• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۲ لړم ۱۴۰۵ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د استانبول د غونډې په اړه نهیلي؛ د دوحې بهیر بیا راژوندی کېږي؟

لیکوال: حسیب بهش، ژباړن: م. ظ. صمیم

 لیکوال: حسیب بهش، ژباړن: م. ظ. صمیم لیکوال: حسیب بهش، ژباړن: م. ظ. صمیم
۱۳ غويی/ثور ۱۴۰۰ - ۳ مې ۲۰۲۱ [t_time:1620060519]

که څه هم ښايي له روژې وروسته د استانبول ناسته ترسره شي، خو په دغه بهیر کې یو شمېر ښکیلې سرچینې جوتوي چې ټول لوري ددې ناستې له پایلو نهیلي شوي او ښايي چې دا غونډه هېڅ جوړه نه شي. د سرچینو په وینا، ددغې ناستې پرلپسې ځنډېدل د افغانستان د سولې په بهیر کې د ښکېلو لوریو رول ته زیان رسولی دی. خو له دوحې څخه ځینې سرچینې وايي چې طالبان له اوسني بهیره، په تېره بیا د بهرنیو ځواکونو په وتلو کې د ځنډ او د امریکايي پلاوي په جوړښت کې د توپیر په اړه سخت ناراضه دي. په دې توګه د ملګروملتونو سازمان او قطر په اوسني وخت کې د دولت او طالبانو له مرکچي پلاویو سره غیررسمي خبرو اترو ته دوام ورکړی چې د دوحې د سولې بهیر بیا پيل کړي، په دې توګه چې دا مذاکرات په هر ډول شرایطو کې دوام وکړي. دا په داسې حال کې دي چې د طالبانو ډلې د مرکچي پلاوي د رییس په مشرۍ یو پلاوی پاکستان ته تللی او ټاکل شوې د روژې میاشتې په پای کې دوحې ته ستون شي. له بلې خوا، سرچینې وايي چې ټاکل شوې د افغانستان د سولې لپاره امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم قطر ته سفر وکړي.
د امریکايي ځواکونو د وتلو د وخت اعلان ددې لامل شوی چې د استانبول غونډې په اړه هېلې او امیدونه په نهیلۍ بدل شي. د افغانستان د سولې په بهیر کې سرچینې وايي چې طالبان تراوسه په دغه ناسته کې د ګډون لپاره نه دي چمتو شوي او هېڅ ډول شین څراغ یې نه دی ښودلی. له همدې امله، سرچینې وايي چې د استانبول غونډې د جوړېدو احتمال کم دی. له بلې خوا ویل شوي چې د دې ناستې په جوړېدو کې پرلپسې ځنډ د افغان سولې په بهیر کې د ښکېلو لوریو په تېره بیا د ملګروملتونو سازمان، امریکا او ترکیې حیثیت ته زیان رسولی دی. په دې توګه ټول لوري اوسمهال د دې ناستې په اړه نهیلي شوي دي.
له بله پلوه، په دوحه کې ځینې سرچینې وايي چې طالبان له اوسني بهیره سخت ناراضه دي. د طالبانو د نارضایتۍ لامل د بهرنیو ځواکونو په وتلو کې د ځنډ ترڅنګ، د امریکا د لېږل شوي پلاوي په جوړښت کې توپیر دی؛ ځکه دا ډله باوري ده چې باید دواړو لوریو ته په یوه کچه وکتل شي، په دې توګه چې که د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزیران کابل ته سفر کوي، په هماغه کچه پلاوی باید دوحې ته هم سفر وکړي او دوحې ته د خلیلزاد په مشرۍ پلاوي ورتګ د طالبانو لپاره کافي نه دی. له بلې خوا ددغو سرچینو په وینا، د ملګروملتونو سازمان او قطر اوسمهال د افغان دولت او طالبانو له پلاویو سره د غیررسمي خبرو په حال کې دي او ټاکل شوې د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم دوحې ته سفر وکړي.
خو دغه سرچینې زیاتوي چې طالبان بین الافغاني خبرو ته دوام ورکوي او ښايي چې د استانبول ناسته هم ترسره شي. په عین حال کې ویل کېږي چې دا ناسته به کومه پایله ونه لري؛ ځکه طالبان ترجیح ورکوي چې جګړې ته زور ورکړي او له هغې وروسته به د سولې جدي بهیر پیل شي. دا بحثونه په داسې حال کې مطرح کېږي چې د سرچینو په خبره، د طالبانو د مرکچي پلاوي د مشر ملا عبدالحکیم په مشرۍ د طالبانو یو پلاوی پاکستان ته تللی او ښايي چې د روژې په پای کې دوحې ته ستون شي.
دا په داسې حال کې دي چې طالبانو هم له دې مخکې ویلي و چې د استانبول ناسته نه ترسره کېږي. دغې ډلې د وري میاشتې په دېرشمه، د سولې کنفرانسونه باید څه ډول ترسره شي تر سرلیک لاندې یوه مطلب په خپرولو سره د استانبول ناستې کمزوري ټکي په نوم د امریکا له خوا د دې ناستې د نقشې او طرحې د جوړولو یادونه کړې وه. ددغې ډلې په وینا، په هماغه اندازه چې امریکا او دولت د استانبول غونډې د جوړولو لپاره هڅې کولې، طالبانو دومره ورته لېوالتیا نه ښودله او د دې ناستې د جوړېدو لپاره د امریکا یو اړخیزې هڅې ناکامې شوې. دغې ډلې وړاندیز کړی چې تجربې ته په پام سره هر ګام چې د سولې لپاره پورته کېږي یو اړخیز نه وي. په دې توګه طالبانو جوته کړې که په راتلونکي کې د سولې په هکله غونډه جوړېږي، باید وخت، ځای، موضوع، ځانګړتیاوې او جزییات یې د دواړو لوریو په تفاهم او همغږۍ وټاکل شي چې بریالۍ شي.
