«مه وله، ملا صاحب؛ موږ کارګران یو»؛ د هغه کارګر د زارۍ غږ چې د طالبانو د ډزو په منځ کې د ژوندي پاتېدا لپاره هڅه کوي، د هېوادوالو پراخه غوسه او کرکه راپارولې ده. د هېوادوالو په خبره، دا غږ د طالبانو تر واک لاندې د ملکي وګړو د بېوسۍ او بېپناهۍ تر ټولو څرګند انځور دی؛ هغوی ته چې د مرستې پر ځای د مرمیو په ډزو ځواب ورکول کېږي. ورته مهال د بدخشان د نسي، مایمي او شکي ولسوالیو اوسېدونکي طالبان پر ناوړه چلند او د ملکي وګړو پر وژلو تورنوي او وايي چې دا ډله د ۸۲ ډوله توپ په توغولو او د ځانمرګو ډرونونو په کارولو د خلکو کورونه او د کانونو کارګران په نښه کوي.
په ټولنیزو شبکو کې یوه ویډیو په پراخه کچه لاس په لاس کېږي چې پکې یو کارګر چې د طالبانو د جګړې په منځ کې بند پاتې دی، جنګیالیو ته زارۍ کوي چې پر دوی ډزې ونه کړي؛ خو بیا هم د پرلپسې ډزو غږونه اورېدل کېږي.
یو ګارګر وايي: «مه وله، و ملا صاحب! موږ کارګران یو، ټوپک نه لرو؛ ملکیان یو، ملکیان. مه وله او قاري صاحب! مه وله، ملکیان او کارګران یو. وږي پاتې یو، چېرته لاړ شو؟ ډوډۍ نه لرو، څه وخورو؟ هن، لاسونو ته مو وګوره څه نه شته. له سیمې تښتېدلې یو، په سیمه کې جګړه ده.»
په دې ویډیو کې د یو بل کارګر غږ هم اورېدل کېږي چې وايي: «په جګړه کې راګیر یو نه مو دیخوا پرېږدي او نه هغه خوا.»
دغې ویډیو د هېوادوالو په ځانګړې توګه د ټولنیزو شبکو د کاروونکو پراخ غبرګونونه راپارولي دي. هغوی طالبان پر «جنګي جرم، د بشریت پر ضد جنایت او ملکي وګړو پر وژلو» تورنوي او وايي چې په دې ویډیو کې په څرګنده لیدل کېږي چې د طالبانو جنګیالي، سره له دې چې کارګران زارۍ کوي، پر هغوی ډزې کوي.
لیکوال او د بدخشان اصلي اوسېدونکی ضیاالحق مهرنوش د هغه کارګر د خبرو په نقلولو ویلي: «مه وله، ملا صاحب؛ کارګر یم، لیکلي: «نن شپه مې تر سهاره په غوږږنو کې دغه غږ انګازې کولې. کله کله به چې راويښ شوم، ځان به مې په هماغه حال کې لیده او دا غږ به مې په زړه کې تکرارېده.»
ښاغلي مهرنوش لیکلي: «دا د انسان د بېوسۍ اوج دی؛ د داسې انسان چې حقارت او بېوسي یې له غږ او څېرې ښکاري؛ داسې انسان چې د یوې مړۍ ډوډۍ په لټه دی. داسې انسان چې له هر څه تش شوی؛ له شرافت، کرامت او ازادۍ څخه تېر شوی دی. دا چلند د حق او باطل مخامخېدل دي، د عدالت او ډېرې غوښتنې ټکر دی، د بېچارګۍ او د حق خوړلو مقابله ده، د بېوزلۍ او استبداد او خپلسرۍ ټکر دی.»
د نوموړي په خبره، له یوې خوا داسې یو انسان ولاړ دی چې د کار وسایل ورسره دي او په زارۍ خبرې کوي؛ خو له بلې خوا د انسان په جامه کې یو هیولا ډوله لېوه چې په سپکو او درنو وسلو سمبال دی، ولاړ دی او د ځمکې د غصب، د خلکو پر شخصي حریم د تېري، د خاورې د اشغال او د بېګناه خلکو وژلو ته یې کار ویلی.
