لیکوال: نادر نادري
سرچینه: Wilson Center
د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منیر د پاکستان د واک په تر ټولو اغېزناکو دهلېزونو کې د ترهګریزو بریدونو له اندېښنې وړ زیاتوالي سره مخ دی. دغو مرګوني بریدونو، چې تر ډېره د تحریک طالبان پاکستان (TTP) او په دې وروستیو کې د خراسان د اسلامي دولت یا داعش خراسان (ISK) په څېر سازمانونو کار بلل کیږي، پوځي او ملکي موخو ته مرګ ژوبله اړولې ده. خو د اندېښنې وړ خبره دا ده چې له بده مرغه د پاکستان امنیتي دستګاه د یو شمېر وروستيو بریدونو پړه چې د دغه هېواد کړکېچن وضعیت یې نور هم پېچلی کړی دی، د افغانانو پرغاړه اچولې ده.
د دې پېچلې مسألې رد د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۲مې نېټې په برخلیک ټاکونکې شېبه کې موندل کېدای شي، کله چې د پاکستان د هغه وخت پوځي ديکتاتور پروېز مشرف له خپلو جنرالانو سره د کابينې د ملکي غړو د ټاکلو په موخه غونډه جوړه کړې وه. په دې غونډه کې هغه په داسې حال کې له طالبانو د پاکستان پر ملاتړ اعتراف وکړ، چې نړۍ د هغوی پر ضد وه. هغه د پاکستان په ګټه د پرېکړو کولو پر اهمیت او په عین حال کې افغان طالبانو ته د اوښتونکو زیانونو پر کمېدو ټينګار وکړ. پاکستان د ترهګرۍ پر ضد له نړۍوال اېتلاف سره په جبر سره یوځای شو، خو په پټه یې دای اېس ای له لارې د طالبانو ملاتړ کاوه.
دغه دوه ګوني چلند پاکستان ته اجازه ورکړه چې له متحده ایالتونو څه باندې ۳۲ میلیارد ډالره مستقیمې مرستې ترلاسه کړي او په عین حال کې په پټه توګه هغه ځواکونه پیاوړي کړي چې له هغوی سره جنګېدل. ولسمشر مشرف او نور پاکستاني جنرالان لږ تر لږه د طالبانو پر وړاندې پر خپلو ژمنو ولاړ پاتې شول، په داسې حال کې چې له دوو لسيزو زيات یې افغانان او امريکا متحده ایالتونه دوکه کړل. ای اېس ای په فعاله توګه طالبانو ته د یو لړ مهارتونو په برخه کې روزنه ورکوله، چې د چاودېدونکو وسایلو جوړول او د پیچلو ځانمرګو بریدونو پلانول پکې شامل وو. په دې روزنیزه ټولګه کې د امونیم نایټرایډ او چاودیدونکو توکو په څېر مواد شامل وو چې په نظامي کچه کارول کیږي. له بده مرغه دغه مهارتونه بالاخره د افغانانو او د هغوی د نړۍوالو متحدینو پر ضد وکارول شول چې په پایله کې یې ملکي افغانانو ته وحشتناکه مرګ ژوبله واوښته.
د افغانستان د جګړې د نږدې دوو لسیزو په اوږدو کې دغو مهارتونو ډېر ناوړه زیانونه واړول، چې تر پنځوسو زرو ډېر ملکي افغانان د طالبانو د وژونکو تاکتیکونو قرباني شول او خپل ژوند یې له لاسه ورکړ. د ۲۰۱۵ کال د ډسمبر په ۱۰ مه د افغانستان د ولسمشر اشرف غني او د پاکستان د لومړي وزیر نواز شریف تر منځ د دوه اړخیزې ناستې پر مهال ترینګلتیا محسوسه شوه. په داسې حال کې چې شریف د دواړو هېوادونو ترمنځ پر ورورګلوۍ ټینګار وکړ، ولسمشر غني د هغه د دغو څرګندونو ريښتینوالی تر پوښتنې لاندې راوست. هغه د طالبانو د بريدونو له امله رامنځته شویو ورانیو ته نغوته وکړه او افغانستان ته یې د زيان رسولو په برخه کې په پاکستان کې د جوړو شویو چاودېدونکو توکو رول ته اشاره وکړه. په دې کتنه کې افغان پلاوي له پاکستانه د دغه هېواد له خوا د توليد شويو چاودېدونکو توکو د کنټرول لپاره د ضمانت غوښتنه وکړه.
