۸صبح، کابل: په ملګرو ملتونو د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیراحمد فایق د بشري حقونو افغان ښځينه مدافعانو د ځورونې، له قربانیانو د خوندیتوب او د هغوی له حقونو د سرغړونې په تړاو د ځواب وینې د ډاډمنېدو غوښتنه کړې ده.
فایق چهارشنبه د تلې پر ۲۹مه د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ د درېیمې کمېټې په یواتیایمې ناستې کې ویلي چې هېڅ ښځه دې د خپلو حقونو د غوښتلو له کبله له زورزیاتي سره نه مخ کېږي او هېڅ هغه کس چې جرم یې کړی، له سزا دې نه معاف کېږي.
نوموړي ویلي د بشري حقونو افغان مدافعان چې په پټه یا تبعید کې ژوند کوي، عملي او بېړني ملاتړ ته اړتیا لري.
د فایق په خبره، له افغانستانه وتل د امنیت مانا نه شي لرلی او د ملګرو ملتونو غړي هېوادونه دې د بېړني خوندیتوب، د کډوالۍ حق ورکولو او نورو هېوادونو ته د خوندي لېږد د لارو برابرولو لپاره اقدام وکړي.
هغه له هېوادونو غوښتي چې د په زور نه ستنولو اصل ته پام وکړي او د اټکل وړ مالي سرچینو، حقوقي مرستو او محرمو رواني – ټولنیزو خدماتو په برابرولو د بشري حقونو له افغان مدافعانو ملاتړ وکړي.
فایق ټینګار کړی چې د بشري حقونو افغان مدافعانې دې د خپل هېواد د راتلونکي په اړه په پرېکړو کې ماناداره او خوندي ونډه ولري.
نوموړي زیاته کړې چې له طالبانو سره تعامل دې د ښځینه بشري حقونو د مدافعانو د امنیت په بیه نه تمامېږي.





