سږ کال نړۍ په رښتیا هم په اور وسوځېده. د امریکا او اروپا په ګوټ ګوټ کې ځنګلي اورلګېدنو، ان د اقلیمي بدلون سختدریځه منکران هم چوپتیا ته اړ کړل. دا وضعیت په مجازي توګه هم صدق کوي. یو ځل بیا یې رایاده کړه چې نړیوال اکمالاتي ځنځیرونه تر کومه بریده د جیوپولیټیکي ټکانونو پر وړاندې زیانمن دي او دا چې نه ختمېدونکې جګړې څنګه ټولنې په بشپړ ډول هغو ځایونو ته ټېل وهي چې نه غواړي هلته واوسي او نه یې څوک هرکلی کوي.
په انلاین چاپېریال کې د مصنوعي ځیرکتیا پر مټ د تولید او خپرېدونکي محتوا سیلاب ښيي چې د دغو شرایطو د درک هڅه کوي، خو په حقیقت کې مو یوازې د لا ډېرې ګډوډۍ او له ګواښ سره د مخ کېدو لامل کېږي. له همدې کبله دې د راویانو منندوی اوسو؛ هغه خبریالان چې څېړنې کوي، پوښتنې کوي او زورواکي ننګوي. هغوی چې له غمځپلو سره خواخوږي کوي، خبرو ته یې غوږ نیسي او هڅه کوي پر غوسه یې پوه شي.
که څه هم ټيکنالوژي د عمومي ګفتمان غږ لا پیاوړی کوي، خو ډېر لږ راسره په مناسب وخت کې هغه اطلاعات شریکوي چې اړتیا ورته لرو. دا هغه دنده ده چې خبریالان یې پر غاړه لري. هغوی هغه خلک چې د اطلاعاتو په سېلاب کې ډوب شوي، پر پوه اوسېدونکو بدلوي چې کولی شي له خپلو حقونو دفاع او د بدلون لپاره عدالت غوښتنه وکړي.
هغوی هر ځای شته. په هرې ټولنې، کلي، ښار او سیمه کې ذاتي خبریالان شته: هغوی چې ننداره کوي، ثبت کوي، تحلیل کوي، په یاد وي او ننګوي یې. هغوی مو د محلي رسنیو سترګې او غوږونه دي، په ځانګړې توګه په هغو سیمو کې چې بازار لا دومره وده نه ده کړې چې د «کلاسیکو» خبري فعالیتونو د دوام لپاره اړین ملاتړ برابر کړي.
هغوی هغه وګړي دي چې په نیپال کې د یوه یخچال د جلا کېدو او د سړکونو د بشپړې ویجاړۍ پر مهال، کمره رااخلي او هڅه کوي د خپلو لاسونو ټکان کابو کړي. هغوی هغه څوک دي چې په قزاقستان کې د یوه لرې پراته ښار پر لور د کیندنې ماشینونو راتګ څاري او د ناڅاپي راڅرګند شوي او ویجاړ شوي د سرو زرو کان د فعالیت د قانونوالي په اړه پوښتنې راپورته کوي.
خبریالان هغه کسان دي چې غوږ نیسي، بېغږو خلکو ته د غږ د پورته کولو فرصت ورکوي او له خلکو سره مرسته کوي چې د ژوند کیسه خپله روایت کړي. په ورته وخت کې داسې خبریالان هم شته چې ډېری مهال د یوې موضوع څار ته په داسې حال کې دوام ورکوي چې نورو ترې مخ اړولی وي. هغوی پاتې کېږي څو وپوښتي: «وروسته څه پېښېږي؟»، «کوورنه به له یوې غمیزې وروسته څنګه رغول کېږي؟»، «ولې طبیعي یخچالونه په ویلې کېدو دي؟»، «څوک د کانونو د استخراج تر شا دي چې محلي راتلونکې ویجاړوي؟» او «ولې سیمهییز چارواکي اجازه ورکوي چې له جواز پرته فعالیت وکړي؟».
دا روایان او خبریالان د کار د دوام لپاره رسمیت پېژندلو او خوندیتوب ته اړتیا لري. هغوی د هغو زورواکو پر وړاندې چې د سختو پوښتنو او د ځوابونو د موندلو د مخنیوي هڅه کوي، ملاتړ او قانوني خوندیتوب ته اړتیا لري. دغه راز، د ټيکنالوژۍ له شرکتونو سره د مخامخېدو پر مهال ملاتړ ته اړتیا لري چې له کوم لګښت پرته یې له کاره ګټه ترلاسه کوي. مهمه دا چې هغوی هغو مخاطبانو، لوستونکو او ټولنو ته اړتیا لري چې د کار ارزښت یې درکوي او درناوی یې کوي.
زموږ اطلاعاتي چاپېریال – ډيجیټلي، غږیز– انځوریز او لیکلي پیغامونه چې په ورځني ژوند کې یې ترلاسه کوو – د غوره فعالیت لپاره لا هم د خبریالانو حضور ته اړتیا لري. او تر ټولو مهمه دا چې هغوی د خبریالانو کثرت او تنوع ته اړتیا لري؛ کوچنۍ او خپلواکې رسنۍ چې د سړکونو انرژۍ ته پوښښ ورکوي، او لویې او تجربه لرونکې خبرخونې چې د سترو مبارزو د پرمخ وړلو لپاره لېوالتیا لري.
دا هغه ننګونه ده چې نسلونه ورسره مخ دي. په ټوله نړۍ کې ځوانان خپلې کمرې او موبایلونه رااخلي، څو خپل روایتونه ثبت کړي او خپلې غوښتنې، پوښتنې او لیدلوري عام ډګر ته راوباسي. دا د نویو موبایلمحورو رسنیو لپاره یو لوی چانس دی چې د هغوی روایتونه په خواله شبکو کې خپروي، خو هممهاله لویو او تجربه لرونکو خبرخونو ته هم یو فرصت برابروي، څو د هغو ځوانو مخاطبانو باور ترلاسه کړي چې له اوږدې مودې راهیسې یې د جلبولو هڅه کړې ده.
دا مساله موږ ټولو ته ارزښت لري. له حقایقو، د موضوع له بشپړ شالید او پوښتنې پرته، هېڅ ماناداره مدني مشارکت نه شي رامنځته کېدای. هر هغه څوک چې د ګډوډۍ او تیره ورزۍ تخم شیندي، اطلاعات له منځه وړي، پوښتونکي چوپوي او خلک پر شاوخوا نړۍ د پوهېدو له حقه محروموي. له دغه وضعیت سره د مقابلې لپاره یوه اسانه لار شته: خبرونه ووایئ، روایتونه بیان کړئ، باخبره اوسئ او اجازه ورکړئ چې غږ مو واورېدل شي.
یادښت: د دغې نظري – څېړنیزې مقالې سپارښتنه د «خبر نړیوالې ورځې» په مناسبت شوې؛ نړیوال کمپاین چې د حقایقو او روڼتیا په وړاندې کولو کې د خبریالۍ پر بنسټيزې ونډې ټينګار کوي. بیاخپرونکې دې پورته پراګرافونه هماغسې خپاره او د اصلي لیکوال نوم دې یاد کړي. بیا خپرول او ژباړه یې وړیا ده، په دې شرط چې ژباړه د متن اصلي منځپانګه انعکاس او مانا یا مضمون یې بدل نه کړي. د لنډیز یا رسنیز سبک سره د سمون لپاره واړه سمونونه د همدغه اصل پر بنسټ جواز لري. که امکان وي، هیله کېږي د خبر نړیوالې ورځې (worldnewsday.org) سره لینک ورکړئ.





