• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱۵ تله ۱۴۰۵ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د جمهوريت لپاره بېلابېلې هڅې؛ څوک به د سولې نقشه برابره کړي؟

لیکوال: حسيب بهش، ژباړن: محمد عزيز پردېس

لیکوال: حسيب بهش، ژباړن: محمد عزيز پردېس لیکوال: حسيب بهش، ژباړن: محمد عزيز پردېس
۱۲ وری/حمل ۱۴۰۰ - ۱ اپرېل ۲۰۲۱ [t_time:1617294634]

د استانبول ناستې په درشل کې، د جمهوريت اړوند د امريکا د طرحې په اړه بيلابېلې مشورې روانې دي. په داسې حال کې چې د سياسي هوکړې پر بنسټ د سولې بهیر د چارو پرمخ بېولو مسؤليت د ملي روغې جوړې د عالي شورا په غاړه دی، خو ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې د هېواد ولسمشر محمد اشرف غني په افغانستان کې سولې ته د رسېدو په پار نقشه برابره کړې ده. تمه ده چې ولسمشرۍ ماڼۍ د امريکا نوې طرحې او د سولې انتقالي دولت سناريوګانو په ځواب کې له وخته وړاندې ټاکنو بحث رامخ ته او وړانديز يې وکړي. حکومتي چارواکي وايي چې دا طرحه د چا په ځواب کې نه ده او د ولسمشر غني له لوري سولې ته د رسېدو په پار برابره شوې نقشه ده چې پر ټاکنو سربېره نور موارد هم له ځان سره لري. په سپيدار ماڼۍ کې ځينې سرچينې وايي چې د ولسمشرۍ ماڼۍ د ليدلوري په ګډون د جمهوريت اړوند ټول وړانديزونه د ملي روغې جوړې عالي شورا له لوري يوځای کېږي او د دولت له ادرسه د استانبول په ناسته کې وړاندې کېږي. دغه بنسټ له زیات شمېر سياسيونو سره د هوکړې په اساس ډېر ځله د انتقالي حکومت لپاره شين څراغ ښودلی او په راتلونکې کې د نظام د ماهيت په اړه یې ډېر بحثونه او مشورې کړې دي. د امريکا د طرحې په اړه سلا‌مشورې په داسې وخت کې دوام لري چې د يو شمېر سياسي پوهانو له لوري د جمهوريت بحث تراوسه هم یو شان نه دی او د ارزښتونو او لاسته ‌راوړنو د راتلونکې په اړه اندېښنې په خپل ځای دي.

د امريکا له لوري په افغانستان کې د سولې انتقالي دولت د رامنځته کېدو په تړاو طرحه په دې وروستیو کې د سیاسي بحثونو توده موضوع ده. تمه ده چې دولت او طالبان د دغې طرحې اړوند خپل وړانديزونه د استانبول په ناسته کې وړاندې کړي. د جمهوريت په حوزه کې د ملي روغې جوړې عالي شورا د نظرونو د راټولولو او يوځای کولو مسؤليت په غاړه لري. د ۱۳۹۹ کال د غوايي مياشتې د ۲۷مې نېټې د هوکړې په اساس د سولې بهیر مشري د دې شورا د رئيس عبدالله عبدالله له صلاحيتونو څخه دي. د سياسي هوکړې په دوهم بند کې راغلي چې «د سولې اړوند چارو مشري» به د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله په غاړه وي. په داسې حال کې چې د ملي روغې جوړې عالي شورا د مشرتابه کميټې غړي په وروستيو ورځو کې د امريکا د نوې طرحې په اړه په سلامشورو بوخت دي، خو ولسمشرۍ ماڼۍ د «سولې لارې د نقشې» په چوکاټ کې له یوې نوې طرحې خبر ورکړی دی.

ولسمشري ماڼۍ په پام کې لري چې يوه نوې طرحه له امريکا سره شريکه کړي. په دغه طرحه کې له وخته مخکې او په شپږو میاشتو کې د ټاکنو وړاندیز شوی. که څه هم د دغې طرحې جزئيات لا نه دي په ډاګه شوي، خو ولسمشرۍ ماڼۍ دغه طرحه د ولسمشر غني د سولې لارې د نقشې يوه برخه ګڼي.

په عامه او سټراتېژيکو چارو کې د ولسمشر سلاکار وحيد عمر د روان کال د وري په پنځمه وويل چې، ولسمشر غني له څو کلونو راهيسې د افغانستان لپاره څرګنده طرحه لرلې ده او اوس يې هم لري. هغه زياته کړه چې وروستۍ طرحه په ټاکنو پورې ځانګړې نه ده، بلکې په افغانستان کې د سولې د ټينګښت هم پکې شامل دي. د ښاغلي عمر په وينا، دغه «د سولې د لارې نقشه» د چا د طرحې د ځواب او يا ردولو لپاره نه، بلکې سولې ته رسېدو لپاره د افغان حکومت نقشه ده چې په هغې کې د خلکو د رايو له لارې د واک لېږد هم راځي. خو ولسمشرۍ ماڼۍ په دې اړه چې ګواکې دا طرحه د حکومت ګډه طرحه ده که نه، څه نه وايي.

