• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱۶ تله ۱۴۰۵ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

وچکالي او پر وړاندې يې مبارزه

محمد احسان محمدي

محمد احسان محمدي محمد احسان محمدي
۲۵ چنګاښ/سرطان ۱۴۰۰ - ۱۶ جولای ۲۰۲۱ [t_time:1626462401]

          وچکالي په یوه سیمه کې د اوبو کمبود او یا هم نشتون په داسې ډول سره چې د انسانانو با ارزښته سرچینو کړنې او تولید له ستونزو او ننګونو سره مخ کړي د وچکالۍ په نامه سره یادېږي، یاهم په یوه ساحه کې د اوبو نشتون د وچکالۍ په نامه سره یادېږي. د باران په اورېدنه کې بدلونونه د اقلیم د بدلون(Climate Change) له لویو نښو نيښانو څخه ده، چې اوس مهال ټوله نړۍ ورسره مخامخ ده. د دې ترڅنګ د اقلیم دبدلون لویې (نړیوالې تودوخې/Global Warming) د اوبو د تبخیر اندازه د کرني په سکتور کې زیاته کړې او ستونزې یې نورې هم زیاتې کړې دي. که چېرې د نړۍ تاریخ ته کتنه وکړو نو په زیاتو هغه سیمو کې چې اوبه کمې وې نورې هم کمې شوې، برعکس په هغه ځایونو کې چې زیاتې وې نورې هم زیاتې شوې، چې د انساني ټولنې په شمول یې ټوله بشري ټولنه یې له مستقیمو او غیر مستقیمو ستونزو او ننګونو سره  مخ کړې ده، په ایکو سېستمونو کې ایکالوژیکي ستونزې منځته راغلې، یعنې د ژوندي او غیر ژوندي چاپېریال ترمنځ اړیکې له نورمال حد څخه وتلې ټول ژوندي ژووي نه شي کولای چې خپلې اړیکې له چاپېریال سره په نورمال حد کې وساتي. وچکالي د ژوند پر ټولو سکتورونو باندې بدې اغېزې کوي، په ځانګړي ډول سره د کرنې سکتور پر زیاته اندازه سره اغېزمن کوي کوم چې د حیواني ټولنې لپاره د غذا د تأمین مسؤلیت پر غاړه لري.

        په عمومي ډول سره د باران په اورېدنه، شیدت، مکان او زمان کې زیات بدولونونه راغلي چې له امله یې په ځینې ځایونو کې چې اوبه کمې وې نورې هم کمې شوې په هغه ځایونو کې چې اوبه زیاتې وې نورې هم زیاتې شوې، انساني ټولنه یې له ستونزې سره مخ کړې ده. افغانستان د نړې یو له هغه هېوادونو څخه دی چې په زیاته اندازه سره چاپېریالي ستونزې(موقعیت، د باران کمه اندازه، دومداره وچکالۍ، د ځنګلونو کمبود او ځنګلونو قطع، د څړځایونو له منځه تګ، د عامه پوهاوي د کچې ټيټوالی، د سرچینو کموالی، پر فسیلی(Fossil) او بایومس (Biomass) موادو باندې زیاته تکیه، د چاپېریال ککړتیا، د ښاري او کلیوالی ساحو پراختیا او د خاورې تخریب) لري، له بل طرف څخه یې اقتصاد پر ځان بسیا ندی چې د چارو یې ستونزې نورې هم زیاتې کړې دي.

          افغانستان د نړې یو له هغه هېوادونو څخه دی چې د باران اندازه(۷-۱۲۰۰ میلي متره) یې کمه او کرنه یې پر ژمنیو واورو او بارانونو پورې تړلې، نو له همدې امله د وچکالۍ په وړاندې په یوه حساسه سیمه کې موقعیت لري، په هغه کال کې چې د ژمي په موسم کې  د بارانونو اندازه کمه وي د هېواد زیاتره سیمې له وچکالۍ سره مخامخ کېږي، ددې ترڅنګ یې زیاتره وګړي پر کرنه بوخت دي او د ژوند چارې له همدې لارې څخه سمبالوي.  وچکالي پر مستقیم ډول سره انسانان د څښاک او د ژوند په نورو چارو کې د اوبو له کمبود سره مخامخ کوي، له بل طرف څخه په غیر مستقیم ډول سره پر صنعت او کرنه باندې اغېزې کوي او انسانانو ته اقتصادي ضررونه رسوي، یعنې د کښت لپاره پر کافي اندازه اوبه شتون و نلري، یا له منځه ځي او یا یې هم په غذايي ارزښت باندې بدې اغېزې کوي، چې په پایله کې د انسانانو او حیوانانو د غذایي سرچینو د کمبود سبب ګرځي.