له بده مرغه هغه تضمینونه چې پاکستان په هغې ورځ د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا متحده ایالتونو په څلور اړخیزه غونډه کې ورکړي وو، پرځای نه شول. په دغو تضمینونو کې په افغانستان کې د جهاد د تایید د فتوا د لغوه کولو لپاره د پاکستاني دیني عالمانو اړ کول او د چاودیدونکو توکو د وېش په تړاو د څېړنو په ګډون اقدامات شامل وو. پاکستان بیا هم خپل دایمي چلند غوره کړ، پاکستان د ولسمشر حامد کرزي او اشرف غني له دولتونو سره له عمل پرته ژمنې کولې.
د ۲۰۱۶ کال د جنورۍ په ۲۱ مه د پاکستان لومړی وزیر نواز شریف په داووس کې د افغانستان، پاکستان او متحده ایالتونو تر منځ د درې اړخیزې غونډې پر مهال له یوه ننګونکي حالت سره مخامخ شو. د امریکا د هغه وخت د ولسمشر مرستیال جوبایډن او د وخت د بهرنیو چارو وزیر جان کیري پر هغه سخت فشار راوست، چې د طالب اورپکو د عملیاتو له ملاتړه لاس واخلي او د یوې سوله ییزې حل لارې لپاره ريښتونې همکاري وکړي. نوازشريف داسې ښودله چې تر ډېر فشار لاندې دى او څرګنده وه چې هغه په پاکستان کې وروستۍ پرېکړه کوونکى نه دى. په پاکستان کې د قدرت په اړیکو کې د انډول دا نشتوالی یوه ثابته الګو ده. ملکي مشران یو په بل پسې د هغو سیاستونو او اقداماتو له امله چې دوی یې پېلوونکي نه دي، خو منلو ته یې مجبور شوي، له نړۍوال شرم سره مخ شوي دي. کله چې دغو تګلارو او اقداماتو د پردې تر شا د پوځي مشرانو له خوا د پالیسۍ جوړولو په بهیر کې د لاس وهنې او کنټرول له امله اپوټه پایله ورکوله، یا ناکامېدې، نو اړ وو چې په هېواد کې دننه یې هم سیاسي پایلې وزغمي.
د پاکستان پوځي تشکیلاتو د اوږدې مودې لپاره د خپلو ګاونډیانو لکه افغانستان او هند پر وړاندې د تاوتریخوالي غوښتونکو مذهبي ډلو په ملاتړ سره د پام وړ اسلامي افراطیت دود کړی دی.
پاکستان په دغه هېواد کې په سیتماتیک ډول مدني ټولنه، پرمختګپالې سیاسي څېرې، خپلواکې رسنۍ او خبریالان ځپلي دي. دغو تشکیلاتو د عمران خان په مشرۍ د پاکستان د تحریک انصاف (PTI) ګوند په څېر ګوندونو نه، له هغو دودیزو سیاسي ځواکونو سره د مقابلې لپاره د یوې وسیلې په توګه ملاتړ وکړ، چې د نظامي مشرانو د نفوذ ننګونې اهمیت یې درک کړی و. بلخوا، په ۲۰۲۱ کې له پوځي مشرتابه سره د خان اړیکې خړې پړې شوې، چې دا چاره د لوی درز لامل شوه. ورپسې، د پاکستان پوځي تشکیلاتو د ښاغلي خان د تحریک انصاف ګوند پر وړاندې سخت دریځ غوره کړ او سږ کال خان د دې کار په پایله کې چې په ښکاره یې د پاکستان د پوځ ځواک ننګاوه، زنداني شو.
