۸صبح، کابل: پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې پر سرحدي پوستو د طالبانو د برید په ترڅ کې د دغې ډلې اته جنګیالي وژل شوي دي.
ډان ورځپاڼې یکشنبه د مرغومې پر ۹مه د خپلو امنیتي سرچینو په حواله راپور ورکړی چې په دې نښتو کې یو پاکستانی سرتېری وژل شوی او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.
په راپور کې راغلي، د ټيټيپي جنګیالیو جمعې شپه هڅه وکړه چې د طالبانو د پوستو له لارې پاکستان ته دننه شي، خو له ماتې سره شول.
د راپور پر بنسټ، د ټيټيپي جنګیالي له طالبانو سره په ځوابي برید کې ملګري وو.
دغې رسنۍ زیاته کړې چې په دې نښتو کې د ټيټيپي ۱۵ جنګیالي هم وژل شوي دي.
د يادونې ده چې طالبانو تېره ورځ د پکتيکا ولايت پر برمل ولسوالۍ د پاکستان د جېټ الوتکو د بمبارۍ په غبرګون کې د دغه هېواد د پوځ پر پوستو بريدونه پېل کړل.
طالبانو ادعا کړې چې په دې بریدونو کې یې له ۲۰ ډېر پاکستاني پوځیان وژلي دي.





