د غور ولایت د تولک ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي په دې ولسوالۍ کې د ښوونځیو د ودانیو له نشتوالي شکایت کوي. دوی وايي، په دې ولسوالۍ کې یوازې له دوو تر درېیو ښوونځیو ودانۍ لري او نور ښوونځي د خلکو په کورونو کې فعالیت کوي. د دوی په وینا، د شته ښوونځیو ودانۍ هم بیارغونې او تجهیزاتو ته اړتیا لري. دوی د مسلکي ښوونکو او درسي کتابونو کمښت، د درسي ټولګیو نامناسبوالی او د څښاک اوبو نشتوالی په دې ولسوالۍ کې د زدهکړو له نورو ستونزو بولي.
د دې ولسوالۍ اوسېدونکي له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي، د دغو ښوونځیو ډېری ښوونکي زاړه ملايان دي او زدهکوونکو ته د درسي مطالبو د سم لېږدولو وړتیا نه لري. د دوی په وینا، د طالبانو تر کنټرول لاندې د پوهنې وزارت او د غور ولایت د پوهنې ریاست هم دې ستونزې ته کافي پاملرنه نه ده کړې. دوی په دغو ښوونځیو کې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) له لوري د خوراکي مرستو د وېش له څرنګوالي هم شکایت کوي. د دغو اوسېدونکو په وینا، هغه ماشومان چې د چمتووالي ټولګیو د نشتوالي له امله په رسمي ډول له نوملیکنې پرته د زدهکړو لپاره ښوونځي ته ځي، د همدې مرستو له امله ټولګي ته د ننوتلو اجازه نه لري او اړ دي چې درسونه له ټولګي بهر تعقیب کړي.
د غور ولایت د تولک ولسوالۍ یو اوسېدونکی یاسر (مستعار نوم) وايي، د ښوونځیو لپاره د معیاري ودانیو نشتوالي د زدهکوونکو د زدهکړو بهیر له ستونزو سره مخ کړی دی. هغه زیاتوي، د دې ولسوالۍ ډېری ښوونځي د خلکو په کورونو کې فعالیت کوي او د زدهکوونکو د زدهکړو لپاره اړین امکانات نه لري
یاسر وايي: «ما څو ښوونځي لیدلي چې ودانۍ نه لري او د خلکو په کورونو کې فعالیت کوي. په دغو ښوونځیو کې ملايان دي او هغه ښوونکي چې پخوا یې درس ورکاوه، نور هلته نشته.»
د هغه په وینا، د چمتووالي ټولګیو نشتوالي او په درسي ټولګیو کې د ماشومانو د حضور محدودیت هم په دې ولسوالۍ کې د یو شمېر زدهکوونکو د زدهکړو فرصتونه محدود کړي دي. هغه زیاتوي، هغه ماشومان چې په ښوونیز نظام کې له رسمي نوملیکنې پرته ښوونځي ته ځي، ټولګي ته د ننوتلو اجازه نه لري او اړ دي چې د درس تر پای پورې د ټولګي تر شا کېني.
دغه ځوان د خپلو خبرو په لړ کې زیاتوي: «هغه ماشومان چې په شفاهي ډول [د ښوونځي په نظام کې له رسمي نوملیکنې پرته] ښوونځي ته راځي، ټولګي ته د ننوتلو اجازه نه لري او د درس تر پای پورې د ټولګي تر شا کېني. د تفریح پر مهال د خوړو نړیوال پروګرام له لوري وېشل شوې بسکټونه ورکوي او بیا ورته وايي چې خپلو کورونو ته ولاړ شي. هغوی نه پرېږدي چې دغه ماشومان ټولګي ته ننوځي او څه زده کړي. په ښوونځي کې کسان فکر کوي چې دغه ماشومان د بسکټو لپاره ښوونځي ته راځي؛ خو په داسې حال کې چې کورنۍ یې ښوونځي ته لېږي، څو څه زده کړي او راتلونکی کال وکړای شي په لومړي ټولګي کې شامل شي.»
د تولک ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی سجاد (مستعار نوم) وايي، د دې ولسوالۍ ډېری ښوونځي له لومړنیو ښوونیزو امکاناتو بېبرخې دي او زدهکوونکي په غیرمعیاري ټولګیو کې درس وايي. هغه زیاتوي، په یو شمېر ښوونځیو کې څوکۍ او مېزونه نشته او زدهکوونکي پر غالۍ او ځمکه کېني. د هغه په وینا، په ځینو ښوونځیو کې د خوړو نړیوال پروګرام له لوري مرسته شوې بسکټونه هم د اړتیا له مخې پر ماشومانو نه وېشل کېږي.
سجاد وايي: «د ولسوالۍ په کچه یوازې له دوو تر درېیو ښوونځیو مشخصې ودانۍ لري او نور ښوونځي د خلکو په کورونو کې فعالیت کوي. دغه ښوونځي هر کال له یوه ځایه بل ځای ته لېږدول کېږي او مشخصه سرپناه نه لري. په ټولګیو کې ان څوکۍ او مېزونه هم نشته او ماشومان پر غالۍ او ځمکه درس وايي.»