د پاکستان د بشري حقونو فقیدې فعالې عاصمې جهانګیر په وار وار خبرداری ورکړی و چې که پوځي مشران د ملکي مشرتابه او ډیموکراټیکو قوتونو له کمزوري کولو لاس وانخلي، نو د پاکستان ولس به له اوږدې سیاسي بې ثباتۍ، داخلي افراطیت، اقتصادي ستونزو او د بهرنیو اړیکو له خړپړتیا سره مخ شي. له بده مرغه، دا خبرداري اوس په واقعیت بدل شوي دي: د طالبانو په ګډون له اورپکو ډلو د پاکستان ملاتړ د متقابلې ودې د ترویج پر ځای کورني ننګونې لاپسې زیاتې کړي او د سیمه ییزې ترینګتلیا لامل هم شوی دی. ان د پاکستان دودیز سیمه ییز متحدین هم له دغه هیواد سره د اړیکو ټینګولو ته زړه نه ښه کوي، چې دا د دې کړکیچن حالت د جدي کیدو ښکارندويي کوي.
د ای اېس ای له خوا افغان طالبانو ته د مهارتونو، دستګاوو او چاودیدونکو توکو برابرول او دغه راز د کلونو په اوږدو کې له افغان طالبانو سره د دغه سازمان پراخې همکارۍ د پاکستان لپاره ناوړه پایلې لرلې. په افغانستان کې د طالبانو له بري وروسته، پاکستان د بریدونو د پام وړ زیاتوالی شاهد دی. ډ ېری دغه بریدونه د تحریک طالبان پاکستان له خوا طرحه کیږي، هغه ډله چې له افغان طالبانو سره ایډیالوژیکي او عملیاتي اړیکې لري. تحریک طالبان پاکستان په افغانستان کې میشت دي او افغان طالبانو د هغوي د ځپلو لپاره هیڅ لیوالتیا نه ده ښودلې. په ۲۰۲۲ میلادي کال کې بریدونه ۲۸ سلنه زیات شول او د ۲۰۲۳ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۷۹ سلنه زیات شوي دي، چې دا یو وحشتناک شمېر دی. خو د حیرانتیا خبره دا ده چې د پاکستان یو شمېر ملکي سیاستوالو او پوځي مشرانو په ۲۰۲۱ کال کې د افغان طالبانو بری نمانځه.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري په پېښور کې د وروستي ترهګریز برید په غبرګون کې څرګنده کړه چې، که طالبان له افغانستانه د پاکستاني طالبانو پر ګواښونو غور ونه کړي، ټول انتخابونه د میز پر سر دي. خو تر ټولو مهمې خبرې جنرال عاصم منیر وکړې. هغه وويل: «په افغانستان کې د پاکستان د تحريک طالبان د خوندي پناه ځایونو او د فعاليت د ازادۍ په اړه جدي اندېښنې شته.»
اتفاقاً اوس پاکستان هم له هغه حالت سره مخ دی چې افغان حکومتونه له لسیزو راهیسې ورسره مخ وو. کله چې افغانستان په پاکستان کې د طالبانو د خوندي پټنځایونو د موجودیت ثبوت وړاندې کړ، پاکستاني چارواکو دا معلومات رد کړل او په خپله خاوره کې یې د دا ډول خوندي پټنځایونو له شتوالي نټه وکړه.
د ۲۰۲۳ کال د اګست په اتمه، د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد اعلان وکړ چې دغه ډله باید د بل هیواد د امنیتي ناکامیو پر وړاندې ځواب ویونکې نه وي او پر پاکستان یې غږ وکړ، چې خپل وضعیت پخپله مدیریت کړي. دا سناریو د پاکستاني چارواکو پخوانیو څرګندونو ته هم اشاره کوي چې مجاهد او د هغه ملګرو ته یې دوه لسیزې پناه ورکوله او روزل یې. د مجاهد خبره سمه ده، ځکه پاکستان پخپله د دې وضعیت مسوول دی، چې له ډېرې مودې راهیسې یې د طالبانو په څېر د نیابتي ډلو له لارې په دسیسو او تخریب سره دا ډول وضعیت رامنځته او مدیریت کړی دی.
