په افغانستان کې د واکمنې ډلې یوه تبلیغاتي دوکه له نشه یي توکو سره پر مبارزې ټینګار او پر هغو ظاهري بندیز و، څو د هېوادونو د پام په راجلبولو سره د بشري حقونو په برخه کې خپله تورې کړنې پټې کړي. هماغه مهال چې د نشه يي توکو پر تولید او پلور بندیز اعلان شو، د سیمه ییزو سرچینو راپورونو ښودله چې طالب قوماندانانو د دغو ګران بیه توکو پر تور بازار د خپل کنټرول د ساتلو لپاره په زیاته اندازه نشه یي توکي وارله مخه پېرلي او زېرمه کړي دي. له دې سره سره، د مخدره توکو ظاهري بندیز په بهر کې د طالبانو لابیانو ته د دې ډلې د سپینولو لپاره پلمه په لاس ورکړه.
اوس نړۍوال راپورونه ښيي، چې د طالبانو د واکمنۍ تر سيوري لاندې د نشه يي توکو د نورو ډولونو توليد په پراخېدو دی او د هغو د دوديزو ډولونو ځای يې نيولی دی. د مخدره توکو یو نوی ډول چې په رسنیو کې پرې بحث وشو، د میتامفیتامین په نوم ماده وه، چې په تخصصي سرچینو کې د خطرناکو روغتیايي زیانونو په لرلو سره د خورا روږدې کوونکې مادې په توګه پیژندل کیږي. دغو خبرونو وښودله، چې طالبان نه يوازې دا چې د مخدره توکو د کښت او توليد پر وړاندې په مبارزه کې بريالي نه دي، بلکې د دې کار لپاره جدي اراده هم نه لري او که اراده ولري هم، نو دا توان نه لري چې داسې څه په بنسټيزه توګه عملي کړي.
طالبان ولې د مخدره توکو له کښت او تولید سره مبارزه نه شي کولای؟ د ځواب موندلو لپاره اړینه ده چې د دې ډلې شالید او هغه رول چې د مخدره توکو مافیا یې د جګړې په دوام کې لوبولی، په پام کې ونیول شي او په لویه کچه په ټوله سیمه کې له دې ځایه تر منځني ختیځه او د افریقا تر شمال پورې د افراطي ډلو او نړۍوالو قاچاق کوونکو شبکو ترمنځ شته اړېکې وڅېړل شي. له هغه وخته چې د عرب پسرلي په نامه پیښې وشوې او په سیمه کې یو شمیر رژیمونه ړنګ شول او ناامنۍ د نړۍ د دې سیمې پر لویې برخې سیوری وغوړاوه، نړۍوالو قاچاق کوونکو که هغه د مخدره توکو قاچاق کوونکي وو او که د انسان قاچاق کوونکي، د دغو هیوادونو په ډیرو برخو کې د خپلې ناقانونه سوداګرۍ لپاره زرین فرصت وموند.هغه هېوادونه چې له دې اړخه ډېر زیانمن شول، عراق، سوریه، لیبیا، سومالیا، یمن، مالي، نایجریا، سوډان او داسې نورهېوادونه وو. دغې پراخې شبکې ترهګرو ډلو ته اجازه ورکړه، چې له یوې خوا پکې په نفوذ سره د خپلو ځواکونو د ځای پرځای کولو او له بلې خوا د پیسو او وسلو په لېږدولو کې ترې ګټه واخلي. په نړۍواله کچه د پیسو پر لېږد او په دغو سازمانونو پورې اړوند کسانو باندې د لګول شویو محدودیتونو له امله یې قاچاقي شبکو ته پناه وړل د دغو بندیزونو د مخنیوي او خپلو فعالیتونو ته د دوام ورکولو لپاره تر ټولو اغېزناکه لاره ګرځوله.
دا روده چې په نړۍواله کچه مشهوره وه، په سیمه کې د طالبانو او ورسره نورو سخت دریځو ډلو له خوا کارول کېده او په ټولو کلونو کې چې دغه ډله د افغانستان له مخکیني حکومت سره جنګېدله، د دې ډلې د پیسو او وسلو د لیږد یوه مهمه لاره د مخدره توکو د قاچاق او مافیا له ډلو سره ګډ فعالیت و. په واقعیت کې د مخدره توکو مافیا څو موخیز فعالیت لري او د طالبانو په څېر سازمانونو لپاره ستراتیژیک اهرم ګڼل کیږي. له همدې امله د مخدره توکو د تولید او قاچاق پر وړاندې د دغې ډلې د مبارزې ادعا باید جدي ونه ګڼل شي. هیڅ جریان نشي کولای چې په اسانۍ سره خپل ستراتیژیک پناه ځای پرېږدي او له ګټو یې ځان بې برخې کړي. ان که طالبان وغواړي چې له دغو شبکو سره خپلې اړیکې پرې کړي او د هغو د فعالیت مخه ونیسي، هم نه یې شي کولای. په عمل کې، د طالبانو قوماندانان په سیمه کې د مخدره توکو د مافیا له اصلي شریکانو دي او دا یوه ستراتیژیکه او اوږدمهاله اړیکه ده.