داسې ښکاري چې د طالبانو ډله هوډ لري چې خپل ټول توان په افغاني ټولنه کې د ښځو د څنډې ته کولو او د هغوی د مقام د کمزوري کولو لپاره وکاروي. د ښځو پر وړاندې د دغې ډلې وروستۍ اقدام په کانکور ازموينه له ګډونه د نجونو محرومیت او په واقعیت کې د هغوی پر مخ د پوهنتونونو د دروازو تړل دي او ښکاره ده، چې دا به په دې برخه کې وروستۍ ګام نه وي.
په هېواد کې دننه او بهر ډېر خلک پوښتي چې طالبان ولې دا ډول غیر منطقي کارونه کوي. هغه اقدامات چې نن ورځ تر بل هر وخت ډیر د انسانیت ضد او غیر اخلاقي دي. دې پوښتنې ته بېلابېل ځوابونه ورکول کېږي، د طالبانو له خپل منځي اختلافاتو، د هغوی د امیرالمومنین تر افراطي او سخت دریځي چلنده، د پاکستان د استخباراتو تر نفوذ او د افراط پالنې پرسر له داعش سره تر سیالۍ پورې. ښايي هر یو یاد شوی ځواب د یوه پیچلي واقعیت ځینو ټکو ته اشاره وکړي، خو یو ځواب یې د طالبانو د «نړۍ لید» او په هغه کې د ښځو مقام دی. معمولاً، هر نړۍ لید پر دریو بنسټیزو ستنو ولاړ دی: انسان، نړۍ او د نړۍ اخوا. د دین په ژبه کې د نړۍ ماورا ته « عالم الغیب» وایي او د فلسفې په ژبه کې بیا ورته «متافیزیک» ویل کیږي، چې خدای، پرښتې، روحونه او د مجرداتو نړۍ پکې شامله ده. د طالبانو او نورو مذهبي افراطيانو په نړۍ کې يو انسان په خپل ذات کې هېڅ ارزښت او حيثيت نه لري او هغه څه چې ورته ارزښت ورکوي هغه نور عوامل دي لکه مذهبي عقيده، ګوندي تمايل، توکمیزې رېښې او داسې نور.
کله چې تر رنسانسه وروسته هیومانیزم یا انسان پالنه رامنځته شوه، په نننۍ نړۍ کې یوه مقوله له نورو صفتونو او نسبتونو پرته د انساني پر ذاتي ارزښت ټينګار و. هیومانیزم ټینګار درلود، چې انسان د نارینه توب او ښځینه توپ، د مسلمان او غیر مسلمان او د تور او سپین تر منځ له توپیر پرته، چې هر یو یې د انسانانو تر منځ د تبعیض او بې عدالتۍ بنسټ کېدای شي، د داسې ذاتي ارزښت لرونکی دی چې یوازې په انسان توب ترلاسه کیږي.د دې نظريې له مخې انسان د کرامت، حقوقو او د وړ مقام د لرلو لپاره له انسان توب پرته نورو عواملو ته اړتيا نه لري. انسانیت ورته کافي دی چې له ټولو یادو شویو امتیازاتو برخمن شي، په بله وینا دا ټول له انسان سره پیدا شوي دي، نه دا چې څوک یې هغه ته ورکړي او کله چې وغواړي بېرته یې ترې واخلي. د بشري حقونو اعلامیه د همدې لیدلوري پربنسټ ولاړه ده.
که څه هم دا نظر ظاهراً د فلسفي خوځښتونو محصول دی، خو له اره د مذهبونو له روح سره اړخ لګوي او لږ تر لږه د مسلمانانو په منځ کې د دې ثابتولو لپاره ډېرې نظري هڅې شوې دي چې دين د انسانانو تر منځ له بې عدالتۍ او نابرابرۍ سره موافق نه دی او دا چې د انسان ذاتي کرامت له انسانیت ور اخوا له هېڅ شي سره تړلی نه دی.
طالبان او نورې افراطي ډلې د انسان په تړاو دا ډول نظر نه لري او هغه انسانان چې له دې ډلې سره همفکره او همتوکمه نه وي، له کرامت او انساني ارزښته بې برخې ګڼي. د هغوی له نظره نه مسلمانان او غیر مسلمان، نه شیعه او سني، نه نارینه او ښځینه او نه د دوی همتوکمي له نورو توکمونو سره برابر دي، له همدې امله یوه له هغو مبارزو چې تر دې وروسته خلک ورته اړتیا لري، ملا وتړي، د دغه غیر انساني لیدلوري ننګول دي. هغه څه چې نن ورځ او ان له ډیرو پخوا کلونو راهیسې په خطر کې دي، انسانیت دی، نه مذهب، توکم، کلتور یا کوم بل انتزاعي څه، او نن یې باید دفاع ته ملا وتړل شي. د دې ټولنې د ښځو پر وړاندې تبعیض به له منځه ولاړ نه شي، خو دا چې له کوم مختاړي او وروستاړي پرته یوازې انسانیت د کرامت، پت او د حقونو د خوندېتوب بنسټ وي.