• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۲ لړم ۱۴۰۵ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د دوحې مذاکرات؛ سیمه او نړۍ په افغانستان کې د جګړو پر کمښت ټینګار لري

م. ظریف صمیم

م. ظریف صمیم م. ظریف صمیم
۳ لړم/عقرب ۱۳۹۹ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۰ [t_time:1603551345]

د افغان دولت او طالبانو د مرکچي پلاویو درېیمه عمومي غونډه د چهارشنبې په ماښام د قطر په پلازمیني دوحه کې جوړه شوه چې د دواړو پلاویو ټولو غړو پکې ګډون وکړ.
د دولت د مرکچي پلاوي ویاند نادر نادري په یوه ټوییټ کې لیکلي: په دغه ناسته کې ټینګار شوی چې د تماس ډلې زرترزره د اختلاف وړ مسایلو حل لاره وړاندې کړي. په دغه ناسته کې دواړو لوریو د اختلاف وړ مسلو د اواري په اړه بحث وکړ.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند نعیم وردګ هم په یوه ټوییټ کې لیکلي چې د دولت او طالبانو د مرکچي پلاویو مشرانو د اختلافي مسلو د اواري لپاره سپارښتنې وړاندې کړې دي. هغه هم وېلي چې په دغه ناسته کې پر اختلافي مسایلو بحث وشو.
د نوموړي په وینا، د تماس ډلو ته دنده سپارل شوې چې خپلو بحثونو ته دوام ورکړي چې زرترزره د مذاکراتو د طرزالعمل پر سر هوکړه وشي او پر اجنډا خبرې پیل شي.
اخوا، په دوحه کې د دولت او طالبانو د مرکچي پلاویو د لیدنو له دوه اونۍ درېدو وروسته، له عمومي غونډې یوه ورځ وړاندې د دواړو لوریو د تماس ډلو د مذاکراتو د طرزالعمل پر سر بحثونه پيل کړل. که څه هم دواړو لوریو په دغه ناسته کې د اختلاف وړ مسلو په اړه خبرې اترې وکړې، خو کومې پایلې ته ونه رسېدل.له بلې خوا، د افغان دولت مرکچي پلاوي او طالبانو هوکړه کړې چې د مذاکراتو د طرزالعمل پر سر خبرې ونه درول شي. طالبان تراوسه د مذاکراتو د بنسټ په توګه له امریکا سره ددې ډلې پر هوکړې ټینګارلري. خو د افغان دولت پلاوي وېلي چې باید په افغانستان کې سولې ته د رسېدو لپاره د کابل او واشنګټن اعلامیه هم له دې هوکړې سره یو ځای شي یا دا چې دواړه لوري نېغ په نېغه مذاکراتو ته دوام ورکړي.
د ملي روغې جوړې عالي شورا هم وايي چې د دولت او طالبانو مرکچي پلاوي دې د مذاکراتو لپاره د اساس له ټاکلو پرته، لږترلږه اصلي خبرې پیل کړي. دا خبرې په داسې حال کې بیا پیلېږي چې طالبانو د هلمند پر مرکز او شاخوا ولسوالیو بریدونه زیات کړي دي. د ویلو ده چې د سیمې او نړۍ ځینې هېوادونه هڅه کوي طالبان د تاوتریخوالی کمښت ته اړ کړي، ځکه دغه هېوادونه باوري دي چې د تاوتریخوالي دوام د سولې بهیر ته زیان رسولی شي.
د افغان دولت او طالبانو د مرکچي پلاویو د تماس ډلو د تلې په ۲۱مه له دوو اونیو ځنډ وروسته یو ځل بیا په رسمي ناسته کې ګډون وکړ. د دولت د مرکچي پلاوي ویاند احمد نادر نادري ددغې ناستې له پای ته رسېدو وروسته د خپل تویټر پر پاڼه لیکلي چې دواړه لوري د اختلافي موردونو په اړه جدي بحثونو ته دوام ورکوي. د هغه په وینا، دواړو لوریو هوکړه کړې چې د بین الافغاني مذاکراتو د طرزالعمل پر سر د اختلافاتو د اواري لپاره دغو ناستو ته دوام ورکړي. طالبانو ډلې هم دې ته ورته توییټ خپور کړی دی. په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم ووېل چې دواړو لوریو هوکړه کړې چې د اختلافي مسلو په اړه بحثونه دوام وکړي. له بلې خوا، د دولت او طالبانو ترمنځ ناستو د رسمي لیدنو له بیا پيلېدو او د دغو ناستو پر دوام له ټینګار پرته کوم خاص پرمختګ نه دی شوی.