د غور ولایت یو بل اوسېدونکی علي فایق (مستعار نوم) چې درې لوڼې یې دولتي ښوونځي ته ځي، وايي، د دې ولایت په یو شمېر ښوونځیو کې د زدهکړو کیفیت هم د اندېښنې وړ دی.
نوموړی وايي: «موږ داسې ښوونځی لرو چې له لومړي تر شپږم ټولګي پورې یې ټولې زدهکوونکې نجونې دي؛ خو ښوونکي یې ډېر زاړه دي او د ځینو عمرونه نږدې ۸۰ کلونو ته رسېږي. زما په باور، ماشومانو له دغو ښوونکو هېڅ هم نه دي زده کړي او هر څه چې یې زده کړي، په کور کې یې زده کړي دي. د پوهنې مسوولان هم ځکه دغو ښوونکو ته څه نه وايي چې هغوی ملايان دي او کاري مخینه لري. په پایله کې، د خلکو د ماشومانو ښوونیز برخلیک بدل شوی دی.»
د غور ولایت یو اوسېدونکی سلیمان (مستعار نوم) وايي، د ښوونځیو د ودانیو پر کمښت سربېره، شته ودانۍ هم بیارغونې او نوي کولو ته اړتیا لري. د هغه په وینا، سره له دې چې د دوی د سیمې د ښوونځي د بیارغونې او تجهیز ژمنه شوې وه، خو له تېر کال راهیسې تر اوسه په دې برخه کې هېڅ اقدام نه دی شوی.
د غور دغه اوسېدونکی وايي: «زموږ ښوونځی شپږ خونې لري چې څلور خونې یې د درسي ټولګیو او دوې نورې یې د ادارې او ګودام لپاره کارول کېږي. د ښوونځي ودانۍ ویجاړه شوې او بیارغونې او نوي کولو ته اړتیا لري. سره له دې چې له تېر کاله د روان کال تر پسرلي پورې ژمنه شوې وه چې دغه ښوونځی به له ټولو تجهیزاتو سره بیارغول کېږي، خو تر اوسه هېڅ اقدام نه دی شوی.»
سلیمان ټینګار کوي چې د تولک ولسوالۍ او د غور ولایت د نورو سیمو ښوونځي لا ډېرو امکاناتو او ملاتړ ته اړتیا لري. هغه وايي، د کورنیو اقتصادي ستونزو ته په کتو، ډېر زدهکوونکي خوراکي توکو، قرطاسیې او نورو ښوونیزو امکاناتو ته اړتیا لري.
هغه زیاتوي: «زموږ ښوونځی شپږ خونې لري چې څلور خونې یې د درسي ټولګیو او دوې نورې یې د ادارې او ګودام لپاره کارول کېږي. د ښوونځي ودانۍ ویجاړه شوې او بیارغونې ته اړتیا لري. سره له دې چې له تېر کاله د روان کال تر پسرلي پورې ژمنه شوې وه چې دغه ښوونځی به له ټولو تجهیزاتو سره بیارغول کېږي، خو تر اوسه هېڅ اقدام نه دی شوی.»
د تولک ولسوالۍ د اوسېدونکو له لوري د ښوونځیو د ودانیو د نشتوالي په اړه شکایتونه په داسې حال کې مطرح کېږي چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) له قوله د خپرو شویو شمېرو له مخې، د افغانستان لږ تر لږه نیم دولتي ښوونځي د درسي ټولګیو لپاره کافي ځای نه لري او ۵۸ سلنه یې د څښاک اوبو او لاس مینځلو ځایونو له نشتوالي سره مخ دي.
یونیسف دغه راز اعلان کړی چې په افغانستان کې یې له څلور میلیونه ماشومانو سره د ښوونیزو توکو مرسته کړې او د ۲۳۲ دولتي ښوونځیو په بیارغونه کې یې ونډه اخیستې ده. دغه بنسټ ویلي، د دغو اقداماتو موخه د ماشومانو د زدهکړې او ودې لپاره د یوه خوندي او مناسب چاپېریال برابرول دي.
له بلې خوا، یونیسکو خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د زدهکړو ناورین یوازې د نجونو د زدهکړو په محرومیت پورې محدود نه دی، بلکې د زدهکړو کیفیت هم له جدي ستونزو سره مخ دی. د دې سازمان په راپور کې د راغلو شمېرو له مخې، تر ۲۰۲۶ کال پورې شاوخوا ۲.۴ میلیونه نجونې له منځنیو زدهکړو بېبرخې پاتې شوې دي او په افغانستان کې نږدې ۹۰ سلنه لس کلن ماشومان د یوه ساده متن د لوستلو یا د هغه د مطلب د درک کولو وړتیا نه لري.





