• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۳ لړم ۱۴۰۵ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

مریدنامه ۱۶

لیکوال څېړنوال عبدالغفور لیوال

 لیکوال څېړنوال عبدالغفور لیوال لیکوال څېړنوال عبدالغفور لیوال
۸ وری/حمل ۱۴۰۰ - ۲۸ مارچ ۲۰۲۱ [t_time:1616912708]

توپان چیغې وهلې، د سمندر اوبو له بېړۍ سره پهلواني کوله. توند باد د څپو پر سر راپورته شوي څاڅکي د مساپرو پر مخونو ورشيندل. بېړۍ، لکه په شرابو نشه پېغله، کاواکه یوې خوا بلې خواته کږېده. اسمان تورو وریځو پوښلی و او د بېړۍ د لرګیو خرپا ختله، توپان به یو ځل هووو کړ او بېړۍ به پر څپو وروختله …
په بېړۍ کې دننه مساپر په ډلو ډلو سره ویشل شوي وو، هر چا خپل قومیان او د خپلې ژبې ویونکي سره راغونډ کړي وو، یوه قوم بل ته ویل : د بېړۍ هغه اړخ چې موږ په کې اوسو باید ټینګ شي، نود بېړۍ د هغې بلې څنډې تختو ته اړتیا شته، موږ ورځو چې تختې رابېلې کړو، دوهم قوم ورته په غوسه وویل: موږ به هېڅکله پرې نه ږدو، چې زموږ برخه تختې رابیلې کړئ، دا برخه تختې زموږ دي.
درېیم قوم ویل، په بېړۍ کې زموږ ځای سم نه دی، زموږ شمېر زیات او ځای مو تنګ دی، موږ ته نور ځای راکړئ او که نه دبېړۍ دا برخه به ماته کړو.
څلورم قوم ویل: زموږ د ماشومانو ساړه کیږي، موږ به د خپلې برخې لرګینې تختې رابېلې کړو، چې اور پرې بل کړو او که نه ماشومان به مو یخني ووهي…
له مساپرو څخه هرې ډلې چیغې وهلې، سوکان یې اسمان ته پورته کړي وو او بله ډله یې ګواښله، د ځینو ډلو مشران لا له پخوا څخه سره لاس او ګریوان شوي وو…
مرید وارخطا و، پوهېده، چې که هرډله تختو ته لاس واچوي، نو د سمندر د څپو غرونه به پر بېړۍ راننوځي او هر څه به د سمندر ګېډې ته ورننباسي. د خپل ببرسري پیر لمنه یې ونیوله: یا پیره دستګیره ! راورسېږه ! دا څه وینم؟
پیر کټ کټ وخندل، د خندا له لاسه لکه توپان وهلې بېړۍ کوږ وږ شو: دا خلک دا بېړۍ خپله نه بولي، یوازې هغه برخه خپله بولي، چې په کې اوسي. د دوی شعور لا دومره نه دی، چې پوه یې کړي؛ د بېړۍ ماته او ډوبېدا به دوی ټول ډوب کړي. دوی لا د دې پوهه نه لري، چې ټوله بېړۍ ژغورل بویه، نه د بېړۍ یو کونج.
او مرید پوه شو، چې:
ـ ګواښ په توپان کې نه، بلکې د مساپرو په ذهنونو کې پټ دی.
ـ کمزورتیا په بېړۍ کې نه، بلکې د بېړۍ والو په پوهه، ګډه اراده او ګډ شعور و عمل کې ده.
ـ او خطر په سمندر کې نه، بلکې د بېړۍ د مساپرو په ځانځانۍ کې دی.

