• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۴ تله ۱۴۰۵ - ۲۶ سپتمبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

ډیستوپیا: غواړئ خبر ولولئ که توهم؟

د فرانس‌پرېس خبري اژانس د نړیوالو خبرونو عمومي مدیر فیل چتویند د فرانس‌پرېس خبري اژانس د نړیوالو خبرونو عمومي مدیر فیل چتویند
۴ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۶ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1790417351]
Exclusive

Exclusive

په تېرو دوو لسیزو کې په وار وار د خبري اژانسونو د مرګ اعلانونه ولیکل شول. لومړی یې موږ ته وویل چې له ټویټره ورو یو او د معاش اخیستونکو خبریالانو نړیواله شبکه مو اضافي ده؛ ځکه اوس هر کس خبریال دی. څوک چمتو دي چې هغې منځپانګې ته پیسې ورکړي چې تایید او د مسلکي اخلاقو پر بنسټ تولید شوې، په داسې حال کې چې اطلاعات له اصلي سرچینې مخامخ او پر وخت زموږ تر ګرځنده مبایلونو راروان دي؟

ټولو ته په ۲۰۰۹ کال کې په ایران کې د «ټویټر انقلاب» او وروسته له ۲۰۱۰ تر ۲۰۱۲ کلونو پورې په فېسبوک کې د «عربي پسرلي» د خوشحالۍ خاطرې په یاد دي. په لومړۍ کرښه کې د خلکو له خوا په خواله شبکو کې د معلوماتو ازاد جریان، ډېر هیښوونکی و. خو وروسته ټولو ته هغه ترخه ناهیلۍ هم په زړه ده. څه پېښېږي چې کله واکمن انټرنېټ پرې کوي یا وګړي زنداني کوي؟ څوک به نړۍ ته په ایران، مصر یا سوریې کې د پېښو د مستندولو بهیر دوامداره ساتي؟

څرګنده شوه چې د خواله شبکو الګوریتمونه د حقیقت موندلو د اړتیا پر بنسټ نه رهبري کېدل. «سیلیکونولي» پوه شوه چې د قهر او کرکې په خپرولو ډېرې پیسې ترلاسه کولی شي. همدارنګه څرګنده شوه چې ناوړه نیت لرونکي لوبغاړي کولی شي په الګوریتمونو کې د دروغو او ناسمو معلوماتو د خپرولو لپاره لاسوهنه وکړي. د حیرانتیا څه نه و چې نالوستو وګړو دومره وړتیا او وسایل نه لرل چې له ټولنې سره مرسته وکړي، څو د معلوماتي ایکوسیسټم د ککړتیا له وضعیت څخه خوندي واوړي.

یوه لسیزه وروسته، یو وار بیا هماغه مساله پر ځای ده؛ خو دا وار د «خبري اژانسونو له یو بل قاتل» سره مخ یو: د مصنوعي ځیرکتیا ارمانپالې راتلونکې. د چټ‌جي‌پي‌ټي، کلاود، جیمینای او ګروک په څېر پروګرامونه کولی شي په څو ثانیو کې د نړۍ د ژورنالیزم تولیدات وارزوي او پنځه جذاب پاراګرافونه وړاندې کړي، څو په نړۍ کې د روانو هر ډول پېښو په اړه معلومات درته برابر کړي.

دا هماغه څه دي چې «د مصنوعي ځیرکتیا عمومي کتنه» بلل کېږي. دې چارې په ټوله نړۍ کې د باوري ژورنالیستکو وېبپاڼو ترافیک پام وړ کم کړی، په داسې حال کې چې دا سیسټم ډېر کم د مسلکي او لګښت لرونکي ژورنالیزم بیه پرې کوي. له همدې امله، بیا له موږ پوښتل کېږي: کله چې اطلاعات وړیا او شېبه په شېبه وړاندې کېږي، ولې د مسلکي ژورنالیزم لپاره پیسې ورکړو؟ ولې خپلې پیسې د هغو خبریالانو پر ګومارلو ولګوو چې اطلاعات راټولوي، په داسې حال کې چې دا اطلاعات مو نوي دوستان «چټ‌باټونه» هم راټولولی شي؟

