• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱۳ تله ۱۴۰۵ - ۵ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

مریدنامه ۱۳

لیکوال څېړنوال عبدالغفور لیوال

 لیکوال څېړنوال عبدالغفور لیوال لیکوال څېړنوال عبدالغفور لیوال
۱۸ كب/حوت ۱۳۹۹ - ۸ مارچ ۲۰۲۱ [t_time:1615183791]

د شاړو پټیو او ویجاړو ویالو له اړخه تېر شول. هیچا غنم نه وو کړلي، سیند ویالو ته اوبه نه ورکولې، د قولبې زغ او سپاره یوې خواته پراته وو او قولبه یي غوایان د ښار قصاب مخکې کړي وو. د کلا شاو خوا پر ټوله هواره زمکه یوه ونه هم نه وه ولاړه، غله دانه ورکه وه، پیورې غواګانې هم د قصاب ترچړې ورغلې وې او شپنو د وزو، مېږو او ورغومیو رمې نه پوولې، کلي تشېدل او کلیوال، بزګران، شپانه ان ژرنده ګړي او ملایان، باغوانان او میراوان د ډبرینې کلا خواته روان وو. د ډبرینې کلا دروازو ته په زرګونو خلک ولاړوو، کلیوالو ډبرینې کلا ته ځان ور رساوه او په ډبرینې کلاکې د دومره خلکو لپاره ځای نه و.
مرید وپوښتل: یا پيره دستګیره !
دا خلک ولې ټول د کلا خواته روان دي؟
پیر د حیرانۍ خندا ته بډوډي نیولي وو:
کلیوال خبر شوي، چې په کلا کې د پاچاهۍ بوډا میرزا مړ شوی دی او پاچا نوی میرزا ټاکي، ټول خلک غواړي د میرزا ځایناستي شي، دا څووم کال دی، چې د میرزا پر منصب شخړه ده، پاچا هم حیران دی، چې په دومره خلکو کې څوک وټاکي؟
کلیوالو خپلې زمکې، غوایان، زغ و سپارې، بېلونه او څپرونه وپلورل، په کلا کې یې د پاچا وزیرانو او ندیمانو ته سود سوغات او بډې برابرې کړې، خو لاهم میرزا نه دی ټاکل شوی…
مرید ته هم خندا ورغله او ایله پوه شو، چې نن وي که سبا، د پاچا په کندوانو کې به هم غله و دانه خلاصه شي، بیا به نه میرزا په کار وي او نه وزیر، ځکه په ولږه خو پاچاهي نه کیږي.
داسې یوه ښار ته ورسېدل، چې له بهرنیو سره د ډېرو جګړو له امله وران ویجاړ پروت و، یوه ښاري ورته وویل:
هر کال یو نه یو پردی راشي او ښار ونیسي، ښاریان ووژني او هرڅه لوټ کړي، ودانۍ ویجاړې او دوینو تر ویالو بهولو وروسته په خپله مخه ولاړ شي. چې د اسونو ګردونه یې پرزمکه کیني، نو ښاریان خوشاله شي، څټونه کاږه ونیسي او یو بل ته ووايي: دا دی یو بل مو هم وواهه او وشاړه!
مرید حیران شو، خپل ببرسری پیر یې وپوښت: یا پیره دستګیره ! د دې خلکو له حاله مې خبرکړه! پیر دا ځل هم په کټ کټ وخندل او ځواب یې ورکړ: دا قوم له عقل څخه د کار اخیستلو په راز نه پوهیږي، ځکه په دې ښار کې د مشرۍ معیار وهل او رټل دي، هر زورور پر هر کمزوري وربلوسي. د پردیو زورورو همدا میراث دوی ته ورپاتې دی.
دا قوم یوازې هغه ورځې لمانځي، چې پردي تر لوټ او وژنو وروسته له ښاره ووځي. دوی هېڅکله د هغو ورځو په ارزښت نه پوهیږي، چې په هغو کې باید د ښار دیوالونه لوړ کړي، د ښاردروازي پخې جوړې کړي او هرکال د هر پردي له راتللو او ښارنیولو مخه ونیسي.
د دې ښار د اوسیدونکیو هرڅه په مټو کې دي، په سرونو کې یې څه نه شته، دوی لا په دې نه پوهیږي، چې له دوښمنانو څخه تلپاتې خلاصون د ( سرونو ) کار دی او مټې یوازې د دې لپاره دي، چې کندوان له غنمو او دسترخوان له ډوډۍ ډک کړای شي.
پېړۍ تېرې شوې، خو دا ښاریان پوه نه شول، چې ودان او ماړه ښارونه هيڅوک نه شي نیولای.
مرید ګامونه تیز کړل، ښايي د کوم بل پردي یرغلګر د اسونو د پښو اواز یې ترغوږه شوی و.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

د ښوونکي نړیواله ورځ؛ د معاش کمښت او اقتصادي فشار ښوونکي بې‌انګېزې کړي
راپورونه

د ښوونکي نړیواله ورځ؛ د معاش کمښت او اقتصادي فشار ښوونکي بې‌انګېزې کړي

۱۳ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۵ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791200174]
یونیسف: په ۲۰۲۵ کال کې پر ښوونځيو څه باندې زر بریدونه ثبت شوي
خبرونه

یونیسف د نجونو په زده‌کړو کې د ښځینه ښوونکو پر رول ټینګار وکړ

۱۳ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۵ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791199800]
د مسکو فارمټ د اتمې غونډې پیلېدل؛ لاوروف: په افغانستان او سیمه کې د ناټو حضور نه منو
خبرونه

د مسکو فارمټ د اتمې غونډې پیلېدل؛ لاوروف: په افغانستان او سیمه کې د ناټو حضور نه منو

۱۳ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۵ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791199348]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • په غور کې په بوږنوونکې بڼه د نوریې وژنه؛ هغه چې د خپلو ماشومانو په مخکې شکنجه او ووژل شوه

    په غور کې په بوږنوونکې بڼه د نوریې وژنه؛ هغه چې د خپلو ماشومانو په مخکې شکنجه او ووژل شوه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په هلمند کې د پاکستان په هوايي بریدونو کې ۱۲ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بدخشان کې واورې ورېدنې او شدید ساړه د درېیو ماشومانو ژوند اخیستی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پنجشېر کې جګړه؛ د ۲۰ طالبانو مړي کندهار ته لېږدول شوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پاکستان پر افغانستان په هوايي بریدونو کې د ۲۲ «ترهګرو» د وژل کېدو خبر ورکړ

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.