په مخکېني حکومت کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو معین عبدالمنان شیوای شرق، هم د یوه پنجشېري ځوان له قوله،چې د طالبانو له لوري په ډزو وژل شوی و، لیکلي: «کله چې پنجشیر او بدخشان په مرمیو ویشتل کېږي.» نوموړي د دغه پنجشېري ځوان وروستۍ خبرې چې ویلي یې و: « مه کوه! مه وله! په خدای او قران قسم ملکي یم، نظامي نه یم»، د دغه ځوان او د کان کارګر غږونه له یو بل سره پرتله کړي دي.
ښاغلي شرق لیکلي: «هغه لېوان چې ظاهراً ملایان دي، د دغه بدخشاني ځوان غږ یې هم په مرمیو ځواب کړ. دا دوه بېلګې، د تېري کوونکو او وحشي لېوانو ښکاره جنایت دی چې زموږ برخلیک، تاریخ او وجدان یې په نښه کړی دی.»
دا په داسې حال کې ده چې د بدخشان د نسي ولسوالۍ اوسېدونکي طالبان پر «جنګي جنایت» او له ملکي وګړو سره پر ناوړه چلند تورنوي. هغوی ادعا کوي چې طالبان د «۸۲ توپ» په کارولو کلي او ملکي وګړي په نښه کوي. همدارنګه، د هغوی په خبره، طالبان ځانمرګي ډرونونه هم کاروي چې له امله یې تر اوسه د کانونو یو شمېر کارګران وژل او ټپیان شوي دي. د ولسي روایتونو پر بنسټ، طالبانو په دې ولسوالۍ کې د «الفتح مدرسې» زدهکوونکي هم یرغمل نیولي دي.
همدارنګه، سرچینو د طالبانو ترمنځ د داخلي نښتو پر مهال د درېیو ملکي وګړو د وحشیانه وژل کېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده. د سرچینو په خبره، دا درې کسان په یو جومات کې د طالبانو ترمنځ د نښتې له امله ټپیان شوي و او روغتون ته د لېږد پر مهال په چاقوګانو وژل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو له دې مخکې هم په پنجشېر کې څو وارې ملکي وګړي، د دې ډلې له مخالفو جبهو سره د غړیتوب په تور، لاس تړلي په ډزو وژلي دي. ۸صبح ورځپاڼې له دې وړاندې په یو راپور کې موندلي و چې طالبانو په پنجشېر کې څه باندې ۷۰ کسان لاس تړلي په ډزو وژلي دي.
۸صبح د هغه کس یو غږیز پیغام هم ترلاسه کړی و چې د طالبانو د ۱۴۰۱ د بګرام فرقې قوماندان چې په «حاجي فرهاد» مشهور دی. په دغه غږیز فایل کې هغه د افغانستان د ملي مقاومت جبهې د غړو د ډزو په وسیله د وژلو امر صادر کړی و.
ورته مهال، هغه ویډیوګانې چې ۸صبح ته هغه وخت رسېدلې وې، ښکارېدل چې دا کسان له شا په داسې حال کې چې لاسونه یې تړلي و، په ډزو وژل شوي او له وژل کېدو وروسته یې هم پر مخونو او سرونو ډزې شوې دي.
له دې مخکې هم د بشري حقونو بنسټونو طالبان په افغانستان کې، په ځانګړې توګه له مخالفو ډلو سره د جګړې پر مهال، د «جنګي جنایت» په ترسراوي او له بشري حقونو پر سرغړاوي تورن کړي دي.
د بښنې نړیوال سازمان د ۲۰۲۳ کال د جون پر ۷مه په خپل مفصل راپور کې ویلي و چې طالبانو په پنجشېر کې د ملکي وګړو ډلهییز مجازات ترسره کړي او دا اقدامات ښايي د جنګي جنایت مصداق وي. په دغه راپور کې له محکمې پرته اعدامونه، شکنجه، یرغمل نیول، خپلسري نیول او د ملکي وګړو د کورونو ویجاړول مستند شوي دي.
همدارنګه، د بشري حقونو څار سازمان د ۲۰۲۲ کال په جون کې راپور ورکړی و چې په پنجشېر کې طالب ځواکونو هغه ملکي وګړي نیولي او شکنجه کړي چې له مقاومت جبهې سره د اړیکو په تور تورن و. نوموړي سازمان ټینګار کړی و چې ډلهییزه سزا د جګړې له قوانینو سرغړونه او جنګي جنایت دی.





