• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱۷ تله ۱۴۰۵ - ۹ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

بې‌نېټې او جعلي توکي؛ د کابل اوسېدونکي په بازار کې پر څه باور وکړي؟

۸صبح ۸صبح
۴ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۶ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1790414631]

د کابل یو شمېر اوسېدونکي په بازارونو کې د هغو توکو له شتوالي شکایت کوي چې د تولید او پای نېټه، د تولیدوونکي نوم او د محصول په اړه بشپړ معلومات نه لري. دوی وايي، پر دې سربېره، د جعلي  محصولاتو او اصلي توکو ته د ورته هغو پلور هم د پېرېدونکو پر وړاندې پر یوې ستونزې بدل شوی دی. دغه اوسېدونکي زیاتوي چې ځینې خوراکي توکي د کارونې د نېټې له تېرېدو وروسته هم د یو شمېر پلورنځیو له الماریو نه راټولېږي او لا هم پېرېدونکو ته وړاندې کېږي.

د کابل اوسېدونکی عمر (مستعار نوم)، وايي چې د بې‌کیفیته او تاریخ‌تېرو خوراکي توکو پلور په افغانستان کې د پلورنځیو له عامو ستونزو دی. د هغه په وینا، ځینې خوراکي توکي چې د پلورنځیو په ګودامونو کې یې د کارونې نېټه تېره شوې وي، بیا هم د پلورنځیو له خوا پلورل کېږي. دغه کابل مېشتی زیاتوي چې ډېر هغه پېرېدونکي چې د لیک او لوست وړتیا نه لري، د خوراکي توکو د کارونې نېټې ته له پام پرته هغه پېري او کاروي.

عمر وايي: «ان داسې موارد هم شته چې ښايي د خوراکي توکو د کارونې د نېټې له تېرېدو وروسته پلورنځي پرې نوې د پای نېټه ولګوي او بیا یې وپلوري. ما خپله څو ځله لیدلي چې د شیدو د کارونې نېټه تېره شوې، خو بیا هم په پلورنځي کې د پلور لپاره اېښودل شوي دي. څو ځله مې له پېرلو وروسته پام شوی چې د شیدو نېټه تېره ده او بېرته مې پلورنځي ته ورکړې دي. ښايي د درملو او د خلکو د اړتیا وړ نورو توکو په اړه هم وضعیت همداسې وي.»

د کابل اوسېدونکی شاه‌پور د هغو توکو د پلور په اړه اندېښنه څرګندوي چې د تولید او پای نېټه، د تولیدوونکي نوم او نور اړین معلومات نه لري. هغه وايي، سره له دې چې د توکو بیې لوړې شوې، د ډېرو توکو کیفیت ټیټ دی.

هغه وايي: «په دې وروستیو کې د ځینو توکو نېټه خپله د مارکېټونو او دوکانونو خاوندان پر بسته‌بندۍ لیکي. همدا پرون مې قیماق واخیست او کله مې چې کور ته راوړ، پوه شوم چې نېټه یې تېره ده. بېرته مارکېټ ته لاړم او دوکاندار راته له بلې بسته قیماق راکړ، خو له پرون راهیسې مې د کورنۍ ټول غړي ناروغه شوي دي. ډاکترانو هم وویل چې په خوړو مسموم شوي یو.»

شاه‌پور زیاتوي: «سره له دې چې د پخوا پرتله د توکو بیې لوړې شوې، خو کیفیت یې هېڅ ښه نه دی. د ډېرو توکو پر بسته‌بندۍ د تولیدوونکي شرکت او د تولیدوونکي هېواد نوم هم نه دی څرګند او موږ نه پوهېږو چې دغه توکي له کومه راغلي دي.»

د کابل بل اوسېدونکی نورآغا وايي چې پر توکو د کره معلوماتو نشتوالی د خلکو لپاره یوه جدي ستونزه ده او پېرېدونکي د پېرلو پر مهال نه شي ډاډه کېدای چې د محصول کیفیت څنګه دی او اصلي دی که نه.

دغه کابل مېشتی زیاتوي: «کله چې بازار ته ځو، ډېر وخت پر توکو سم او بشپړ معلومات نه وي. ځینې توکي د تولید او پای نېټه، د شرکت نوم او د تولید ځای نه لري او موږ نه پوهېږو چې اصلي دي که جعلي.»

نورآغا وايي: «په ځانګړې توګه د خوراکي توکو او درملو په اړه دا موضوع زموږ لپاره ډېره اندېښمنوونکې ده. ځینې توکي هم داسې بسته‌بندي لري چې د اصلي برانډونو په څېر ده او د یوه عادي وګړي لپاره د اصلي او بدل ترمنځ توپیر کول سخت دي. زما په اند باید څارنه جدي شي، څو خلک پوه شي چې کوم توکی اخلي، له کومه راغلی او تر کومې نېټې د کارونې وړ دی.»

