• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱۷ تله ۱۴۰۵ - ۹ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

برېښنايي تذکرې؛ د عوایدو له حیف‌ومیله د غوښتونکو تر لالهاندۍ پورې

نیما نیما
۹ وږی/سنبله ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶ [t_time:1788156510]
didpress

didpress

سرچینې په کابل او ولایتونو کې د برېښنايي تذکرو د زونونو له لارې د فیس اخیستو او تذکرو د وېش په بهیر کې د پراخو ستونزو خبر ورکوي او وايي، له غوښتونکو د ترلاسه کېدونکو پیسو یوه برخه د بانکي سیستم له لارې نه را ټولېږي. د دغو سرچینو په وینا، د فیسونو د ترلاسه کولو او لېږد په بهیر کې د روڼتیا نشتوالی، د تذکرو په وېش کې ځنډ، د غوښتونکو په نشتوالي کې د تذکرو چاپ او په درج شویو معلوماتو کې د تېروتنو زیاتوالی، د دې بهیر له مهمو ستونزو دي. دوی ادعا کوي چې په ځینو مواردو کې غوښتونکي له فیس ورکولو او د بایومټریک یا د تذکرې په معلوماتو کې د ستونزې له رامنځته کېدو وروسته، د هغې د سمون لپاره په میاشتو میاشتو سرګردانه وي او ورکړل شوې پیسې یې هم بېرته نه ورکول کېږي.

یو شمېر هېوادوال وايي چې د برېښنايي تذکرو د وېش بهیر پر هویتي او سیاسي ننګونو سربېره، له تخنیکي او اداري ستونزو سره هم مخ دی او تل یې د غوښتونکو شکایتونه راپارولي دي. د سرچینو په وینا، د طالبانو له واکمنېدو وروسته دغه بهیر له لا ډېرو ستونزو سره مخ شوی او د غیرمسلکي کسانو او طالب جنګیالیو ګومارنې هم دا ستونزې زیاتې کړې دي. د نومونو ناسم ثبت، د تذکرو په وېش او چاپ کې ځنډ او د تذکرو د وېش له عوایدو د فساد او حیف‌ومیل ادعاوې، هغه اندېښنې دي چې تل مطرح شوې دي؛ خو طالبانو تر اوسه هېخ یوې اندېښنې ته ځواب نه دی ویلی.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د ملي احصایې ادارې سرچینې وايي چې په کابل او ولایتونو کې د برېښنايي تذکرو د وېش په زونونو کې، د برېښنايي تذکرو د فیس عواید د بانکي سیسټم له لارې نه ترلاسه کېږي او په دې بهیر کې د پراخ فساد زمینه برابره ده. د سرچینو په وینا، د برېښنايي تذکرو د وېش مرکز د بهیر د روڼتیا پر ځای، د تذکرې له صادرېدو مخکې له غوښتونکو فیس اخلي او کله چې په تذکره کې کومه تېروتنه رامنځته شي، خلک اړ کېږي چې د هغې د سمولو لپاره په میاشتو میاشتو لالهانده وي.

یوه سرچینه وايي: «کله چې په تذکره کې ستونزه پیدا شي یا د یوه کس د ګوتې د فزیکي ستونزو له امله د بایومټریک دستګاه د هغه د ګوتې نښه وانخلي او د بایومټریک بهیر بشپړ نه شي، هغه پیسې چې ترې اخیستل شوې وي، بېرته نه ورکوي.» د هغه په وینا، ډېری کسان د سختو او درنو کارونو د کولو له امله د بایومټریک په بهیر کې له ستونزې سره مخ کېږي او که یې د ګوتې نښه ثبت نه شي، هغه فیس چې ورکړی یې وي، بېرته نه ورکول کېږي.

دغه سرچینه زیاتوي: «له بانکي سیستم بهر د برېښنايي تذکرو د پیسو د لېږد څرنګوالی داسې دی چې د چاپ شویو تذکرو د شمېر له مخې پیسې د احصایې مالي ریاست ته لېږدول کېږي؛ خو د هغو دوسیو پیسې چې له مراجعه کوونکو اخیستل شوې او یوازې ارزول شوې وي، خو د چاپ پړاو ته نه رسېږي، په مرکز کې له مدیرانو سره پاتې کېږي او حیف‌ومیل کېږي. له همدې امله، د برېښنايي تذکرو د وېش په ډېری مرکزونو کې مراجعه کوونکي تر یوې میاشتې ځنډ سره مخ کېږي.»