         د دې سره سره چې وچکالۍ زیاتې شوې او د اوبو سرچینې د هېواد په ټولو حوزو کې د کمبود په حال کې دي کرنه هم میکانیزه نده، چې له امله یې د اوبو او محصولاتو ضایعات زیاتېږي او انساني ټولنې ته اقتصادي ضربه رسوي.

         ددې سره سره چې وچکالۍ زیاتې شوې د ژورو څاه ګانو د اوبو د استعمال له امله د ځمکې لاندې اوبه هم د کمبود په حال کې دي او کولای شي چې په اوږده موده کې انسانان له یوه لوی ناورین سره مخامخ کړي، یعنې د ځمکې لاندې اوبو په کمبود سره د ځمکې کېناستل (Land subsidence) منځته راځي او د انسانانو ژوند له ګواښ سره مخامخ کولای شي. کابل ښار د افغانستان یو له هغه ښارونو څخه دی چې ممکن په راتلونکي کې د ځمکې لاندې اوبو د ذخیرو د خالی کېدو له امله د ځمکې له نشت سره مخامخ شي، ځکه پدې ښار کې د اوبو رسونې کمې شبکې شتون لري چې په نشت سره حساب دي، زیاتره د کرنیزو فارمونو، شرکتونو، کارخونو او استوګنو سیمو کې د ژورو څاه ګانو له اوبو څخه زیاته ګټه اخیستل کېږي، بدیل هم شتون نلري او پر یوه نامعلوم لوري په حرکت یو.

د وچکالۍ په وړاندې مبارزه (Combat Against Drought) 

       لکه چې مخکې یادونه وشوه چې د باران په اورېدنه کې په مکاني او زماني ډول زیات بدلونونه راغلي، په ځینې ځایونو کې وچکالۍ زیاتې شوې دي، نو د اقلیم د بدلون(Climate Change) په مقابل کې مبارزه( له چاپېریال سره توافق، د شین کوریزه ګازونو د انتشار مخه نیول) هم کولای شي په سېستماتیک ډول د وچکالۍ اغېزې کمې کړي. د وچکالۍ په وړاندې په مستقیم ډول مبارزه ناشونې ده کولای شو چې په غیر مستقیم شکل سره د توافقي او احتیاطي کړنو په رڼا کې مبارېزه وکړو، له شته سرچینو او فرصتونو څخه سالمه ګټه پورته کړو، تر څو وکولای شو چې د خپلې ټولنې اړوند ضرورتونه رفع کړو. د توافقي کړنو په لړ کې په کرنه، صنعت او د ژوند په نورو چارو کې ځانګړې  کړنې باید تر لاس لاندې ونیول شي، لنډ مهال، منځ مهاله او اوږد مهاله اهدافو او مقاصدو ته داسې استراتېژيک او عملیاتي پلانونو ترتیب او پلی کړل شي چې  له یوه طرف څخه مو د ټولنې ضررورتونه رفع کړي وي او له بل طرف څخه له فرصتونو څخه اعظمي ګټه اخیستې وي چې ځینې یې په لاندې ډول سره دي.

۱- د اوبو مدیریت (Water Management)

       د اوبو مدیریت د اقلیم د بدلون له امله په نړیواله کچه سره په د ټولو هېوادونو د دولتونو په اولویتونو کې قرار لري، د انرژي د تولید څخه نیولې بیا د کرنې تر سکتور پورې ټولې برخې دربر نیسي.

۱-۱- د کانالونو ایجاد: د اوبو له ټولو حوزو څخه باید په ممکنه ډول سره د کرنيز سکتور د اوبو د تأمین کولو لپاره باید د اوبو کانالونه ایجاد شي تر څو وکولای شو چې کرنیز سکتور ته پراختیا ورکړو.

۱-۲- د اوبو ذخیره کول: دولت باید په ټولو هغه ځایونو او سیمو کې چې د کرنیزو اوبو د ذخیره کولو جوګه وي باید لوی او واړه د اوبو بندونه پکې ورغول شي، تر څو د کرنې لپاره د باران په نشتون کې د اوبو کافي سرچینې برابرې کړي. له بل طرف څخه د پاکې انرژي څېښتن هم کېدلی شو.

۱-۳- د اوبو دوباره پراسېس: په ټولو هغه ځایونو کې چې د فاضلاب زیاتې اوبه شتون لري باید پراسېس شي او دوباره په کرنه او صنعت کې په  لکښت ورسېږي، د بېلګې په ډول سره د کابل ښار د فاضلاب اوبو دوباره پراسېس کول د خصوصي یا هم  دولتي سکتور پواسطه په داسې ډول سره چې مثریت او مثمېریت يې په نظر کې ونیول شي.

