۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو د نشهيي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر (UNODC) اعلان کړی چې په افغانستان کې په ۲۰۲۶ کال کې د تریاکو تولید د تېر کال پرتله نږدې پنځه برابره زیات شوی دی.
دغه دفتر پنجشنبه د لړم پر ۷مه، په یوه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د کوکنارو د کرکېلې ځمکه په ۲۰۲۵ کال کې له شاوخوا ۱۰ زره هکټارو څخه په ۲۰۲۶ کال کې څه باندې ۴۳ زره هکټارو ته لوړه شوې ده.
د راپور له مخې، په یوه کال کې د کوکنارو د کرکېلې مساحت ۳۳۰ سلنه او د تریاکو د تولید کچه شاوخوا ۴۰۰ سلنه زیاته شوې ده.
په راپور کې راغلي چې د کوکنارو کرکېله د افغانستان ۱۶ ولایتونو ته غځېدلې او شاوخوا ۷۵ سلنه یې د هېواد په شمالختیځ کې په ځانګړې توګه په بدخشان ولایت کې متمرکزه ده.
د دغه دفتر په وینا، ځینې کروندګرو د دې لپاره چې د کوکنارو کروندې یې ونه پېژندل شي او له منځه یو نه وړل شي، کوکنار د غلو دانو د کروندو په منځ او داسې ځمکو کې کري چې دېوالونه ترې راچاپېره وي.
همداراز، یو شمېر کروندګر د کرلو او حاصل ټولولو وختونه په پړاوونو وېشي، څو د خپلو کروندو د پېژندل کېدو خطر راکم کړي.
د دغه دفتر اجرائیوي مشرې، مونیکا جوما ویلي چې د کروندګرو بېوزلي او د عاید د بدیلو سرچینو نشتوالی د کوکنارو د کرکېلې دوامدار کمښت ستونزمنوي.
هغې له واکمنو چارواکو او نړیوالې ټولنې د همکارۍ غوښتنه کړې، څو د خلکو د ژوند د ښه کیدو لپاره د عاید فرصتونه رامنځته، کرنیزې زېربناوې ښې او بازارونو ته د کروندګرو لاسرسی برابر شي.