تاریخ له ارزښتناکو درسونو ډک دی. د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارې باید پر دې پوه شي چې د افغانستان او سیمې په اړه د دوی چلند د غیر ارادي پایلو لامل شوی دی. پاکستان باید خپل دوه مخي او غولوونکي تاکتیکونه پریږدي.
له ډېرو کلونو راهیسې له اسلامي افراطیته د یوې ستراتیژۍ په توګه کار اخیستل د دغه هېواد په پوځ کې د اسلامي محافظه کارۍ په کلتور کې ریښې لري. پروېز مشرف د خپلې واکمنۍ پر مهال په پوځ کې د اسلامپالو ګروهنو شتوالی درک کړ او د دغه ډول تمايلاتو د لرونکو جګپوړو افسرانو د لېرې کولو لپاره يې اقدامات تر سره کړل. بل پلو، لکه څنګه چې هغه د طالبانو په څېر د اسلامپالو وسله والو ملاتړ د خپلې سیمه ییزې ستراتیژۍ لپاره خورا مهم ګاڼه، په همدې دلیل هغه جګپوړي افسران چې له یوه پیاوړي اسلام پالي پلان سره همغږي وو، په بشپړه توګه چاڼ نه شول.
داسې بریښي چې د بایډن ادارې د سیمې د ډېرو هېوادونو ترڅنګ د پاکستان دوه ګونی چلند درک کړی دی. له همدې امله پاکستان باید له امریکا او نورو هېوادونو سره د خپلو اړیکو د ټینګولو لپاره داسې بنسټیز اصلاحات پیل کړي چې د بدلون لپاره ريښتونې ژمنتیا وښيي. پر واک د پوځ سخته ولکه او د اورپکو ډلو ملاتړ باید له منځه یوړل شي څو د یوې رڼې، حساب ورکوونکې او دیموکراتیکې حکومتولۍ اډانې ته لاره هواره شي.
د یوه نوي تګلوري د ترسیم لپاره پوځي مشران باید په فعاله توګه افسرانو ته ارتقا ورکړي چې د پاکستان ګټو ته د دودیزو تاکتیکونو لکه غولونې، اسلامي اورپکۍ، سیمه ییزې ولکې، او پر ستراتیژیکې ژورتیا د محدود تمرکز په پرتله لومړیتوب ورکړي. په دې ګټو کې باید دیموکراتیک پرمختګ، اقتصادي وده، د اساسي قانون حاکمیت، سیمه ییز ټيکاو او اتصال شامل وي.
په پاکستان کې رښتیني ټيکاو ته د رسېدو لپاره یوې پایښت لرونکې مدني ټولنې او اغېزناکو او ځواب ویونکو سیاسي ګوندونو ته اړتیا ده. په دې حساس وخت کې جنرال منير دا فرصت لري چې ديموکراتيکې قواوې پياوړې کړي، د ملکي خلکو پوځي څارنه کمه کړي او د ځپلو مخه ونيسي. د پاکستان خلک چې له اوږدې مودې راهیسې له هغو سیاستوالو سره عادت شوي چې له محدودو کورنیو راپورته کیږي، باید د هغو تجربه لرونکو سیاسي مشرانو دفاع وکړي چې له پوځ سره هیڅ تړاو نه لري او د هغه له نفوذه پاک دي. دا مشران باید داسې لارې ته مخه کړي، چې د عمران خان په څېر د څېرو برعکس له نظامي کنټرول او ځان غوښتونکې پاپولیزمه بهر وي. د هغوی تمرکز باید پر کورني سیاسي او اقتصادي ثبات او دغه راز د هیواد په پرمختګ باندې وي، نه د سیمې د بې ثباته کولو په هڅو کې د پوځ پر ونډې.