۱-۴- د اوبو د ککړتیا مخنیوی: دولت باید نقطوي) (Pointاو غیرنقطوي(Non point) د اوبو د ککړتیا د سرچینو د مخینوي په خاطر لازم تدابیر تر لاس لاندې  ونیسي تر څو وکولای شي چې شته اوبه تر ممکن حد پورې د ککړتیا څځه وژغوري. ددې ترڅنګ باید دولت او نور اړوند سازمانونه د ټولنې د غړو د عامه پوهاوي کچه د اوبو د ارزښت، ضرورت او کمبود په اړوند لوړه کړي.

۱-۵- د اوبو رسونې د شبکو تمدید او د ژورو څاه ګانو د اوبو څخه د ګټې اخیستنې مخینوی: باید ټول څاه ګان د اړوند ادارو په اجازه سره حفر شي، ددې تر څنګ دولت باید په اړوندو ښارونو کې په ځانګړي ډول سره په کابل ښار کې د اوبو رسنې شبکې ایجاد کړي، تر څو وکولای شي چې د ژورو څاه ګانو څخه د ګټې اخیستنې اندازه کمه شي، پدې سره موږ کولای شو چې  له یوه طرف څخه د ځمکې لاندې اوبو(Ground Water) سرچینې تقویه کړو او له بل طرف څخه په راتلونکي کې د ځمکې د ممکنه نشستونو څخه مخنیوی وکړو.

۲-په کرنه کې د وچکالۍ پر وړاندې مبارزه(Combat Against Drought in Agriculture)

۲-۱- د کرنیز سکتور میکانیزه کول: لکه چې  مخکې یادونه وشوه چې کرنه د هېواد یو لوی سکتور دی او په ناخالصو ملي تولیداتو(GNP) کې زیاته ونډه لري، دولت باید د کرنیز سکتور د میکانیزه کولو لپاره لنډ مهاله، منځ مهاله او اوږد مهاله پلانونه جوړ کړي تر څو له یوه طرف څخه حاصلات د کمیت او کیفیت له مخې ښه شي او بل طرف څخه د اوبو له ضایع کېدو څخه مخه ونیول شي. د کرنې پر میکانیزه کېدو سره د اوبخور نوي سېستمونه ایجادېږي چې  د اوبو له ضایع کېدو څخه مخنیوی کوي. دودیز د اوبخور سېستمونه د اوبو د ضایعاتو تر څنګ د هرزه بوټو پر انتقال او د کرنیزو محصولاتو د غذايي ارزښت د کمبود سبب ګرځي.

۲-۲- د اصلاح شویو تخمونو(Improve Seed) ترویج او معرفي: داسې اصلاح شوی تخمونه باید په کرنیز سکتور کې د جین د انجینرۍ (Gin Engineering)په واسطه سره رامنځته شي چې له یو طرف څخه کمو اوبو ته ضرورت ولري او له بل طرف څخه یې غذايي ارزښت لوړ وي.

۲-۳-سهار وختي کروندو ته اوبه ورکول: ټولې هغه اوبه چې سهار وختي کروندې ته ورکول کېږي د اوبو د ضایعاتو اندازه یې کمه وي، یعنې له یو طرف څخه ځمکه یخه وي او بل طرف څخه د حرارت درجه ټيټه وي چې په پایله کې یې پر کمه اندازه سره اوبه تبخیرېږي.

۲-۴- د کرنیزو ځمکو قلبه کول: له یوه طرف څخه قلبه کولای شي چې د کرنیزې ځمکې خاوره اصلاح کړي او له بل طرف څخه یې د اوبو ساتلو ظرفیت لوړېږي.

۲-۵- د اوبو له ضایع کېدو څخه مخنیوی: د اوبو له سرچینې څخه تر کروندې پورې باید د اوبخور په وخت کې قوي نظارت وکړل شي تر څو د اوبو له ضایع کېدو څخه مخنیوی وشي.

۲-۶- د عادتي اوبخور مخینوی: ځینې کروندګر خپل کښت ته پر عادتي شکل سره اوبه ورکوي چې پر دې سره له یوه طرف څخه د کرنیزو محصولاتو غذایي ارزښت کمېږي او له بل طرف څخه د اوبو د ضایع کېدو سبب ګرځي.

۲-۷- د عضوی  سرو استعمال: عضوي سرې کولای شي چې  له یوه طرفه د خاورې ساختمان ښه کړي او له بل طرف څخه د اوبو ساتلو ظرفیت زیاتوي، برعکس کېمیاوي سرې د اوبو ضرورت زیاتوي، که چېرې اوبه کروندې ته په وخت ور نه کړل شي ممکن کرونده له منځه ولاړه شي.