سرچینې وایي چې د بین الافغاني مذاکراتو په وړاندې «د بندون لیرې کولو لپاره د فقهي بنسټ ټاکل» او د «مذاکراتو د پرمخ بېولو لپاره د اساس تعینول» د افغان دولت او طالبانو د مرکچي پلاویو ترمنځ جنجالي مسایل دي. له بله پلوه، د مذاکراتو د اصل او بنسټ بحث ددې بهیر جنجالي موضوع ده. خو دواړو خواوو په دوو اونیو ځنډ کې له خپلو دريځونو یو اینچ شاتګ نه دی کړی.په دې توګه، طالبان همداراز د مذاکراتو د بنسټ په توګه د «امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې» پر ټاکلو ټینګار لري او حکومت هم وایي چې «په افغانستان کې سولې ته د رسېدو لپاره د کابل او واشنګټن اعلامیه» ورسره یو ځای شي. سربېره پر دې، د دولت مرکچي پلاوي وړاندیز کړی چې دواړه لوري د مذاکراتو د بنسټ له ټاکلو پرته، اصلي خبرې پيل کړي. له دې امله چې وروستي موردونه د دولت د مرکچي پلاوي له خوا وړاندې شوي، د رسمی خبرو پيل د طالبانو په تصمیم پورې اړه لري. له بلې خوا، د ملي روغې جوړې ملي شورا هم د اصلي خبرو د پیلېدو غوښتونکې ده. ددغې شورا رییس عبدالله عبدالله له یوه هندي چینل سره په مرکه کې وېلي چې طالبان په اوسني وخت کې د خبرو د پرمخ بیولو د بنسټ په توګه د دوحې پر هوکړې ټینګار لري. نوموړي جوته کړې چې اړتیا ده طالبان د مذکراتو د بنسټ په توګه د دوحې د هوکړې د ټاکلو په اړه خپل وړاندیز وسره وساتي او دولت هم له کوم مورد پرته، اصلي خبرې پیل کړي. دا مذاکرات په داسې حال کې ټکني روان دی چې په هېواد کې تاوتریخوالي دوام لري.
طالبانو په وروستیو ورځو کې د هلمند پر ځینو برخو بریدونه کړي او ځینې پوستې او سیمې یې نیولې دي. د تلې په ۲۲مه د دواړو لوریو ترمنځ نښتې وشوې او له هغې وروسته امنیتي ځواکونو په نادعلي ولسوالۍ او باباجي سیمه کې پوستې جوړې کړې.
امریکا له خپل لوري د دوهم ځل لپاره پر هلمند د طالبانو د بریدونو په وړاندې غبرګون ښودلی دی. په کابل کې د امریکا سفارت مرستیال راس ویلسون په افغانستان کې د امریکايي او ناتو ځواکونو د عمومي قوماندان سکات مېلر د توییت په بیا خپرولو سره وېلي چې د طالبانو ډله باید پر هلمند خپل بریدونه ودروي. نوموړي جوته کړې چې په هېواد کې د طالبانو ډلې وروستي تاوتریخوالي د دوحې له هوکړې سره اړخ نه لګوي او یوازې د وګړو د مړینې او ورانۍ لامل کېږي.
په کابل کې د امریکا د سفارت مرستیال همداراز له طالبانو غوښتي چې په ټول هېواد کې هم تاوتریخوالي کم کړي. له دې مخکې، سکات مېلر هم پر همدې دریځ ټینګار کړی و. دا په داسې حال کې دي چې امریکايي ځواکونو د تلې په ۲۱مه په هلمند کې د طالبانو پر مرکزونو بریدونه وکړل او له افغان امنیتي ځواکونو یې پر ملاتړ ټینګار وکړ.
