موټر دربست کړی و. لاره بیخي خرابه شوې ده. یو ځل په جمهوریت کې ژمنې شوې وې چې دغه لاره به ورغول شي، خو ونه رغول شوه. اوس بیا طالبان ژمنې کوي چې موږ دې لاره جوړه کړو، خو تر اوسه یې د جوړېدو هېڅ نښه نده لیدل شوې. پر دې لاره ډیر وخت ناروغان ژوند د لاسه ورکوي، موږ د دې لارې د جوړېدو پرته بل هېڅ نه غواړو.»
د کندهار-ارزګان ولایتونو ترمنځ د لويې لارې وضعیت د دې سیمې خلکو لپاره یوه جدي ننګونه ده. د دې لارې د خرابوالي له امله د تېرې لسیزې راهیسې د لارې د رغېدو غوښتنې او فشارونه زیات شوي، خو تر اوسه پورې هېڅ جدي اقدام نه دی شوی.
حمیدشاه اغا، چې د کندهار-ارزګان پر لویې لارې موټر چلوي، وايي چې د لارې خرابوالي د مسافرو لپاره ګڼې ستونزې رامنځته کړي دي. هغه زیاتوي: «د دې لارې خرابوالی نه یوازې د موټرچلوونکو لپاره ستونزمن دی، بلکې د دې لارو پر موټرو ته د زیان رسېدو لامل هم شوی دی. د لارې د خرابوالي له امله موږ اړ یو چې د مسافرو څخه زیاتې کرایې واخلو، ځکه چې د تګ پر مهال موټرونه ډیرې پرزې ماتېږي.»
هغه وړاندې وايي: «موږ د لارې د خرابوالي له امله د موټرونو پرزې ډیری وخت د کارونې وړ نه پاتې کېږي او د موټرچلوونکو ډیری موټرونه له فعالیت څخه لوېدلي دي. زموږ د ډېرو ملګرو موټرونه د دې لارې د خرابوالي له امله دومره زیانمن شوي چې په بشپړه توګه خراب دي.»
د ارزګان-کندهار لویه لارهچې ۱۶۵ کیلومتره اوږدوالی لري، په تېر حکومت کې د دې لارې یوه برخه رغول شوې وه، خو اوس هم یو څه برخه یې کنډو کپر پاتې ده او د خلکو لپاره لویې ستونزې رامنځته کړې دي.
عبدالهادي په نوم یو مدني چې د ارزګان د لويې لارې په اړه ډېر معلومات لري، وایي: «په تېر جمهوري نظام کې څو ځله حکومت د دې لارې د رغېدو هڅې وکړې، خو د ناامنۍ له امله یې په اساسي توګه د لارې د جوړېدو پروژه بشپړه نه شوه. طالبانو د قراردادونو پرمهال خنډونه جوړ کړل او د قراردادي شرکت فعالیتونه یې محدود کړل.»
د ارزګان ولایت د افغانستان د مرکزې ولایتونو سره ګډه پوله لري، خو یوازې د کندهار ولایت سره یو تړلی لاره لري چې هره ورځ پرې سلګونه کسان تګ راتګ کوي. د دغې لارې د خرابوالي له امله نه یوازې د مسافرو ژوند په خطر کې دی، بلکې سوداګریز فعالیتونه هم زیانمن شوي دي. د دې حالت د ښه کولو لپاره، خلکو له نړیوالو مرستندویو ادارو څخه غوښتنه کړې چې د ارزګان-کندهار لاره د بیړنیو اقداماتو سره ورغول شي، تر څو د سیمې د خلکو ژوند ښه شي او اقتصادي فعالیتونه عادي حالت ته راوګرځي.