۳- فردي او ټولنیز مسؤلیتونه  (Individuals & Social Responsibilities)   

        لکه چې مخکې یادونه وشوه چې له وچکالۍ سره پر مستقیم ډول مبارزه ناشونې ده کولا شو چې پر غیر مستقیم ډول سره د فردي، ټولنیزو او حکومتي مسؤلیتونو له لارې داسې کړنې تر سره کړو چې له یوه طرف څخه د اوبو ککړتیا کمه کړو او له بل طرف څخه د اوبو د زیات لګښت او ضایع کېدو څخه مخنیوی وکړو. ځینې فردي او ټولنیز مسؤلیتونه په لاندې ډول سره دي.

۳-۱- د اوبو د زیات لګښت مخینوی: اوبه په هره کورنۍ کې د مختلفو اهدافو او مقاصدو لپاره په لګښت رسېږی، چې لګښت یې کړنو ته پر کتو سره توپير لري. په یوه داسې کورنۍ کې چې تشانابونه یې  په عصري ډول سره رغول شوي وي، یعنې په  کمود او شاور باندې سنبال وي، د پخواني یو فلشه کمبود په یو ځل استعمال سره ۱۷ لېتره اوبه لګښت کېږي، پداسې حال کې چې دو فلشه کمودونه په یو ځل استعمال سره د ۴-۶ لېتره پورې اوبه لګښت کوي، یعنې  پدې برخه کې د اوبو د لګښت زیات توپير لیدل کېږی. همدارنګه د ژوند په ټولو اړخونو کې  باید د اوبو په لکښت کې کموالی راوستل شي.

۳-۲- د اوبو د ککړتیا مخنیوی: ټولې کورنۍ باید د خپل کور کثافات او پاتې شوني پداسې ډول سره کنترول او مدیریت کړي چې له یوه طرف څخه یې چاپېریال پاک ساتلی وی او له بل طرف څخه د اوبو د ککړتیا سبب و نه ګرځي.

۳-۳- د باران د اوبو ذخیره کول: ټولې هغه کورنۍ چې کورونه یې په عصري ډول روغول شوی وي  باید د باران د اوبو د ذخیره کولو لپاره ځانګړې  ټانګۍ په کورنو کې  ولري تر څو وکولا شي چې د بامونو د باران اوبه ذخیره او په کالیو وینځلو، کمود او  داسې نورو اهدافو لپاره وکاروي.

۳-۴- د عامه پوهاوي د کچې لوړول: ټول هغه د ټولنې غړي چې د اوبو په ارزښت باندې پوهېږي باید په ټولنه کې د اوبو د زیات لګښت په مخنیوي کې خپله ایماني وجبه ادا کړي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

ټرمپ: د امریکا او ایران ترمنځ «ډېرې ښې خبرې» روانې دي
بهرني خبرونه

ټرمپ: د نوبل د سولې جایزې وړ یم خو په ګټلو کې یې شک لرم

۱۶ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791463373]
یوناما: له ۲۰۰۹ تر ۲۰۲۱ کال پورې په افغانستان کې د جګړو له امله تر ۴۰ زرو ډېر کسان وژل شوي دي
خبرونه

یوناما: طالبانو د تېرو درېیو میاشتو په اوږدو کې ۵۲ ښځې او یوه نجلۍ نیولې

۱۶ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791462727]
ملګرو ملتونه: راستنو شویو کورنیو ته ۸۰۰ سرپناوې بیارغول کېږي
ټولنه

ملګرو ملتونه: راستنو شویو کورنیو ته ۸۰۰ سرپناوې بیارغول کېږي

۱۶ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791461926]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • په غور کې په بوږنوونکې بڼه د نوریې وژنه؛ هغه چې د خپلو ماشومانو په مخکې شکنجه او ووژل شوه

    په غور کې په بوږنوونکې بڼه د نوریې وژنه؛ هغه چې د خپلو ماشومانو په مخکې شکنجه او ووژل شوه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • سرچینې: طالبانو د امید سبز ښارګوټي د اوسېدونکو کورونو ته کرایه ټاکلې ده

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پنجشېر کې جګړه؛ د ۲۰ طالبانو مړي کندهار ته لېږدول شوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بدخشان کې واورې ورېدنې او شدید ساړه د درېیو ماشومانو ژوند اخیستی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د ارغند ورور: د طالبانو ښاروالۍ د «ارغند واټ» لیکدړه لرې کړه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.