په تر ټولو مهم مورد کې، د سیمې او نړۍ ځینې هېوادونه اوسمهال له طالبانو سره د خبرو په حال کې دي چې دا ډله په هېواد کې د تاوتریخوالي کمولو ته اړ کړي. دغه هېوادونه باوري دي چې د تاوتریخوالي دوام بین الافغاني خبرې له ماتې سره مخامخ کولی شي. دا هڅې په داسې حال کې په دوحه کې روانې دي چې د دولت مرکچي پلاوی یوازې پر تلپاتې اوربند کولو ټینګار کوي. سربېره پر دې، د بحث دواړو لوریو د منځګړي د ټاکلو په اړه هم خبرې کړې دي.که څه هم د دولت او طالبانو مرکچي پلاویو له دې مخکې وېلي و چې د افغانانو ترمنځ خبرې روانې دي او بهرنیو منځګړو ته اړتیا نشته، خو داسې ښکاري چې دواړه لوري د مذاکراتو د کړنلارې پر سر له بندون وروسته، دې پایلې ته رسېدلي چې د اجنډا پر ټاکلو او ارزښتونو بحث به له اوسني وضعیته په ځلونو پېچلی وي. په دې توګه، ځینې سرچینې وايي چې د مذاکراتو د منځګړي یا آسانتیاوو د برابرونکي په توګه د بېلابېلو هېوادونو د ونډې احتمال مطرح دی. د وېلو ده چې تراوسه څو هېوادونو د بین الافغاني خبرو لپاره د آسانتیا د برابرونکي په توګه خپل چمتووالی اعلان کړی دی.
بین الافغاني مذاکرات د وږي په ۲۲مه پرانیستل شول او تمه کېده چې په پیلېدو سره به یې په هېواد کې تاوتریخوالی کم شي. اخوا د جګړې له ډګرونو ورځنۍ شمېرې ښيي چې مذاکرات د هېوادوالو له تمې سره سم پرمخ نه دي تللي. په تېره بیا دا چې دواړو لوریو د روانې میاشتې په لومړیو کې رسمي ناستې په عملي توګه ودرولې او دې کار د دغو خبرو د ماتې وېره زیاته کړه. له بلې خوا، د دولت او طالبانو د مرکچي پلاویو غړو په انفرادي توګه کتنې لرلې چې دا لیدنې د تماس ډلو د بیا ناستو د پيلېدو لامل شوې.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

بهرني خبرونه

ګوتېرېش په یمن کې د نښتو د سختېدو په غبرګون کې د زغم غوښتنه وکړه

۳۰ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792690016]
یونیسف په نورستان کې نږدې لس زره کسانو ته د پاکو اوبو د برابرولو خبر ورکړ
خبرونه

یونیسف: په افغانستان کې میلیونونه ماشومان له اقلیمي ګواښونو سره مخ دي

۳۰ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792686995]
نړیوالې جزایي محکمې «د ساخاروف د فکر او ازادۍ» جایزه وګټله
بهرني خبرونه

نړیوالې جزایي محکمې «د ساخاروف د فکر او ازادۍ» جایزه وګټله

۳۰ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792684716]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سمرقند ته تللی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • داعش خراسان؛ په تېرو ۹ کلونو کې د رهبرۍ جوړښت او لړۍ

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بادغیس کې نښته؛ سرچینې د دوو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په هالنډ کې د ازبکي ژبې د ملي ورځې د نمانځنې مراسم ترسره شول

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.