مریدنامه ۱۲
لیکوال څېړنوال عبدالغفور لیوال

ښار ړنګ و، چینې وچې او لارې شاړې. د پاچا ماڼۍ هم کنډواله وه او د پښ دوکان هم ویجاړ پروت و. تنرونه ساړه و او په شکرو کې ډوډۍ نه وه. خو د ښار په منځ کې لوی مزدک ( معبد) لا ودان و.
څو مټور ځوانان تر مزدکه راتاو وو او د هغه ساتنه یې کوله. د مزدک د راهب امر ته یې غاړې کږې نیولې وې. مرید حال وپوښت او ببر سری وموسېد: دا هغه قوم دی، چې له دوښمنانو څخه یې یوازې خپل مزدک وساته او هېواد یې بایلوده.ځوانان د مزدک ساتلو ته راټول شول او ژوند پای ته ورسېده، ماشومان خښ شول او مېرمنې له ولږې په هدیرو ننوتلې، ساتونکیو ځوانانو د مړوشویو انسانانو غوښې خوړلې او د مزدک ساتنه یې کوله. اوس هره ورځ همدا ځوانان راټولیږي، پچه اچوي او چې د هرچا په نامه وختله نو خپل هماغه ملګری قرباني کوي، غوښې یې ویشي او ګېډې پرې مړوي . بیا نو ترسبا پورې د مزدک ساتنه کوي.
مرید نور هم حیران شو، ایا د مزدک ساتنه په دومره بدمرغۍ ارزي؟
پیر ځواب ورکړ: چې دوښمن د ښار تر دیوالونو راورسېده، پښ وویل: هېواد او د ښاریانو ژوند ته ګواښ پېښ دی، ژوند وژغورئ ! خلکو دهغه خبره وانه ورېده.
خو کله چې راهب وویل: مزدک په خطر کې دی، ویې ژغورئ! خلکو هېواد هېر کړ او د مزدک ساتنې ته یې وسله پورته کړه، ښايي دوی نه پوهېدل چې که ژوند او هېواد نه وي، نو نه به مزدک وي نه راهب.
مرید پوه شو، چې د مزدک وروستی ساتونکی ځوان به هم د راهب خوراک شي او ترهغه وروسته به د راهب او مزدک وروستۍ ورځ راورسیږي.
له یوه ښاري څخه یې واورېدل، چې پخوا په دې ښار کې اووه لښکرونه وو، چې اوس یې مشران یا مړه دي او یا هم په لویو ماڼیو کې د مرګ په تمه ناست دي. د ښار ځوانانو د همدغو اوو لښکرمشرانو خټین بتان تراشلي او لیکه لیکه ورته ولاړ وي.
غمیزه د دغو لښکر مشرانو لمانځنه نه ده، د خواشینۍ ځای دا دی، چې د ښار زلمیان د مړوشویو یا مرګ ته په تمه لښکر مشرانو په ستاینو او غندنو یو له بل سره لاس او ګریوان دي، هره ورځ یو د بل په وینو رنګ وي او د لښکر مشرانو پر سر یو د بل له ګېډو کولمې راباسي.
مرید ببرسری وپوښت: د دې طلسم راز څه دی؟
پیر وویل: ځوانان بل ( ارزښت) نه پېژني چې پرې راټول شي. مړه یا مرګ ته په تمه لښکر مشران یوازیني محورونه دي، چې دوی یې په نومونو راټول شوي دي او دغلا – غدۍ ملګرتیا یې جوړه کړې ده.
مرید بیا وپوښتل: دا خلک به نو څوک له دې غفلته راپاڅوي؟
ببرسري کړس کړس وخندل: هوښیار ځوانان بویه، چې دوی خبر کړي: «مړه او ژوندي لښکر مشران د تاریخ په هدیرو کې خښ دي. د ښار د ښې نن او سبا لپاره سره یوشئ ! هم به یو د بل له څیرلو خلاص شئ او هم د لښکر مشرانو د خټینو بتانو له لمانځنې»
خو داسي به ترهغو ونه شي، چې زلمیان د لښکرمشرانو له لمانځنې ډوډۍ خوري او یا هم هغوی د خپلې عقیدې مشران ګڼي.
مرید لا نه وقانع شوی: نو پیره دستګیره ! که ولږه له منځه ولاړه شي، ایا زلمیان به راپه خود شي؟
پیر لاهم خندل: هو، خو پوه شه ! چې د روح او سترګو ولږه د ګېډې تر ولږې ژوره او عقل توږونکې ده. د ښار د زلمیانو د ګېډې ترڅنګ دهغوی شعور او روح ته روزي ورکول بویه، نوایله د لښکرمشرانو له لمانځنې لاس واخلي.
او مرید نن درې سره ولږې وپېژندلې.