په افغانستان کې د ښځو د سینګارتونونو کاروبار یو وخت ښه و، خو اوس یې وضعیت ښه نه دی. په تېرو دوو لسیزو کې، سینګارتونونه د ښځو لپاره د عاید یوه ښه سرچینه ګڼل کېده. ډېرو ښځو او نجونو له دې لارې د خپلو کورنیو لګښتونه برابرول او ځینو یې د سینګارتون په عایدو سره خپلو لوړو زده کړو ته دوام ورکاوه. پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته نور دغه کسب خپل پخوانی ګرم بازار نه لري. د پلازمېنې په ګډون په بېلابېلو ولایتونو کې یو شمېر ښځینه سینګاروونکو د طالبانو د مستقیمو ګواښونو له امله خپل سینګارتونونه تړلي او یو شمېر نورو یې د بېکارۍ له امله افغانستان پریښی دی. یو شمېر سینګاروونکې چې د طالبانو له اخطارونو او ګواښونو سره سره خپل کار ته دوام ورکوي، د خپلو مشتریانو او ګټې وټې له کموالي شکایت کوي. د هغوی په وینا، که د طالبانو بندیزونه همداسې دوام وکړي، ښايي په هېواد کې د ښځو ټول سینګارتونونه وتړل شي. په هرات کې ښځینه سینګارونکې د دغه کسب د وروستیو سلګیو خبره کوي. د هغوی په وینا، طالبانو هرات ښار ته له ننوتو سره هممهاله د ښځو د سینګارتونونو لیکدړې لېرې کړي او د دغه کسب پر کسبګرو یې ډیر محدودیتونه لګولي دي. دغه سینګاروونکې زیاتوي، چې د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري په ۲۴مه، د جمهوري ریاست له نسکورېدو وروسته د طالبانو د وېرې له امله ډیری سینګارتونونه تر دوو میاشتو پورې تړلي وو. یو شمېر سینګاروونکې له دوو میاشتو وروسته، ورو ورو د سینګارولو کار ته راستنې شوې، خو نور دغه کار خپله پخوانۍ ګټه وټه نه لرله.
ليلا په هرات کې د ښځو د یوه سینګارتون خاونده ده. د جمهوریت په دوره کې یې د سینګارتون له کار سره هممهاله په یوه خصوصي پوهنتون کې زده کړې کولې. لیلا له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي، چې د جمهوریت سقوط د هغې پر کار هم منفي اغېز کړی دی. د هغې په وينا، سینګارتون د پخوا په څېر ښه عاید نه لري. هغه، چې پخوا یې د خپلو زده کړو او د خپلې کورنۍ لګښتونه د سینګارتون د عوایدو له لارې برابرول، زياتوي، چې ښځې د اقتصادي بېوزلۍ، د طالبانو د محدوديتونو او ټولنيزو ستونزو له امله سینګارتونونو ته لږ ځي.
دغه ښځينه سینګاروونکې زیاتوي: «کله چې طالبان راغلل، موږ له وېرې سینګارتون وتاړه او تر دوو میاشتو دې خوا ته رانغلو. په هغه وخت کې به چې هر څوک د سینګار لپاره راتلل، فکر یې کاوه چې نور به سینګارتون خلاص نه شي. دوه میاشتې وروسته مو زړه نازړه سینګارتون پرانيست. طالبان راغلل او پر عکسونو او تابلوګانو یې کرښې وکاږلې او لیرې یې کړې. خلک بې وزله دي او هېڅ نه لري، له همدې امله اوس ښځې سینګارتون ته لږ راځي. ليلا زياتوي، چې د جمهوريت پر مهال يې ډېری مشتریانې د دولتي ادارو کارکوونکې، د لوړ پوړو دولتي مامورينو مېرمنې او هغه نجونې وې، چې کار يې کاوه او پر خپلو پښو ولاړې وې. د هغې په وينا، په هرات کې ښځينه سینګارتونونو خپلې ٨٠ سلنه مشتریانې او عواید له لاسه ورکړي دي. لیلا زیاتوي: «له طالبانو مخکې مې هره ورځ له ۲۵ تر ۳۰ مشتریانې لرلې ، خو اوس د ورځې شپږو ته هم نه رسېږي.
