• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۶ لړم ۱۴۰۵ - ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

کورنی تاوتریخوالی؛ هغه کړاوونه چې ښځې یې په چوپتیا کې زغمي

مهناز مهناز
۶ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1793193382]
Pexels

Pexels

«نه پوهېږم» هماغه څه چې له کلونو راهیسې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي له امله رامنځته شوي، د ډېرو نجونو د چیغو غږونه یې په ځان کې پټ کړي دي. نه پوهېږم پر افغان ښځو او نجونو له کوم ظلم او زیاتي ولیکم؛ هغه چې په کورونو کې پرې کېږي، که له هغو بې‌عدالتیو چې په ټولنه کې پرې تپل کېږي؟ د افغان نجونو له کوم تر پښو لاندې شوي حقه یې ولیکم؟ د زده‌کړو حق، د انتخاب حق، د ژوند حق، که د هغه ساده امنیت حق چې لا هم د ډېرو لپاره هیله ده؟

نن د هغو غمونو او د بندو سلګیو په منځ کې راګیره یم چې زړه یې راته ولکه کړی دی. له یوې خوا له خپل ځان سره په جګړه کې یم. نه پوهېږم د څه په هکله او له چا سره خبرې کوم؛ خو ناڅاپه ځان په هغه تېر کې مومم چې لا مې هم په وجود کې ژوندی دی؛ شکنجه، وهل ټکول او د ژور درک او ملاتړ اړتیا.

هره ورځ د عادي خلکو په څېر راویښېږم، ساده او ورځني کارونه کوم؛ خو اوس مې د هرې ورځې پټ شعار دا دی: له موږ یوه د راټولولو او منظمولو له کاره ستړی شوې او بله یې له ورانولو. دا هغه جمله ده چې هر ځل د تاوتریخوالي او وهلو ټکولو پر حقیقت بدلېږي.

په بېلابېلو پلمو وهل ټکول، یوازې د دې لپاره چې خپل نارینه زور ډېر وښيي او ما نوره هم ووېروي. نه پوهېږم څوک پړ دی؟ یوازې غواړم هر څه پاک او منظم وي؛ خو ورور مې برعکس کار کوي. هر وار چې ورته وایم: «دا کار مه کوه، تازه مې پاک کړی»، ځواب راکوي: «ورکه شه، له رنګه مې دې کرکه کېږي.» هر وار ورته وایم چې لږ تر لږه د هغو هڅو او زحمتونو د درناوي لپاره چې په مخکې دې کوم، دا کارونه مه کوه؛ خو بیا هم خپل کار تکراروي او وايي: «ته بې عقله یې.»

نه پوهېږم چې کومه بې عقلي مې کړې؟ ښايي بې عقلي مې په دې کې وي چې له خپل وروره تمه لرم، لږ تر لږه د غوسې او تاوتریخوالي پر مهال مې یوازې ورور نه وي، بلکې تل، په ځانګړې توګه هغه مهال چې ورته اړتیا لرم، په رښتینې مانا مې ورور وي؛ خو هغه داسې نه دی. او دا «نه دی» له ژور درده ډک دی.

کله کله کورنی تاوتریخوالی هم له همدغو ساده جملو او چلنده پیلېږي او ورو ورو زور اخلي؛ له وهلو ټکولو او ستوني څخه نیولې، د یوې ښځې تر وژلو پورې. ښايي زه او لسګونه نورې ښځې او نجونې هره ورځ په بېلابېلو پلمو د هغو کسانو له خوا شکنجه کېږي او وهل کېږي چې موږ یې پلار، ورور او مېړه بولو؛ خو د وېرې او ناپوهۍ له امله، بې‌غږه او په چوپتیا کې یې زغمو.

زه هم د کورني تاوتریخوالي له هغو قربانیانو یوه یم چې په چوپتیا او یوازېتوب کې کړاوونه زغمم. نن سبا ډېره یوازې یم. بدن مې له سرو او شنو چاپونو ډک دی چې ورور مې وهلې یم؛ ځینې یې د هغه د سوکونو نښې دي او ځینې نورې یې د کیبل وهلو. کله کله مې ورور له مرۍ نیسي او فشار پرې راوړي. هغه شېبه د خوندیتوب احساس نه کوم، وېره مې ټول وجود نیسي. هر وار یې چې لاسونه زما پر مرۍ راتاو شي، له ځانه پوښتم: ولې هغه څوک چې باید زما پناه ځای اوسي، وېروي مې.

پر غاړه مې د هغه د ګوتو نښې د درد او وحشت یادونه کوي. هر وار چې ځان په هېنداره کې وینم، له ځانه پوښتم: ولې یوازې له ما سره تاوتریخجن چلند کوي؟ ولې مې د وهلو ټکولو پر ځای په غېږ کې نه نیسي؟

هره شپه په ژړا ویده او د ورځې له خوا له تاوتریخوالي سره مخ کېږم. نن له بل هر مهاله ډېره ستړې یم او داسې کس ته اړتیا لرم چې پر درد مې پوه شي او ملاتړ مې وکړي. داسې احساس کوم لکه د ژوند په تیارو کې چې ډوبه یم؛ لاس مې اسمان ته نه رسي او پښې مې له ځمکې بېلې شوې دي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

یونیسف په افغانستان کې زیانمنو نجونو ته د زده‌کړو زمینه برابروي
ټولنه

یونیسف په افغانستان کې زیانمنو نجونو ته د زده‌کړو زمینه برابروي

۶ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1793192727]
د طالبانو ښارګوټی جوړوونکی ویاند؛ مجاهد څنګه د کابل په شنه ساحه کې ښارګوټی جوړوي؟
څېړنیز راپورونه

د طالبانو ښارګوټی جوړوونکی ویاند؛ مجاهد څنګه د کابل په شنه ساحه کې ښارګوټی جوړوي؟

۶ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1793190367]
خبرونه

سرچینې: په کندهار پوهنتون کې د ملا هبت‌الله فرمانونه تدریسېږي

۶ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1793188391]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • «پیسې راکړه، یا د مرګ په تمه اوسه»؛ د بشر نورزي د وراره د باج اخیستنې په اړه ټکان ورکوونکي روایتونه

    «پیسې راکړه، یا د مرګ په تمه اوسه»؛ د بشر نورزي د وراره د باج اخیستنې په اړه ټکان ورکوونکي روایتونه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د طالبانو ایډیولوژیکه تصفیه؛ د مخکیني حکومت څارنوالان څنګه له دندو ګوښه کېږي؟

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د افغان کډوالو د اېستلو دوام؛ پرون نږدې ۱۰۰۰ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • طالبان: د افغانستان او ایران ترمنځ د ترانزیټي موټرو تګ راتګ ۲۴ ساعته شو

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.