۸صبح، کابل: وروسته له هغه چې د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراجالدین حقانی د دې ډلې پر مشرتابه نیوکې وکړې، اوس د طالبانو د رییسالوزرا مرستیال وایي، ترڅو چې ښوونیز نظام پياوړی نه شي، موږ هېڅکله د یوه خپلواک هېواد ادعا نه شو کولای.
د طالبانو د لومړي وزیر اداري مرستیال عبدالسلام حنفي یکشنبه د سلواغې پر ۲۳ د کابل پوهنتون په یوه غونډه کې وویل، چې د مفتي دنده یوازې دا نه ده چې ووایي «حرام» دی او کله چې مفتي یو څه حرام بولي باید یو بدیله لاره هم ورته چمتو کړي.
هغه زیاته کړه:«که موږ دا ادعا کوو، چې د خپل وطن لپاره هغه او دغه کوو، دا ټول یو خوب او خیال دی.»
عبدالسلام حنفي زياته کړه: «که موږ د ښوونيز نظام د پياوړتيا په هکله نه پوهېږو، نو څنګه به له دغه حالت څخه ځان وژغورو؟»
حنفي د اسلامي نړۍ او افغانستان له علماوو وغوښتل، چې په افغانستان کې عامه پوهاوی پیاوړی کړي.
دا په داسې حال کې ده چې سراجالدین حقاني په خوست ولایت کې یوې غونډې ته په وینا کې، د طالبانو د مشرتابه له لوري د واک انحصار او پر خلکو د افکارو پر تپلو نیوکه وکړه او ویېویل چې دا کار د هېچا په ګټه نه دی.
د حقاني له سختو نیوکو وروسته، د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد د یکشنبې په ورځ د سلواغی پر ۲۳ په کابل کې د پوهنتونونو د استادانو په علمي او ادبي سیمینار کې وویل، چې د اسلامي اخلاقو له مخې باید پر امیر، وزیر یا چارواکي نیوکه په پټه او محرمانه ډول وشي.