د ځواب یوه برخه د همدغو «چټ‌باټونو» په کوچني تکذیبي متن کې پټه ده چې وايي ښايي شته معلومات د «مصنوعي ځیرکتیا عمومي کتنې» کې ناسم وي. نو بنسټیزه پوښتنه دا ده: ایا خبر د مصنوعي ځيرکتیا له توهماتو سره غواړئ که پرته؟

حقایقو ته لاسرسی بیا پیسو، وخت، تخصص او هڅو ته اړتیا لري. کله چې د سږ کال د اګست په وروستیو کې د یوه ستر طبیعي یخچال د نړېدو له امله د نیپال او تبېت د پولې په اوږدو کې ویجاړونکي سیلابونه راووتل او څه باندې ۱۳۰۰ کسان یې مړه کړل، فرانس پرېس خبري اژانس د نیپال او هند په لرې پرتو سیمو کې د ۱۱ خبریالانو ډله ځای پر ځای کړه. وروسته چې پولیسو د لومړي ستر سیلاب پخلی وکړ، په یوه ساعت کې دننه مو درې په کټمنډو کې مېشت خبریالان د پېښې ځای ته روان شول.

پراکاش ماتما، انوپ اوجها او پرابین رانابهات نیپالیان دي. هغوی له ژبې، سیمې او خلکو سره ښه بلد دي هغوی له ځان سره ګران‌ بیه کامرې او د «ډرون» تجهیزات لرل. یوه عکاس مو د ناورین اصلي سیمې ته د رسېدو لپاره په موټرسایکل او لارۍ کې ۱۳ ساعته مزل وکړ. وروسته وتوانېد له خپلو اړیکو په ګټنې د ژغورنې له یوه چورلکې د مرستې په موخه کار واخلي او د زیانمنې سیمې ژورو برخو ته لاړ شي. د نوموړي له خوا په «ډرون» له ویجاړو شویو کلیو اخیستل شوي حیرانوونکي انځورونه په ټوله نړۍ کې ولیدل شول.

ډېری وخت د ځمکې په لرې پرتو سیمو کې د یوې سترې غمیزې پر مهال انټرنېټ نه وي. دا حالت په سیمه کې د خبریالانو حضور ته اړتیا لري؛ هغوی چې کله کله د پېښو د روایت کوونکو په توګه خپل ژوند له پام ‌وړ ګواښ سره مخ کوي. دغه راز دا چاره داسې خبریالانو ته اړتیا لري چې هېواد ښه پېژني او د باور وړ سرچینو شبکې ته لاسرسی لري. په داسې حال کې چې زموږ د ډلې یوه برخه په نیپال کې د غرونو پر لور روانه شوه، پاتې نور یې په کټمنډو کې پاتې شول، څو د مړو او لادرکه شویو په اړه له خپرېدونکو راپورونو سره هممهاله، رښتیا له اوازو جلا کړي.

د هغو لومړنیو معلوماتو او انځورونو ډېره برخه چې د نړیوالو رسنیو له خوا خپره شوه او باوري وه، د فرانس پرېس خبري اژانس په څېر زموږ د رویټرز او اسوشیټيډ پرېس همکارانو وړاندې کړه. پېرودونکي مو له شک پرته دا منځپانګه کاروي؛ ځکه پوهېږي چې دا اطلاعات د رڼو تګلارو او هغو باوري اصولو پر بنسټ په اخلاقي ډول راټول شوي چې د ټولو خبریالانو کاري لارښود دی. هغوی پوهېږي چې د اطلاعاتو د راټولولو لپاره مو مسلکي خبریالان ګومارلي او خپلې سرچینې د روزنې او تخصص په برخه کې لګوو، څو ډاډ ترلاسه شي، هغوی چې خطرناکو سیمو ته یې لېږو، بشپړ چمتو وي.

پېرودونکي د دغه محصول په بدل کې پیسې ورکوي؛ ځکه پوهېږي چې د لوړ کیفیت خبرونو راټولول ارزانه چاره نه ده. دغه راز پوهېږي چې د نړۍ په هره برخه کې د هماغو اخلاقي لارښوونو له مخې کار کوو. توپیر نه کوي چې منځپانګه له نیپال، نیویارک یا غزې راځي، ټول د کیفیت له اړخه یو شان دي.

