• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۳ لړم ۱۴۰۵ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

مریدنامه ۱۵

لیکوال څېړنوال عبدالغفور لیوال

 لیکوال څېړنوال عبدالغفور لیوال لیکوال څېړنوال عبدالغفور لیوال
۲ وری/حمل ۱۴۰۰ - ۲۲ مارچ ۲۰۲۱ [t_time:1616397102]

ښار نیم ودان و او نیم وران. چې ماښام شو، د ښار په ودانه برخه کې د ساز وسرود غږ شو، په میخانو کې رڼا ګانې بلې شوې، په کوڅو کې ځینو ښاریانو نڅا پیل کړه، خود نیمايي وران ښار دخلکو دژړاوو غږ پورته شو. ښځو په کریغو کریغو ژړل او نارینه وو خپلې ږیرې شکولې. عجیبه وه، یو ښار و، خو نیمو ښاریانو ګډل او سازونه یې غږول، نیمایي نورو ماتم نیولی و او کریغې یې وهلې، د نیم وران ښار ماشومان کوڅو ته راوتلي وو، د نیمايي ودان ښار جشن ته یې خولې خلاصې پاتې وې، دا ماشومان وږي وو او د جشن له سیمې څخه د کبابونو او چرګانو بوی دوی ته عجیب ایسېده.
مرید خپل ببرسری پیر وپوښت: یا دستګیره پیره دا څه راز دی؟
پیر کړس کړس وخندل، پر ملا کوږ وږ شو: کلونه وړاندې د اوسني ودان ښار خلک د اوسني نیمايي وران ښار د اوسیدونکو له لاسه له ښاره وتلي وو، پردیو ورته وسلې ورکړې او پر ښار راننوتل، بیا یې نو له نیمايي ښار څخه کسات پیل کړ، ویې وژل، لوټ یې کړل او بې عفته یې کړل. د دوی هرڅه یې راوړل او دلته یې پرې ځانونو ته ماڼۍ ودانې کړلې. دوی پر همدغې ورځ پر ښار راننوتلي وو، پرهمدې ورځ یې لوټ او وژنې پیل کړې وې، همدا ورځ د لوټمارو د ابادۍ او مړښت د پیل ورځ وه. هغه ورځ چې ورور د خپل ورور وینه تویې کړه او د تره زوی د خپل تربور کور لوټ کړ.
بس له هماغې ورځې راهیسې نیم ودان ښار جشن نیسي او نیم وران ښار ماتم. دا د دوی د هرکال عادت دی. د ودانو ماڼیو اوسیدونکي د خپلې سوبې جشن نیسي او د نیم وران ښار وږي ښاریان د خپلې تباهۍ کالیزې ته ژاړي. د ماڼیو اوسیدونکي د کنډوالو خلک کافر ګڼي او د کنډوالو غمځپلي د ماڼیو اوسیدونکي غله، قاتلان او د پردیو غلامان بولي.
د ښار دواړه برخې ټول کال لګیا وي، نیمايي جشن ته او نیمايي نور ماتم ته ځان چمتو کوي، د دغو ښاریانو ټول عمر په همدې ناندریو کې تیریږي، هېڅوک د ښار د راتلونکې لپاره هڅه نه کوي.
دا ښار د جشنونو او ماتمونو ښار نومیږي.

ماښام تېر و، چې د تیارو ښار ( تاریکاباد) ته ورننوتل، ښار ټول تیاره و. په کورونو کې څراغونه نه ښکارېدل. دلته د سپوږمۍ رڼا هم نه وه، سپوږمۍ له دې ښاره په غلا تېرېده او په اسمان کې ستوري هم بخیل ښکارېدل، ښايي نه یې غوښتل دې ښار ته رڼا ورکړي.
مرید وپوښتل: پیره ! کوربان دې شم، د دې ښار قسمت یې ولې په تیارو لیکلی؟
ببرسري وخندل، په تیاره کې یې سترګې وځلېدې او ځواب یې ورکړ: د دې ښار اوسېدونکي د خپلو څراغونو د روښانولو اراده او پوهه نه لري. کلونه وړاندې یې له ګاونډیو ښارونو څخه رڼا د زرینو سکو په بیه اخیستله، ګاونډیو خپله رڼا پر دغو ښاریانو خورا ګرانه پلورله، نیمې پیسې یې په خپله خزانه کې اچولې او نیمې نورې یې په دې لګولې، چې د دې ښار اوسېدونکی د خپلو څراغونو د بلولو پوهه هېڅکله ورخپله نه کړي، ګاونډیو د دې ښار اخوندانو ته پیسې ومنلې، چې د خپلو ( څراغونو روښانول ) ناروا وګڼي او له ګاونډیو څخه د ( رڼا ) ګدايي روا کړي.
ښاریانو له ګاونډیو څخه رڼا په بیه اخیستله او د زرو سکې یې ورکولې، د تیارو د ښار زورورو به رڼا وړیا غوښته او د غریبو ښاریانو د رڼا په حق یې خیټه اچوله، د ښاریانو زرینې سکې ورو ورو خلاصېدې او نور نو په ښار کې د رڼا اخیستلو لپاره زر پاتې نه شول، بیا نو ښاریان د ګاونډیو پر رڼا سره ونښتل او پر پردۍ رڼا یې یو د بل سرونه مات کړل، خو هیچا دوی ته د خپلو څراغونو د روښانولو چل ورو نه ښود. کلونه کلونه کیږي، چې د تیارو د ښار اوسېدونکي د پردۍ رڼا پر سر یو له بل سره دوښمن دي او ښار همداسې تیاره دی.
مرید د ( تاریکاباد) په هره څنډه کې بهانده رڼا ولیدله چې څنګه په پټه له دې ښار څخه وځي او د ګاونډیو ښارونو کورونه، کوڅې او ذهنونه روښانوي، خو تاریکاباد لا هم تیاره دی.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

د فرانسې په لاریونونو کې شاوخوا ۸۰۰ زرو کسانو ګډون کړی
بهرني خبرونه

د فرانسې په لاریونونو کې شاوخوا ۸۰۰ زرو کسانو ګډون کړی

۲ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792867514]
اسراييلي پوځ څه باندې زر فلسطینیان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړي
بهرني خبرونه

اسراييلي پوځ څه باندې زر فلسطینیان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړي

۲ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792863342]
په جرمني کې مېشتو افغانانو او مدني فعالانو د کډوالو د جبري ایستلو پر ضد لاریون وکړ
خبرونه

په جرمني کې مېشتو افغانانو او مدني فعالانو د کډوالو د جبري ایستلو پر ضد لاریون وکړ

۲ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792860608]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بادغیس کې نښته؛ سرچینې د دوو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • داعش خراسان؛ په تېرو ۹ کلونو کې د رهبرۍ جوړښت او لړۍ

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د طالبانو ایډیولوژیکه تصفیه؛ د مخکیني حکومت څارنوالان څنګه له دندو ګوښه کېږي؟

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سمرقند ته تللی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.