• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۳ لړم ۱۴۰۵ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

په افغانستان کې د وچکالۍ ناورین؛ په هرات کې د ډېرو لاسي څاه ګانو اوبه وچې شوې دي

۸صبح، هرات ۸صبح، هرات
۱ لړم/عقرب ۱۴۰۳ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۴ [t_time:1729606682]
Atif Aryan / AFP

Atif Aryan / AFP

په افغانستان په ځانګړې توګه د هېواد په لویدیځو ولایتونو کې له پرلپسې وچکالۍ سره هممهاله د هرات اوسېدونکي وايي چې په دغه ولایت کې د ډېریو لاسي څاه ګانو اوبه وچې شوې دي. د هغوی په خبره، په هېواد کې د کورنیو بې‌ځایه کېدو یو لوی لامل وچکالي ده. د هرات د ځينو ولسوالیو اوسېدونکي وايي چې ښايي روان کال یې د ځمکې لاندې اوبو کچه له ۱۰ تر ۳۰ مترو ښکته تللې وي.

د هرات ځينې اوسېدونکي وايي چې د اوبو لاسي څاه ګانې یې وچې شوې دي. د هغوی په وینا، دې حالت اندېښمن کړي؛ ځکه په وینا یې، دا څاه ګانې د ډېرو وګړو اړتیا وړ د څښلو اوبه برابرولې او اوس د اوبو له کمښت سره مخامخ دي.

جمعه‌ګل د هرات د پښتون‌زرغون ولسوالۍ اوسېدونکی دی. نوموړی وايي چې په وروستیو دوو کالو کې د اوبو لاسي څاه ګانې وچې شوې دي. د هغه په خبره، په دې ولسوالۍ کې د څښلو اوبو ډېری څاه ګانې وچې دي او د ځمکې لاندې اوبو کچه ټيټه شوې ده.

د هرات دغه اوسېدونکي له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «دا د اوبه څاه چې په خپل لاس مې کېندلې، نږدې ۱۵ یا ۱۶ کاله کېږي چې لسګونه کورنۍ ترې ګټه اخلي، خو دوه کاله وړاندې یې اوبه کمې شوې او سږکال بشپړه وچه شوه.» جمعه‌ګل زیاتوي: «دغه وضعیت زموږ لپاره جدي ستونزې رامنځته کړي چې له بده مرغه دا د وچکالۍ نښه ده. مخکې مو چې په لاس څاه ګانې کیندلې، شپږ یا اته متره وروسته اوبه راوتلې، اوس اړ یو ۱۵ تر ۲۰ مترو پورې یې ووهو او یو څه یې نوره هم وکیندو چې د څښلو پاکو اوبو ته ورسېږو. په پښتون‌زرغون کې ډېری لاسي څاه ګانې وچې دي او د اوبو کچه هم تقریباً ۱۵ تر ۲۵ مترو پورې ښکته شوې ده.»

د هرات د زابل ولسوالۍ ځينې اوسېدونکي هم وايي چې په دې ولسوالۍ کې د اوبو لاسي څاه ګانې وچې شوي او وايي چې اندېښمن دي او وچکالي د خپل ژوند پر وړاندې جدي ګواښ ګڼي.

د هرات د زابل ولسوالۍ اوسېدونکي عصمت‌الله ۸صبح ورځپاڼې ته وویل: «زموږ په ولسوالۍ کې کیندل شوې د اوبو څاه ګانې چې د خلکو د اړتیا وړ اوبه یې برابرولې، اوس وچې دي او دا مهال خلک په بشپړ ډول له ژورو څاه ګانو کار اخلي. په دې کلونو کې لاسي څاه ګانې وچې شوې او مخکې شاوخوا ۱۰ تر ۱۵ مترو پورې څاه کیندل کېده او خلکو ترې ګټه اخیسته؛ خو اوس باید له ۳۰ تر ۴۰ مترو پورې وکیندل شي او ټول خلک له هغو څاه ګانو چې له ۶۰ تر ۸۰ مترو پورې کیندل شوي، کار اخلي او نور د لاسي څاه ګانو کارول ممکن نه دي.»