پاکستان باید په دغه هیواد کې د مخ پر زیاتیدونکي تروریزم له ستونزې سره د مقابلې لپاره د افراطیت ضد پراخو پروګرامونو کې پانګونه وکړي. دا هیواد باید ژر تر ژره د دارالعلوم حقانیه په څیر بنسټونو سره دولتي او خصوصي مالي مرستې بندې کړي. په خېبر پښتونخوا او د دغه هېواد په نورو ایالتونو کې د ډېرو هغو دیني مدرسو د تړلو لپاره بیړني اقدام ته اړتیا ده، چې د اورپکۍ تبلیغ کوي او په سیمه کې د ترهګرو ډلو د ځواکونو له جذب سره مرسته کوي. دا مدرسې باید په حرفوي ښوونځیو او مرکزونو بدلې شي.
د پاکستان د استخباراتو اداره (ای اېس ای) د علماوو له افراطي عناصرو سره د همکارۍ اوږده مخینه لري. د مدني ټولنې او منځلارو عالمانو او مذهبي مشرانو ترمنځ همکاري چې د اسلام د منځلارې تفسیر ملاتړ کوي، په پاکستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې حیاتي ده. (په پیل کې، د پاکستان واقعیتونو ته په پام سره، دا ډول مشارکتونه ښايي د پوځ ملاتړ ته اړتیا ولري.) دا همکاري کولای شي د افراطي روایتونو وننګوي او ورسره مقابله وکړي. پر دې سربېره، د دې نوښت د بریالیتوب لپاره د پاکستان په امنیتي ادارو کې د روڼتیا او حساب ورکونې یقیني کول، اړین دي. په دې مسأله کې د پرسونل سخته ارزونه، د بشري حقونو او د قانون حاکمیت په اړه دوامداره روزنه، او د قهریه ځواک او سرچینو د کارولو لپاره څرګندې لارښوونې شاملې دي، په ځانګړې توګه په ای اېس ای کې دننه.
د مدني ټولنې، ژورنالیزم او اکاډمیک ډګر له مخکښو څېرو نه د یوې جوړې څارونکي ادارې جوړېدل، کولای شي د څارنې د میکانیزم ريښتینوالی تضمین کړي. دا ډول څارنه د اورپکو د ملاتړ لپاره د سرچینو د ناسم تخصیص مخنیوی کوي او د افغانستان پولې ته څېرمه په کورنیو عملیاتو کې د زور زیاتې د کارونې مخه نیسي؛ دا هغه غوښتنه ده چې تر ډېره یې د بشري حقونو فعال او د پښتون ژغورنې غورځنګ (PTM) مشر منظور پښتین کوي. دا غورځنګ د هغو پښتنو د حقونو دفاع کوونکی دی چې ډېری یې د پاکستان په شمال لوېدیځ کې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې قرباني شوي دي. د حساب ورکونې کلتور ته وده ورکول کولای شي د عمومي باور له بېرته خپلولو سره مرسته وکړي او له افراطي عناصرو سره د امنیتي ځواکونو د همکارۍ مخه ونیسي.
او په پای کې پاکستان د خپل تاریخ په یوه حساس پړاو کې دی او د خپلو هغو پرېکړو له پایلو سره مخ دی چې په تېرو څو لسیزو کې یې کړې دي. په دې شېبه کې شوې پریکړې د دې هیواد راتلونکی تګلوری ټاکي چې او دا به په ګوته کړي چې ایا کولای شي پر بې ثباتۍ برلاسی شي او د یوه مسوول نړۍوال غړي په توګه راڅرګند شي او کنه. د پرمختګ پر لور حرکت د کورنۍ او نړۍوالې سولې او ټيکاو لپاره انټروسپیکشن، حساب ورکونې او ریښتینې ژمنتیا ته اړتیا لري.