۸صبح، فاریاب: سیمهییزې سرچینې وايي، په فاریاب کې یوې ښځې د کورني تاوتریخوالي له امله ځانوژنه کړې ده.
سرچینو چهارشنبه د لړم پر ۲۷مه له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي چې دغې ښځې د فاریاب په خیبر ولسوالۍ کې ځان په مرمۍ ویشتلی دی.
څه موده مخکې په پکتیکا کې هم یوې ښځې د کورني تاوتریخوالي له کبله ځان وژنه کړې وه.
دغه راز په کندهار کې هم د ورته لامل له کبله یوې ښځې ځان وژلی و.
په افغانستان کې ګڼې نجونې او ښځې د کورني تاوتریخوالي قرباني شوې دي.
د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د ښځو پر حقونو او ازادیو پراخ محدودیتونه لګول شوي دي.