ورته مهال، د هرات فرسي ولسوالۍ اوسېدونکي هم د لاسي څاه ګانو له وچېدو اندېښنه ښيي او وايي چې دا څاه ګانې د خلکو اړتیا وړ اوبه نه شي چمتو کولای. د هغوی په خبره، د ځمکې لاندې اوبه له ۱۵ تر ۲۵ مترو پورې ښکته تللي او یوازې د ژورو څاه ګانو کیندل یې اړتیا وړ اوبه برابرولی شي.

شجاع‌الدین د فرسي ولسوالۍ اوسېدونکی دی. نوموړی وايي: «زموږ ولسوالۍ د اوبو له اړخه مشهوره ولسوالۍ وه؛ خو اوس انګېرو چې له اندېښمنوونکې وچکالۍ سره مخامخ یو. هغه اوبه مو چې د څښلو او ان د ځمکو خړبولو لپاره کارولې، له لاسي څاه ګانو برابرېدې، خو اوس د کارونې لپاره اړتیا وړ اوبه نه شته او بشپړې لاسي څاه ګانې وچې شوې دي.»

د فرسي ولسوالۍ دا اوسېدونکی زیاتوي: «موږ به څاه څلور متره کیندله او اوبو ته رسېدو او څلور متره به مو نوره هم ووهله چې ان د ځمکو لپاره یې اړینې اوبه لرلې، خو اوس هماغه څاه ګانې بشپړې وچې دي. که د څښلو لپاره څاه وي، باید له ۲۰ تر ۲۵ مترو پورې وکیندل شي او که د کرنې لپاره وي باید له ۴۰ تر ۷۰ مترو پورې وکیندل شي. دا ټول ښيي چې زموږ په ولسوالۍ کې د اوبو کچه له ۱۵ تر ۳۰ مترو پورې ښکته شوې ده.»

اخوا د هرات د شینډنډ، ادرسکن، ګذرې، انجیل، کرخ او ځینې نورو ولسوالیو اوسېدونکي هم مني چې په سیمو کې یې د اوبو لاسي څاه ګانې وچې شوي او د ځمکې لاندې اوبه ښکته تللي دي.

په افغانستان کې وچکالي یوه لویه ننګونه ده چې په وروستیو کلونو کې یې زور اخیستی دی. دا ناورین بېلابېلو لاملونو لکه اقلیمي بدلون، د اوبو سرچینو ناسم مدیریت، جګړو او سیاسي بې‌ثباتې ژور کړی دی. په افغانستان کې پرلپسې وچکالۍ د واروې او بارانونو ورښتونه اغېزمن کړي، کرنیز تولیدات یې کم کړي، خوراکي توکي یې له نه خوندیتوب سره مخ کړي او کډوالۍ او بې ځایه کېدو ته یې لار هواره کړې ده. دا وضعیت علمي هڅو ته اړتیا لري، په داسې حال کې چې طالبانو په تیرو درېیو کالو کې وښوده چې د اوبو زیرمو د مدیریت وړتیا او په دې برخه کې اړینه پوهه نه لري.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د بېړني اقدام غوښتنه وکړه
خبرونه

اوچا: تېر کال وچکالۍ د افغانستان په شمال او لوېدیځ کې ۳.۴ میلیونه کسان اغېزمن کړي

۱۴ غويی/ثور ۱۴۰۵ - ۴ مې ۲۰۲۶ [t_time:1777892498]
اوچا: د هرات له زلزلې دوه کاله وروسته لا هم زرګونه کورنۍ بې کوره دي
خبرونه

اوچا: د هرات له زلزلې دوه کاله وروسته لا هم زرګونه کورنۍ بې کوره دي

۱۵ تله/میزان ۱۴۰۴ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۵ [t_time:1759860462]
په افغانستان کې زلزلې او وچکالۍ بشري بحران ژور کړی
خبرونه

په افغانستان کې زلزلې او وچکالۍ بشري بحران ژور کړی

۱۲ تله/میزان ۱۴۰۴ - ۴ اکتوبر ۲۰۲۵ [t_time:1759586367]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بادغیس کې نښته؛ سرچینې د دوو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • داعش خراسان؛ په تېرو ۹ کلونو کې د رهبرۍ جوړښت او لړۍ

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سمرقند ته تللی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د طالبانو ایډیولوژیکه تصفیه؛ د مخکیني حکومت څارنوالان څنګه له دندو ګوښه کېږي؟

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.