بې سرحده ډاکتران: زموږ ۵۱ سلنه روغتیايي کارکوونکې ښځې دي، له هغوی پرته د کار دوام ناشونی دی

۸صبح، کابل: په کورنیو او بهرنیو موسسو کې د ښځو او نجونو د کار د مخنیوي فرمان له صادرېدو وروسته، د بې پولې ډاکترانو سازمان (MSF) د طالبانو له خوا په افغانستان کې له ټولنیزو چارو د ښځو منع کول سخت غندلي دي.
دغه سازمان په هغه اعلامیه کې چې پنجشنبې د مرغومي په اتمه یې خپره کړې، ویلي چې د ښځو له حضور پرته ددغه سازمان د کار دوام ناشونی دی او د طالبانو پرېکړه په هېواد کې د ناروغو مېرمنو او ماشومانو لپاره خطرناکې پایلې لري.
په افغانستان کې د بې پولې ډاکترانو استازی فلیپ ریبیرو د طالبانو له خوا د ښځو د کار د مخنیوي په اړه ویلي: «زموږ څه د پاسه ۵۱ سلنه روغتیايي کارکوونکې ښځې دي، موږ د کابو ۹۰۰ ډاکترانو، روغتیايي پالو او نورو متخصصینو په اړه خبرې کوو چې هره ورځ هڅې کوي زرګونه افغانانو ته خدمات وړاندې کړي.»
ریبیرو څرګنده کړې چې د طالبانو تر ټولو نوې کړنلاره، له عمومي چارو د ښځو د سیستماتیک لیرې کولو لپاره بل ګام د ټولو په زیان دی.
په افغانستان کې د بې پولې ډاکترانو سازمان استازی زیاتوي که ښځې په روغتیايي مرکزونو کې له کاره منع شي او د ښځو درملنه یوازې د ښځو له خوا وشي، روغتیايي څارنو ته لاسرسی به د دوی لپاره په عملي ډول ناشونی وي.
د بې پولې ډاکترانو په اعلامیه کې راغلي، په داسې هېواد کې چې اوسېدونکي یې د پراخې وزګارۍ له امله له سختې بې وزلۍ سره مخ دي، ښځینه کارکوونکې د بشردوستانه او روغتیايي مرستو په وړاندې کولو کې مهم رول لوبوي.
دغه سازمان ویلي، که څه هم دوی ددې پرېکړې تر اغېز لاندې نه راځي، خو ټینګار لري چې ښځې دې اړینو خدماتو ته پرېښودل شي.
له بلې خوا، په کورنۍ او بهرنیو موسسو کې د ښځو د کار د مخینوي فرمان له صادرېدو وروسته، د طالبانو د روغتیا وزارت وویل چې په روغتیايي برخو کې ښځینه کارکوونکې له دې فرمانه مستثنی دي.
د ویلو ده چې د طالبانو له خوا د ښځو د زده کړو او کار مخنیوی له ګڼو غبرګونونو سره مخ شوی دی.