۸صبح، کونړ: په کونړ کې ځايي سرچینې وايي چې یو یونیم کلن ماشوم د خپل تره له خوا وژل شوی دی.
سرچینو یکشنبه د وږي پر ۲۹مه ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې د خاص کونړ ولسوالۍ په «لوتانو» کلي کې د عاشق الله په نوم یو کس له خپل ورور سره په شخړه کې د نوموړي یو یونیم کلن ماشوم د بېل په ګوزارونو وژلی دی.
سرچینې وايي چې دغو وروڼو په میراثي ځمکه شخړه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د جنايي پېښو ګراف لوړ شوی دی.
له دې مخکې سرچینو خبر ورکړی و چې په فراه کې د یو کس ځړول شوی جسد موندل شوی دی.