له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو پرېکړه
د استانبول ناستې په اړه د نهیلیو له زیاتوالي سره په یو وخت، امریکا او د ناټو غړو هېوادونو له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلو پرېکړه کړې ده. په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان سکاټ مېلر د غويي په پینځمه نېټه اعلان کړی چې د بهرنیو ځواکونو د اډو د خالي کولو بهیر پیل شوی دی. هغه له خبریالانو سره په خبرو کې وویل، که څه هم د دې بهیر پیل د مې لومړۍ نېټه ده، خو امریکايي پوځیان د وتلو لپاره تیاری نیسي او دا بهیر پيل شوی دی. د ناټو عمومي قوماندان وویل چې اصلي موخه له دې ډاډ ترلاسه کول دي چې افغان امنیتي ځواکونه په ښه وضعیت کې وي او امریکا او ناټو هم غواړي له افغانستانه په منظمه توګه ووځي. په دې توګه بهرني ځواکونه خپلې ټولې اډې او پوځي وسایل افغان ځواکونو ته سپاري. خو امریکا ځینې ځانګړي وسایل مستثنی بللی او هغه یې یو شرط بللی دی.
د ناټو عمومي قوماندان د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي د زیاتوالي په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره، له مې میاشتې وروسته د بریدونو پیلول یوه تېروتنه وبلله. سکاټ مېلر وویل چې د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي کچه لوړه ده او دا چاره د سولې بهیر ته زیان رسوي. د هغه په باور، د طالبانو او القاعدې ترمنځ اړیکې دوام لري او باید دا رابطه له منځه ولاړه شي. سکاټ مېلر همداراز د امریکا له خوا د دوحې له هوکړې د سرغړونې په اړه د طالبانو ادعا رده کړه. هغه زیاته کړه چې امریکا له افغان امنیتي ځواکونو خپل ملاتړ ته دوام ورکوي او له افغانانو یې هم وغوښتل چې له خپلو امنیتي پوځیانو ملاتړ وکړي.
له دې مخکې د امریکا دفاع وزارت ویلي چې د نوموړي هېواد له تګلارې سره سم، د سویلي آسیا ثبات د افغانستان په ټیکاو پورې اړه لري. په دې توګه، امریکا د سیمې هېوادونه، له هغې ډلې چین، روسیه، ایران، پاکستان، هند او ځینې نور هېوادونه د افغانستان د امنیت په برخه کې مسوول بللي دي. که څه د دوحې د هوکړې پر بنسټ، بهرني ځواکونه باید تر مې میاشتې له افغانستانه وتلي وای، خو د بایډن ادارې د پرېکړې له مخې، نړیوال ځواکونه به تر سپتمبر میاشتې له افغانستانه ووځي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

بهرني خبرونه

ګوتېرېش په یمن کې د نښتو د سختېدو په غبرګون کې د زغم غوښتنه وکړه

۳۰ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792690016]
یونیسف په نورستان کې نږدې لس زره کسانو ته د پاکو اوبو د برابرولو خبر ورکړ
خبرونه

یونیسف: په افغانستان کې میلیونونه ماشومان له اقلیمي ګواښونو سره مخ دي

۳۰ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792686995]
نړیوالې جزایي محکمې «د ساخاروف د فکر او ازادۍ» جایزه وګټله
بهرني خبرونه

نړیوالې جزایي محکمې «د ساخاروف د فکر او ازادۍ» جایزه وګټله

۳۰ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792684716]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سمرقند ته تللی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • داعش خراسان؛ په تېرو ۹ کلونو کې د رهبرۍ جوړښت او لړۍ

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بادغیس کې نښته؛ سرچینې د دوو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په هالنډ کې د ازبکي ژبې د ملي ورځې د نمانځنې مراسم ترسره شول

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.