۸صبح، کابل: پر ښوونیزو مرکزونو د بریدونو له زیاتېدو وروسته، د کابل لوېدیځ کې ټولو ښوونیزو مرکزونو د زدهکوونکو پر مخ خپلې دروازې وتړلې.
ځینو زدهکوونکو شنبه د غويي پر درېیمه له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، چې د نورو چاودنو له وېرې تر بلې خبرتیا رخصت شوي دي.
یوه زدهکوونکې وايي، چې ښايي ښوونیز مرکزونه د کانکور تر ازموینې پرا نه نیستل شي.
د زدهکوونکو په خبره، دا ځنډ به یې پر زدهکړو ناوړه اغېز وکړي.
دا ښوونیز مرکزونه داسې مهال تړل کېږي، چې تېره اوونۍ کابل کې پر دوو ښوونیزو مرکزونو د بریدونو له کبله لسکونه کسانو ته مرګژوبله واوښته.





