مصر د غزې اوسېدونکو ته د مرستو پرې کول غندلي او ویلي دي چې تل ابیب په غزې کې لوږه د وسلې په توګه کاروي.
د مصر بهرنیو چارو وزیر بدر عبدالعاطي یکشنبه د مارچ پر ۲مه د اسرائیلو او حماس ترمنځ د دویم پړاو اوربند پيلېدو غوښتنه کړې ده.
له دې وړاندې اسرائیلو ویلي چې غزې ته یې د بشردوستانه مرستو په ګډون ټول واردات بند کړي دي.
تل ابیب خبرداری ورکړی چې که حماس د اوربند لپاره نوي وړاندیزونه ونه مني، بېرته به جګړه پیل کړي.
د یادونې ده چې مصر د اسرائیل او حماس ترمنځ د اوربند هوکړې مهم منځکړی دی.
اخوا، حماس بیا د اسرائیلو له خوا د مرستو بندول جنګي جنایت بللی او پر تل ابیب یې تور لګولی چې له اوربنده یې سرغړونه کړې ده.
اسرائیل بیا د اوربند غزولو لپاره د ټولو یرغملو د پرېښودو غوښتنه کړې ده.