که څه هم سپېدار ماڼۍ تراوسه په دې اړه په رسمي توګه څه نه دي ويلي خو له ملي روغې جوړې شورا څخه سرچينو ۸صبح ته ويلي چې د دولت له لوري د طرحې جوړول د دې شورا لپاره ستونزمن دي. تمه ده چې د ملي روغې جوړې عالي شورا د مشرتابه کميټې غړي د امريکا له خوا شريکې شوې طرحې په اړه خپل نظريات شریک کړي او له سلامشورو وروسته خپل نظرونه د استانبول په ناسته کې وړاندې کړي. دغه سرچينې وايي چې د يادې شورا په مشرتابه کميټه کې د حکومت استازي هم شامل دي او د جمهوريت حوزې د استازولۍ مسؤليت په غاره لري. ويل کېږي چې د ملي روغې جوړې عالي شورا مشرتابه کميټه کې د ولسمشرۍ ماڼۍ د استازو له ډلې د سرور دانش په ګډون لږ شمېر وګړو د امريکا طرحه له ملي روغې جوړې عالي شورا شره شريکه کړې ده.

خو د سیاسي چارو کار پوهان په دې باور دي چې د جمهوريت لوری په يوه فکر او واحد نظر نه دی. د افغانستان د خلکو د برابرۍ ګوند رئيس داوود‌علي نجفي د روان کال د وري په شپږمه ۸صبح ته وويل، افغانان اوس هم اندېښمن دي چې که د جمهوريت لوری له «يوې طرحې» سره د سولې مذاکرتو ته لاړه نه شي، نو د دې وېره شته چې دولت به ونه شي کولی له ارزښتونو دفاع او ساتنه وکړي. د ښاغلي نحفي په وينا، عبدالله عبدالله بايد د خپلو صلاحيتونو پر بنسټ په دغه بهیر کې جدي کار وکړي. هغه وويل، که د ملي روغې جوړې عالي شورا له ادرسه يوه طرحه امريکا ته استول شوې وای ښه به وه، خو داسې ښکاري چې ښاغلی عبدالله نه دی توانېدلی خپله وظيفوي لايحه او صلاحيتونه عملي کړي، نو له همدې امله دغه اړ و دوړ رامنځته شوی دی.

د ښاغلي داوود‌علي نجفي په خبره، که د جمهوريت لوری د مذاکرې پر مېز په منسجمه توګه راڅرګند نه شي او له هرې خوا يوه طرحه وړاندې شي، نو د خلکو غوښتنې به پوره نه شي. هغه همداراز څرګنده کړه چې له وخته مخکې ټاکنې د ځان لپاره «ځانګړي شرایط» لري چې په قانون کې په څرګند ډول بیا شوي دي. ښاغلي نجفي زياته کړه، د افغانستان اوسني شرايط ددغه راز ټاکنو لپاره مناسب نه دي؛ ځکه چې د نوموړي په باور، د تېرو ټاکنو ستونزو په کتو، پر دې بهیر نه باور او د ټاکنو په خپلواک کمېسيون کې شته ظرفيت ته په کتو سره د داسې ټاکنو ترسره کېدل شوني نه دي.

د سولې په بهیر کې د سياسي هوکړې اړوند يوې پايلې ته رسېدل ستونزمن برېښي. که څه هم سپېدار ماڼۍ د سولې په بهیر کې د خپل صلاحيت په اړه هغه وخت ټينګار درلود، خو ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې د سولې بهیر په اړه وروستۍ پرېکړه د خلکو له خوا کېږي. له دې وړاندې امريکا هم ويلي ؤ چې د سولې مذاکراتو، د واک وېش او اوربند په برخو کې صلاحيت لرونکی بنسټ د ملي روغې جوړې عالي شورا ده. تمه ده چې ټول لوري د استانبول په ناسته کې د امریکا د طرحې په اړه خپل وړانديزونه مطرح کړي. ويل کېږي چې د دغې ناستې مشري به د ملګروملتونو سازمان پر غاړه وي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

خبرونه

طالبانو په کندهار کې ۱۸ ښوونکي د ږیرې خریلو په تور نیولي

۱۵ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791386011]
هغه نسل چې له ښوونځي پاتې شو
دسته بندی نشده

هغه نسل چې له ښوونځي پاتې شو

۱۵ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791385516]
کابلوف: د افغانستان تجزیه د سیمې لپاره منفي پایلې لري
خبرونه

ضمیر کابلوف: روسیه د طالبانو او پاکستان ترمنځ اختلافاتو د حل لپاره چمتو ده

۱۵ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791380393]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • په غور کې په بوږنوونکې بڼه د نوریې وژنه؛ هغه چې د خپلو ماشومانو په مخکې شکنجه او ووژل شوه

    په غور کې په بوږنوونکې بڼه د نوریې وژنه؛ هغه چې د خپلو ماشومانو په مخکې شکنجه او ووژل شوه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • سرچینې: طالبانو د امید سبز ښارګوټي د اوسېدونکو کورونو ته کرایه ټاکلې ده

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په هلمند کې د پاکستان په هوايي بریدونو کې ۱۲ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پنجشېر کې جګړه؛ د ۲۰ طالبانو مړي کندهار ته لېږدول شوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پاکستان پر افغانستان په هوايي بریدونو کې د ۲۲ «ترهګرو» د وژل کېدو خبر ورکړ

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.