۸صبح، کندهار: په کندهار کې ځايي سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د انسانتښتونې پېښې زیاتې شوې دي او دې وضعیت د خلکو، په ځانګړې توګه د ماشومانو د کورنیو اندېښنې راپارولې دي.
سرچینو چهارشنبه د تلې پر ۲۹مه، له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وويل چې پر غلاوو او نورو جنايي پېښو سربېره، انسانتښتوونکي د کندهار ښار له بېلابېلو سیمو ماشومان او لویان تښتوي او د هغوی د خوشې کولو په بدل کې له کورنیو پیسې غواړي.
د سرچینو په وینا، د دغو پېښو زیاتوالي د خلکو ورځنی ژوند له ستونزو سره مخ کړی او ډېرې کورنۍ د خپلو ماشومانو د تښتول کېدو له وېرې هغوی ته اجازه نه ورکوي چې په یوازې سر له کوره بهر ووځي.
په همدې حال کې، په کندهار کې طالب چارواکو هم په دغه ولایت کې د انسانتښتونو زیاتوالی تایید کړی دی.
په کندهار کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ اعلان کړی چې د میوند په نوم د یوه ماشوم د تښتونې په تور یې درې کسان نیولي دي. د دغو کسانو په اړه ویل شوي چې د دغه ماشوم د خوشې کولو په بدل کې یې له کورنۍ پیسې غوښتې وې.
دا اندېښنې په داسې حال کې راپورته کېږي چې د سرچینو په وینا، په افغانستان کې اقتصادي ستونزې له هغو عواملو دي چې ځینې کسان جنايي جرمونو ته هڅوي.