پر افغانستان د طالبانو بیا واکمنېدل، پر ښځو د دې ډلې زياتېدونکي محدوديتونه او په هېواد کې اقتصادي بېوزلي د دې لامل شوې چې ډېرې سینګاروونکې خپل کسب پرېږدي او ځينې يې مجبورې شوې دي چې هېواد پرېږدي. ۲۳ کلنه فاطمه په هرات کې یوه بله ښځینه سینګاروونکو ده. هغې له ١١ نورو نجونو او ښځو سره د هرات ښار په اتمه ناحيه کې د ښځو په يوه سینګارتون کې کار کاوه. فاطمه، چې په همدې سینګارتون کې يې کار زده کړی او بيا استاده شوې، وايي، چې په اوونۍ کې يې تر شپږ زره افغانيو پورې عايد درلود، خو د طالبانو د بيا واکمنېدو او د ښځو پر وړاندې د دې ډلې د بنديزونو له امله يې خپل کسب له لاسه ورکړی او هغه سینګارتون هم تړل شوی دی، چې دې پکې کار کاوه.
فاطمه د ښځو پر سینګارتون د طالبانو یرغل وروړلو ته اشاره کوي او زیاتوي چې یوه ورځ د طالبانو رنجر موټر سینګارتون ته نږدې ودرېد او طالب جنګیالي د سینګارتون دروازې ته نېږدې راغلل او په زور یې سینګارتون ته د ننوتو هڅه کوله، خو ښځو یې مخه ونیوله او دروازه یې له د ننه کولپ کړه. د فاطمې په وينا، کله چې يې له طالبانو سینګارتون ته د راتلو لامل وپوښت، طالبانو وويل چې له دوی شکایت شوی دی. فاطمه زیاتوي، چې له دوی هېڅ شکایت نه دی شوی او کیدای شي چې د طالبانو کسانو به بل نیت درلود.
دغه سینګاروونکې وايي، له دې پېښې وروسته سینګارتون وتړل شو او د سینګارتون خاونده له خپلې کورنۍ سره ایران ته ولاړه. فاطمه د خپل کار په اړه وايي: «مشتریانې هم کمې وې. موږ په ورځ کې ۵۰ مشتریانې لرلې، خو د طالبانو له راتګ وروسته له لسو نه کمې شوې وې. پخوا به د ناوې د سینګار لګښت له لسو زرو کم نه و، خو په دې وروستیو کې به چې کله ناوې او ښځې د سینګار لپاره راتللې، ویل به یې چې همدا دوه یا درې زره روپۍ مو هم په پور اخیستي دي.»
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو پر افغانستان له بیا واکمنېدو وروسته، پر ښځو ډېر محدودیتونه لګولي دي. طالبانو د ښځو او نجونو پر زده کړو او تحصیل د بندیز پر لګولو سربېره، له هغوی نه د کار کولو حق هم اخیستی دی. د طالبانو مشرانو د ښځو پر شخصي کارونو هم بندیزونه لګولي او هڅه کوي چې ښځې له دولتي او خصوصي برخو نه په بشپړه توګه وباسي. اوس مهال تفریحي پارکونو او عمومي حمامونو ته د ښځو تلل په بشپړه توګه بند دي او ښځې د شرعي محرم له لرلو پرته، له ولایت یا هیواده بهر سفر نه شي کولای. په وروستۍ مورد کې په پروان کې د طالبانو د امربالمعروف اونهي عن المنکر ریاست د ښځو سینګارتونونو ته امر کړی چې خپلې مشتریانې اړې کړي چې اودس وکړي او د داسې موادو له کارولو ډډه وکړي چې اودس باطلوي.