بل پلو، جعلي او ساختګي خبرونه هېڅ لګښت نه لري. د نیپال له ناورین‌ځپلو سیمو د ژورنالیستانو د ریښتینو انځورونو ترڅنګ، د «ډیپ ‌فېک» انځورونو یوه لویه ټولګه هم خپره شوه چې په مصنوعي ډول یې ویجاړ شوي کلي او د ښخولو لپاره په کتار کې اېښودل شوي جسدونه تولید کړي و. هغه تجهیزات چې راته یې د «مصنوعي ځیرکتیا عمومي کتنه» په واک کې راکړې، بل هر وګړي ته یې هم دا وړتیا ورکړې څو اوتري او زیان‌رسوونکي جعلي انځورونه جوړ کړي چې زموږ خبري چاپېریال بندوي او ډېری مهال په خواله شبکو کې په پراخه کچه لاس په لاس کېږي.

په فرانس پرېس خبري اژانس کې څه باندې ۱۰۰ خبریالان لرو چې تر ډېره د جعلي خبرونو د مخ پر زیاتېدونکې څپې په افشا کولو او کره‌والي کې کار کوي. د دروغو او لاسوهنې پر وړاندې مبارزه د حقیقت موندلو په لار کې د ژورنالیزم یوه اړینه بشپړوونکې برخه ګرځېدلې ده. له حقیقت او حقایقو دفاع لګښت غواړي او ارزښتونو ته اړتیا لري. د نړیوالو خبري اژانسونو نړیوالې شبکې لا هم د نړۍ د اطلاعاتي سیسټم د جوړښت اړینه برخه پاتې کېږي. باید ارزښت ورکړل شي او دفاع ترې وشي.

یادښت: د دغې څېړنیزې مقالې سپارښتنه د «خبر نړیوالې ورځې» په مناسبت شوې؛ نړیوال کمپاین چې د حقایقو او روڼتیا په وړاندې کولو کې د خبریالۍ پر بنسټيزې ونډې ټينګار کوي. بیاخپرونکې دې پورته پراګرافونه هماغسې خپاره او د اصلي لیکوال نوم دې یاد کړي. بیا خپرېدل او ژباړه یې وړیا ده، په دې شرط چې ژباړه د متن اصلي منځپانګه انعکاس او مانا یا مضمون یې بدل نه کړي. د لنډیز یا رسنیز سبک سره د سمون لپاره واړه سمونونه د همدغه اصل پر بنسټ جواز لري. که امکان وي، هیله کېږي د خبر نړیوالې ورځې (worldnewsday.org) سره لینک ورکړئ.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

د راویانو منندوی یو؛ هغوی چې څېړنه کوي، پوښتنې کوي او زورواکي ننګوي
شننه

د راویانو منندوی یو؛ هغوی چې څېړنه کوي، پوښتنې کوي او زورواکي ننګوي

۴ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۶ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1790415572]
پیش‌نویس خودکار
راپورونه

بې‌نېټې او جعلي توکي؛ د کابل اوسېدونکي په بازار کې پر څه باور وکړي؟

۴ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۶ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1790414631]
د ګوټرېش راپور؛ بشري ناورین لاپسې زیات شوی او  د طالبانو ځپونکي تګلاره لا سخته شوې
بهرني خبرونه

ګوټرېش: د خپلې دندې تر پای ته رسېدو وروسته به هم د سولې او بشري کرامت ملاتړ کوم

۴ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۶ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1790403339]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • طالبانو د کابل د کڼو کسانو په مسلکي انسټيټیوټ کې له ۱۲ کالو پورته نجونو زده‌کړې وځنډولې

    طالبانو د کابل د کڼو کسانو په مسلکي انسټيټیوټ کې له ۱۲ کالو پورته نجونو زده‌کړې وځنډولې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په لغمان کې ترافیکي پېښه؛ یو کس مړ او نهه نور ټپيان دي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پنجشېر کې جګړه؛ د ۲۰ طالبانو مړي کندهار ته لېږدول شوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په غزني کې د ځمکې ښویېدنې پېښه؛ دوه کسان مړه شوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د غزې د اوربند هوکړه؛ اسراییل په لومړي پړاو کې ۱۷۰۰ فلسطینیان خوشې کوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.