۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو د سرمنشي وياند سټېفن دوجاريک ويلي چې د افغانستان په ختيځ کې د سختو سېلابونو له امله تر ۴۰ ډېر کسان مړه شوي، لسګونه نور ټپيان شوي او ګڼ کسان لادرکه دي.
دوجاريک سه شنبه د چنګاښ پړ ۳۰مه، په يوه خبري غونډه کې ويلي چې دغو سېلابونو کورونو، عامه ودانيو او سوداګريزو ځايونو ته پراخ زيانونه اړولي دي.
هغه زياته کړه چې د سېلاب ځپلو تر ټولو بېړنۍ اړتياوې بېړنی سرپناه، خوراکي مرستې، روغتيايي خدمتونه، د کورنۍ اړين توکي او رواني او ټولنيز ملاتړ دي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي وياند وويل چې په سختو زيانمنو شويو سيمو کې د لټون او ژغورنې عمليات لا هم روان دي.
دوجاريک ټينګار وکړ چې ملګري ملتونه او د هغوی بشري مرستندوی همکاران د وضعيت ارزونه کوي او دې بشري ناورين ته د ځواب لپاره د مرستو پلانونه جوړوي.





