مریدنامه ۸

لیکوال څېړنوال عبدالغفور لیوال

مرید پوه شو، چې دا خیښي ډېره مرګونې ده، له پیر څخه یې هیله وکړه، چې په بېړه له دې کلي څخه ووځي.
… خو شاته لا هم له یوه درمند څخه لوګي پورته کېدل.
غرمه وه، چې د ښار دروازه یې ورته پرانیسته، عجیبه وه، ښار دیوالونه نه درلودل، خو دروازه به یې تر غرمې تړلې وه.
چې ورننوتل، څه ګوري ؟ د دروازې په دالان کې دوه پاسوالان ولاړ دي، تورې یې له تېکو راایستلې او په وینو ککړې، وړاندې ولاړل، چې د ښار په لومړۍ څلورلارې کې یې لوړ کله منار ولیده، مرید وحشت ونیوه، هاخوا لویه ډله خلک په یوې جنازې پسې روان وو، مرید یو ښاري وپوښت : څوک مړ دی؟ ښاري په پوزخند وویل : د ښار ( قصاب) !
په کوشنۍ ویاله کې له اوبو سره ګډې وینې بهېدې، هاخوا په یوه لوی واټ کې ګڼې ښځې روانې وې، سرونه يې لوڅ او ببر وو، له خپلو ټیکریو څخه یې جنډې او بیرغونه جوړ کړي وو، پر جنډو لیکلي وو:
( موږ د ښځو حقونه غواړو !)
ښځو د حقونو چیغې وهلې او خښمېدلې ښکاریدې …
مرید ببرسري ته مخ ورواړاوه :
دوی څه وايي ؟
ببرسری پیر له خندا په ملا مات شو، له ډېرې خندا څخه یې د ستما په منځ کې ځواب ورکړ:
دوی له هغو نارینه وو څخه ، چې یو په بل پسې تورې ګرځوي، خپل حقونه غواړي.
دا ښځې په هغه ښار کې، چې ( ژوند ) نه شته، ( حق) غواړي !
پوه شه ! چې ( حق ) د ژوندیو خلکو غوښتنه وي، پر مرګ محکوم ولسونه (حق) نه شي غوښتلای!
مرید ښاریانو ته ځيروو، چې ټول دوه برخې شوي وو؛ نارینه د قصاب په جنازې پسې راون وو او ښځینه وو د خپلو حقونو د غوښتلو چیغې وهلې.
په ښار کې کتار خلک د حاکم د ماڼۍ دروازې ته ولاړوو، مرید له یوه ښاري څخه وپوښتل : داخلک دلته څه کوي؟ ښاري ځواب ورکړ:
دښار حاکم سخي سړی دی، دوی ته هره ورځ په خیرات کې خواړه ورکوي.
مرید ببرسري پیر ته مخ ورواړاوه : افرین دې پر داسې حاکم وي!
خو ببرسري د ( نه !) سر وښوراوه :
د حاکمانو دنده دا نه ده، چې خپلو خلکو ته خیرات ورکړي، د ښه حاکم مسئولیت دا دی، چې خلک له خیرات اخیستلو څخه بې نیازه کړي. که خلک په خپله د ډوډۍ موندلو امکانات ولري، له هیچا به سوال ونه کړي. ښه حاکمان هغه دي، چې د پرګنو پرشاړو زمکو اوبه ورسمې کړي، او خلک د دې وړتیا ومومي، چې د ډوډۍ غوښتونکیو پرځای ډوډۍ ورکوونکي اوسي.
… او مرید نن یوه بله ( ریښتیا) زده کړې وه !

ورته لیکنې

Back to top button