وږمه په بازارونو کې د جعلي سینګار توکو، د حفظ الصحې  د محصولاتو او صابونونو او شامپوګانو له زیاتوالي شکایت کوي. هغه وايي چې په بازار کې د یو ډول توکي ان  څلور کاپي بڼې موندل کېږي. هغه وايي: «موږ نجونې د اصلي سینګار توکو، د حفظ الصحې  د محصولاتو او صابونونو او شامپوګانو په موندلو کې له ستونزې سره مخ یو. که یو ځل کوم اصلي محصول پیدا کړو، بیا یې اصلي بڼه نه شو موندلای. کله ناکله هماغه محصول په اصلي بیه اخلو، خو وروسته پوهېږو چې کاپي دی. توکي دومره ورته جوړ شوي چې د اصلي او کاپي ترمنځ توپیر کول هېڅ اسانه نه دي.»

دغه مېرمن زیاتوي: «یو سینګار توکی چې یو ځل یې وکاروو، ښه وي؛ خو کله چې بیا د هماغه محصول په لټه کې شو، نه یې شو موندلای. له همدې امله د پوستکي ستونزې هم زیاتې شوې دي.»

په همدې حال کې یو دوکاندار احمد (مستعار نوم) وايي چې د دوی یو شمېر توکي څو میاشتې په دوکان کې پاتې کېږي؛ ځکه د خلکو د خراب اقتصادي وضعیت له امله یې پلور کم شوی دی.

هغه وايي: «زموږ د ډېرو توکو د کارونې تر پای نېټې ان درې یا څلور کاله وخت پاتې وي؛ خو د خلکو د خراب اقتصادي وضعیت له امله څوک پېرودنه نه کوي او توکي د اوږدې مودې لپاره په دوکان کې پاتې کېږي. موږ هم د دوکان کرایه ورکوو او د دغو توکو پېر او لېږد رالېږد موږ ته لګښت لري. لږ تر لږه باید هغه اصلي پیسې بېرته ترلاسه کړو چې د توکو په پېرلو مو لګولې دي، څو زموږ پانګه له منځه ولاړه نه شي.»

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د خوړو نړیوال پروګرام اټکل کړی و چې په بازارونو کې خوراکي توکي شته، خو خلک یې د پېرلو توان نه لري.

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي وو چې بې‌وزلي، بې‌کاري، وچکالي او د خوراکي توکو د بیو لوړوالی په افغانستان کې د خوړو د ناورین د لا ډېرېدو له عواملو دي. د دغه بنسټ په وینا، د افغانستان شاوخوا دوه پر درېیمه برخه وګړي په بې‌وزلۍ کې ژوند کوي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

سراج‌الدین حقاني په افغانستان کې د اروپايي ټولنې له شارژدافیر سره وکتل
خبرونه

سراج‌الدین حقاني په افغانستان کې د اروپايي ټولنې له شارژدافیر سره وکتل

۱۶ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791487243]
په ملګرو ملتونو کې د اسراییلو سفیر د نتنیاهو د نیولو لپاره د ممداني غوښتنه «سیاسي ننداره» وبلله
بهرني خبرونه

ممداني: اسراییل د حماس بریدونه په غزه کې د «نسل‌وژنې» د توجیه لپاره کاروي

۱۶ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791484737]
یونیسف په افغانستان کې د ماشومانو او میندو لپاره د لومړنیو روغتیايي خدماتو د پیاوړتیا خبر ورکړی
خبرونه

یونیسف په افغانستان کې د ماشومانو او میندو لپاره د لومړنیو روغتیايي خدماتو د پیاوړتیا خبر ورکړی

۱۶ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791481025]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • په غور کې په بوږنوونکې بڼه د نوریې وژنه؛ هغه چې د خپلو ماشومانو په مخکې شکنجه او ووژل شوه

    په غور کې په بوږنوونکې بڼه د نوریې وژنه؛ هغه چې د خپلو ماشومانو په مخکې شکنجه او ووژل شوه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • سرچینې: طالبانو د امید سبز ښارګوټي د اوسېدونکو کورونو ته کرایه ټاکلې ده

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د ارغند ورور: د طالبانو ښاروالۍ د «ارغند واټ» لیکدړه لرې کړه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بدخشان کې واورې ورېدنې او شدید ساړه د درېیو ماشومانو ژوند اخیستی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پرون له زرو څخه زیاتې کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.