۸صبح، کابل: رسنیو راپور ورکړی، د هالنډ لاهه محکمه ۷۶ کلن افغان چې په پلچرخي کې په جنګي جنایت تورن دی، محاکمه کوي.
د رسنیو د راپور له مخې، دا کس په ۱۹۸۰ کلونو کې د پلچرخي زندان مسوول و او هلته یې له سیاسي مخالفانو ناوړه ګټه اخیسته.
رویټرز هم چهارشنبه د سلواغې پر ۲۷ د محکمې له خولې لیکلي، چې دا کس عبدالرفیف نومېږي او د قاضیانو له راټولو شویو تورونو په ډاګه کېږي، چې رفیف په هالنډ کې په جعلي نوم ژوند کاوه؛ خو په اصل کې عبدالرزاق عارف دی او په له ۱۹۸۳ او ۱۹۹۰ کلونو ترمنځ د پلچرخي زندان قوماندان و.
خو تورن کس دا تورونه رد کړي او محکمه کې يې ویلي، چې دی عبدالرزاق او هغه کس نه دی چې پلټنه یې کېږي.
څارنوالانو ویلي، رفیف د پلچرخي زندان د سیاسي برخې مسوول و، چې په وینا يې، هلته بندیان په ناانساني ډول ساتل کېدل. د راپورونو له مخې، د نوموړي تر لاس لاندې ساتونکو به بندیان وهل ټکول، ربړول او ان اعدامول.
رفیف د قضايي غونډې په موده کې د خپل هویت په تړاو د قاضیانو ټولې پوښتنې خپلو وکیلانو ته ارجاع کړې او ویلي يې دي، چې ناروغ دی، سر یې تاوېږي او هېڅ څه نه وریادېږي.
د معلوماتو له مخې رفیف په ۲۰۰۱ کال کې په هالنډ کې پناه غوښتې او وروسته يې د دغه هېواد تابیعت یې اخیستی دی.
ویل شوي چې نوموړی د «نړیوال صلاحیت» هغو اصولو له مخې محاکمه کېږي، چې مشکوک جنګي او بشر ضد جنایتونه که ونه شي کړای، په کوم هېواد کې چې ادعا کېږي شوي وي، محاکمه شي، له هېواده بهر هم د تعقیب وړ دي.
د یادونې وړ ده، چې هالنډ تر دې وړاندې د افغانستان پوځ اطلاعاتي سرویس درې لوړپوړي چارواکي هم محاکمه کړي دي.





