د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش اعلان کړی دی چې ان د دغه سازمان د سرمنشي په توګه د خپل ماموریت تر پای ته رسېدو وروسته به هم د سولې، بشري کرامت او د قانون د حاکمیت ملاتړ ته دوام ورکړي.
ګوټرېش جمعه د سپتمبر پر ۲۵مه، پر خپله اېکس پاڼه ليکلي چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي په توګه د ده له ماموريته له ۱۰۰ لږې ورځې پاتې دي او دی به په دې موده کې هم د «هوډ او ارادې روحیه» وپالي.
هغه زیاته کړې چې د ملګرو ملتونو ارزښتونو ته ژمنتیا له هر مقامه لوړه ده او تر هر سرلیک اخوا به دوام ولري.
د ملګرو ملتونو سرمنشي ټینګار کړی چې د دندې تر پای ته رسېدو وروسته به هم پر خپل دې باور ولاړ پاتې شي چې سوله ممکنه ده، بشري کرامت نړیوال دی او د قانون حاکمیت خورا اړین دی.
ګوټرېش همدا راز ویلي چې د بشریت ګډ راتلونکی د مبارزې ارزښت لري او ټینګار یې کړی: «زه به هیڅکله، هیڅکله تسلیم نه شم.»