ویروونکې دره وه، دواړو لوریو ته یې غرونو سرونه هسک کړي وو، دغرونو ترمنځ سیند په غوسه غړمبېده، پاس خونړیو ګوربتانو زمکې ته سترګې نیولې وې او په ښکار پسې ګرځېدل، دغو ګوربتانو یوازې د بنیادمانو غوښه خوړله. د پړانګانو پلونه هم پر ډبرو ښکارېدل، لکه څوشیبې مخکې یې چې څوک داړلي وي. مرید په خپل ببرسري پیر پسې روان و، په دره کې ځای ځای د تورو مغارو ترمخ نارینه بنیادمان ناست ښکارېدل له چا سره تېرې تورې وې او له چا سره هم نیزې، دغو انسانانو پیر او دهغه وېریدلي مرید ته په شک کتل، د مرید ویره شیبه په شیبه زیاتېده: یا پیره دستګیره !
دا کوم ځای ته راغلو؟ په دې خونړۍ دره کې خو هرڅه د مرګ بوی لري، هرڅه د وژلو تکل او هره شیبه د قتل لحظه ښکاري؟
ببرسری پیر ډاډه و، ویې خندل، کټ کټ یې په دره کې انګازې وکړې:
دا د امپراتورانو د مرګ دره ده ! د نړۍ د ځواکونو هدېره ! دلته هرڅوک چې په زور راشي، وژل کیږي. دا خلک خپل حاکمان هم وژني. د دې درې د اوسېدونکیو زورور نه خوښیږي. پړانګان، بازان او لیوان خو یې لاڅه چې سیند او غر یې هم داړل کوي، دې درې ته په زور راغلي ژوندی نه شي وتلای، خو هر زورور او هر غل دې درې ته یوازې په چل او شیطاني طلسمونو راتللای شي. د دې درې تاوتریخجن خلک ډېر ساده او بېخبره دي. غله او لوټمار چې په چینګو داړو ورته راشي نو دوی د خپلو مېرمنو جامې هم وروبښي. چې څوک یې د دین په نامه په قتل پسې راشي نو دوی غاړې ورته کېږدي او چې څوک یې د مېړانې غورې او باټې ورته وکړي، نو دوی خپل شته ور وبښي. د دغو بنیادمانو ماشومان او ښځې نه خوښیږي.
دوی له زده کړې څخه کرکه لري، دوی له هیچا د کورونو د جوړولو سبق نه اخلي او لاهم د غره په مغارو کې اوسیږي. بس خپل هرڅه ورته تر ټولو ښه ښکاري. لاتراوسه له وسلو سره ژوند کوي، د ژویو په څرمنو بدنونه پټوي او خوراک یې د ځناورو غوښې دي، که ځناور ونه مومي، نو د خپلو وروڼو او تربرونو غوښې هم خوري.
راځه ! مه ویریږه ! ما و تا د شیخۍ جامې اغوستي، دوی شیخانو ته څه نه وايي.
مرید حیران و او د لومړي ځل لپاره یې خپلو جامو ته په قدر وکتل، پوه شو، چې نن، د شیخۍ جامو د ده ژوند ژغورلی دی.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

ټولنه

اوچا: پر ښځو محدودیتونه په افغانستان کې د مرستو رسولو بهیر ګډوډوي

۳ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792930656]
د طالبانو میلیاردي قراردادونه؛ ولې د اوبلنو ګازو بیه لا هم لوړېږي؟
راپورونه

د طالبانو میلیاردي قراردادونه؛ ولې د اوبلنو ګازو بیه لا هم لوړېږي؟

۳ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792928804]
طالبانو په اروزګان کې د یوه پخواني نظامي پر کور چاپه وهلې
خبرونه

طالبانو په اروزګان کې د یوه پخواني نظامي پر کور چاپه وهلې

۳ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792927913]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د طالبانو ایډیولوژیکه تصفیه؛ د مخکیني حکومت څارنوالان څنګه له دندو ګوښه کېږي؟

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بادغیس کې نښته؛ سرچینې د دوو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • داعش خراسان؛ په تېرو ۹ کلونو کې د رهبرۍ جوړښت او لړۍ

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سمرقند ته تللی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.