د سرچینو په وینا، د طرزالعمل له مخې، د هویت د تثبیت، د غوښتونکي د بایومټریک او دیموګرافیکي معلوماتو له بشپړېدو وروسته، د کیفیت د کنټرول کارکوونکی باید د غوښتونکي په حضور کې د هغه معلومات د برېښنايي تذکرې د چاپ لپاره په سیستم کې ثبت کړي. که دا بهیر په سمه توګه رعایت شي، په زونونو کې د اوونیزو لېږدونو په پام کې نیولو سره، غوښتونکی باید حد اکثر په یوه اوونۍ کې خپله تذکره ترلاسه کړي.

د برېښنايي تذکرو د وېش په بهیر کې سرچینې وايي چې د دې بهیر بله ستونزه د غوښتونکو په نشتوالي کې د تذکرو چاپ دی چې په تذکرو کې د درج شویو معلوماتو د تېروتنو د زیاتېدو لامل کېږي. د دوی په وینا، که غوښتونکی د تذکرې د چاپ پر مهال حاضر وي، ټول درج شوي معلومات ورته روښانه کېږي او د هغه له تایید وروسته تذکره چاپ ته لېږل کېږي.

له دې سره هممهاله،، د کابل د قره‌باغ ولسوالۍ د برېښنايي تذکرو د وېش په زون کې سرچینې وايي چې تر دې وړاندې هم د تذکرو د وېش په بهیر کې د ځنډ په اړه شکایتونه موجود وو؛ خو دا ستونزې نه یوازې هوارې شوې نه دي، بلکې تر پخوا څو برابره زیاتې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم هېوادوالو د برېښنايي تذکرو د وېش په بهیر کې د طالبانو له خنډ جوړونې او د دې ډلې له‌خوا د تذکرو د بیې له لوړولو شکایت کړی و. د پلازمېنې او ورڅېرمه ولایتونو یو شمېر اوسېدونکو ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي وو چې د خپلې تذکرې د ترلاسه کولو لپاره په مباشتو میاشتو لالهانده شوي دی، خو لا یې هم په ترلاسه کولو نه دي بریالي شوي. دوی طالبان په ناغېړۍ، ناوړه ګټه اخیستنه، رشوت‌اخیستنه او واسطه‌بازۍ تورن کړي وو او ویلي یې وو چې دغو مواردو د دوی د تذکرو د ترلاسه کولو مخه نیولې ده.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

سراج‌الدین حقاني په افغانستان کې د اروپايي ټولنې له شارژدافیر سره وکتل
خبرونه

سراج‌الدین حقاني په افغانستان کې د اروپايي ټولنې له شارژدافیر سره وکتل

۱۶ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791487243]
په ملګرو ملتونو کې د اسراییلو سفیر د نتنیاهو د نیولو لپاره د ممداني غوښتنه «سیاسي ننداره» وبلله
بهرني خبرونه

ممداني: اسراییل د حماس بریدونه په غزه کې د «نسل‌وژنې» د توجیه لپاره کاروي

۱۶ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791484737]
یونیسف په افغانستان کې د ماشومانو او میندو لپاره د لومړنیو روغتیايي خدماتو د پیاوړتیا خبر ورکړی
خبرونه

یونیسف په افغانستان کې د ماشومانو او میندو لپاره د لومړنیو روغتیايي خدماتو د پیاوړتیا خبر ورکړی

۱۶ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791481025]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • په غور کې په بوږنوونکې بڼه د نوریې وژنه؛ هغه چې د خپلو ماشومانو په مخکې شکنجه او ووژل شوه

    په غور کې په بوږنوونکې بڼه د نوریې وژنه؛ هغه چې د خپلو ماشومانو په مخکې شکنجه او ووژل شوه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • سرچینې: طالبانو د امید سبز ښارګوټي د اوسېدونکو کورونو ته کرایه ټاکلې ده

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د ارغند ورور: د طالبانو ښاروالۍ د «ارغند واټ» لیکدړه لرې کړه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بدخشان کې واورې ورېدنې او شدید ساړه د درېیو ماشومانو ژوند اخیستی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پرون له زرو څخه زیاتې کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.