له یوې وچې او جلوهلې دښتې تېریدل، ناڅاپه د تاریخ په هدیره ورپېښ شول. په دښته کې د خاورو یوه لویه ډیرۍ وه او پر سر یې زړې جنډې رپېدې. قبرونه نه ومعلوم، داسې ښکارېدل، لکه پر یو لوی قبر چې ورپېښ شوي وي. د ډېرۍ ترڅنګ یوه وچه ونه ولاړه وه او د ونې ډډ ته یوه لویه دړه ایښې وه، مرید د هدیرې ډبرلیک ته ورغی او دایې په کې ولوستل:
((دلته یو لوی قوم خښ دی، یو غیرتي قوم، چې زرګونه کاله تاریخ یې درلوده، یو مېړنی او اتل قوم، د زمریو په څېرزړور او د شاهین په څېر لوړهمته قوم… یو وخت یوه ګاونډي قوم دلته ورته یوه لویه کنده و ایستله، د غیرتي قوم څو وګړي ور ولوېدل او بیا د قوم نور وګړي د تربورګلوی او خپلمنځي بدیو په ټېل کې ورټېل وهل شول، لویه کنده ګاونډیانو لا پسې پراخه کړه او غیرتي قوم خپلو کې سره داسې ښکېل و، چې یو بل یې ورټېل وهل. کلونه وروسته ټول قوم په کنده کې و. د قوم څو هوښیارانو له خپلو جامو څخه یوه زینه جوړه کړه، چې له کندې څخه قوم پرې راوباس ي، ګاونډی راغی او له پاسه یې ورغږ کړ:
له جامو څخه زینه جوړول لوی کوپر( کفر) او ستره ګناه ده، ځکه که جامې وباسئ، مومنان به بربنډ او لغړ شي. پوه شئ ! چې لغړتیا لویه بې حیايي او ګناه ده. بیا بل ګاونډی راغی او دوی ته یې ګوګړ وروغورځول، فتوا یې ورکړه او ځینو غیرتیانو له جامو څخه جوړه شوې زینه د ثواب په نیت وسوزوله … ګاونډیانو په کنده کې د غیرتي قوم غیرت راوپاراوه او دوی یو د بل د غوښو خوراک پیل کړ…. تر دې چې ټول همدلته پوپنا شول او ګاونډیو قومونو د تل لپاره خاورې پرې ورواړولې او خښ یې کړل)).
مرید وارخطا شو او د خپل ببرسري پیر لمن یې ونیوله. چې دا څه دي؟
پیر کټ کټ وخندل او غږ یې په دښته کې تاوراتاو شو:
هغه ولسونه، چې د دوښمن په دروغجنې ملګرتیا تېروځي او د خپلې تباهۍ فتوا ورڅخه غواړي، همداسې به د تاریخ تر ډېریو لاندې ورکیږي.




