۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وايي چې زیانمنو یا د تاوتریخوالي له ګواښ سره مخ نجونو ته د زدهکړو او مهارتونو د روزنې زمینه برابروي.
نوموړي بنسټ چهارشنبه د لړم پر ۶مه په اېکس پاڼه کې لیکلي چې د یونیسف تر ملاتړ لاندې په یوه ښوونیز مرکز کې نجونو ته مسلکي مهارتونه لکه ګلدوزي ورښودل کېږي.
یونیسف زیاته کړې چې دا ښوونه له نجونو سره مرسته کوي چې پر ځای باور یې پیاوړی شي او راتلونکې ته په هیله مندۍ، د خپلواکۍ پر لور ګام پورته کړي.
دا پروګرام په افغانستان کې د یونیسف فرانسې په ملاتړ داسې مهال پلی کېږي چې نجونې له تېرو پنځو کالو راهیسې د زدهکړو له حقه محرومې دي.





